جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+لانجمن مفکر او شاعر/ اجمل پسرلی

لانجمن مفکر او شاعر/ اجمل پسرلی

 علي احمد سعید اسبر مشهور په ادونیس وایي، درې ځله زیږیدلی یم، یو ځل د ۱۹۳۰ میلادي کال د جنوري په لومړۍ نیټه د سوریې په قصابین کلي کې له موره، بیا په ۱۹۵۶ کال کې له سوریې لبنان ته ولاړم هاغه ځای له فرهنګي پلوه زما د زوکړې ځای دی او په ۱۹۸۵کال کې چې پاریس ته ولیږدیدم له نړیوال ادب سره اشنا شوم او دا مې د زیږون دریم مکان دی.

په دوه ویشت عربي هیوادو کې ښایي تر بل هر عرب لیکوال ډير جنجالي، ادونیس وي. لومړۍ لانجه یې له تخلصه پيدا شوې ده. ده په ۱۹۴۸ کال دا لقب په ځان کیښود.

په پیل کې یې چې ورځپاڼو او مجلو په اصلي نوم لیکنې نه چاپولې نو دغه نوي نااشنا نوم یعنې ادونیس ورسره مرسته وکړه چې لیکنې یې خپرې شي، خو وروسته یې دا زیان ورواړاوه چې یوشمیر کسانو د ده نظریاتو ته په دې سترګه وکتل چې له دین او عربي کلتور سره په ټکر کې دي. په مصر کې د سلفیانو یوه عالم الشیخ محمد سعید رسلان ادونیس تورن کړ چې له اسلامه اوښتی دی او خپل اسلامي نوم « علي» یې د کافرانو په  نوم« ادونیس » بدل کړی دی.  شیخ رسلان له اسلامي هیوادو غوښتې دي چې د ادونیس کتابونه دې په خپله خاوره کې نه پریږدي چې وپلورل شي.

په یوناني اسطورو کې ادونیس د طبیعت او د بیا راژوندي کیدو سیمبول دی. نکل کا چې ادونیس د کینوراس زوی په افرودیته نومې خدایګوټې میین شو. ارس( د جګړې خدایګوټي) ادونیس وواژه. ارس په دې مینه کې د ده رقیب و. د ادونیس له وینې لاله وغوړیدل او افرودیته غمجنه شوه. افرودیته له پرسفونه چې د مړیو د خدایګوټي میرمن وه وغوښتل چې اجازه ورکړي ادونیس هر کال په پسرلي کې څلور میاشتې ژوند وکړي بیا تر خاورو لاندې ته ستون شي. په دې ډول ادونیس د طبیعت د بیا راژوندي کیدو په سیمبول بدل شوی دی.

لکه څرنګه چې ادونیس په ځان داسې نوم ایښی چې په عربو کې رواج نه دی، نظریات یې هم همداسې دي، دی وایي، موږ باید د نوې ټولنې په اړه فکر وکړو، نوې خبرې ته پام واړوو، د نوي کلتور په اړه زړه وغږوو او یوازې د سیاسي نظامونو د بدلون په تمه  ونه اوسو، تاریخ ته په نوي نظر وګورو او دی حتی دا وایي چې د دین په برخه کې هم تفسیرونو ته بیا کتنه وکړو او د نوي معاصر پرمختللي علم په رڼا کې یې وارزوو. ادونیس تل دا خبره په خپلو مرکو کې تکراروي، که یو متن ډير ستر وي چې کوچینی عقل یې راسپړي دا لوی متن وړوکی کیږي.

د ادونیس د نظر مخالفان وایي چې دی بنسټونه نړوي، مسلمانانو ته پاتې میراثونه له منځه وړي. خو ادونیس وایي ملتونه تر هغو مخته نه ځي چې له تیرسره پریکون و نه کړي. په دې برخه کې دی د اروپا مثال راوړي او وایي، که اروپا له کلیسا سره رابطه نه وی قطع کړې پرمختګ یې نه کاوه. ادونیس دا هم وایي چې له کلیسا سره د اروپا انقطاع د دې سبب نه شوه چې مسیحیت له منځه لاړ شي. ادونیس وایي اسلام په خپله دا کار کړی دی، ایتونه نازل شول، بیرته ځیني منسوخ شول او دی په دې ایت شریف استناد کوي چې خدای پاک فرمایي:« مَا نَنسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِّنْهَا أَوْ مِثْلِهَا» د ادونیس په باور کله چې خدای پاک د درویشت کلونو په موده کې چې قرانکریم یې نازل کړی دی خپله تیره وینا په نوې بدلوي، مسلمان څرنګه پر دې اصولو عمل نه کوي؟

د دین په برخه کې د ادونیس خبرې د پوښتنې تر بریده نه دې پاتې شوې. په ۲۰۰۶ کال کې په قاهره کې د باشراحیل کلتوري موسسې چې ادونیس ته یې جایزه هم ورکړې ده، دی یوې غونډې ته ورغوښتی و. په دې ناسته کې ادونیس پر یوشمیر منلیو اسلامي علماوو انتقاد وکړ. ده وویل چې د امام شافعي دا خبره د فکري انجماد باعث کیږي چې وایي:« که څوک د قرانکریم په ارتباط خپله خبره کوي حتی که سمه هم وي ناسمه ده». د یوه منلي فقیه له نظر سره مخالفت ښکاره ده چې په اسلامي نړۍ کې له ډيرو مخالفتونو سره مخامخیږي.

ادونیس پوښتنې کوي:

څه باندې یو نیم میلیارد مسلمانانو ولې یو تحقیقاتي مرکز جوړ نه کړ؟

څه باندې یو نیم میلیارده مسلمانان ولې یو داسې پوهنتون نه لرې چې په نړۍ کې منل شوی وي؟

که چیرته په نړۍ کې یوشمیر عالمان د بشر د راتلونکې لپاره بحث  ته د یوه میز شاوخوا کښیني یو منلی مسلمان به پکې ځای پیدا کړي؟

دا او دې ته ورته پوښتنې ښایي ادونیس د دې لپاره کوي چې ده فلسفه لوستې ده، هغه علم چې په پوښتنو ولاړ دی. ادونیس د دمشق په پوهنتون کې په فلسفه کې سند واخیست بیا یې په ۱۹۷۳ کال کې په بیروت کې د القدیس یوسف په پوهنتون کې دوکتورا وکړه.

د ادونیس د دوکتورا اخیستل هم لانجمن و. دی په بیروت کې د پوهنتون استاد و، محصلینو ته به یې نوي مواد تدریسول، هغه څه چې د نور نصاب په څیر نه و. د ده باورونه له عربي ټولنې سره په تضاد کې ښکارېدل، د پوهنتون ادارې وشاړه او پلمه یې وکړه چې ته د ډاکتري سند نه لرې درس نه شې ورکولی. محصلینو د ده لپاره مظاهرې وکړې، پوهنتون مجبوره شو چې دی بیرته استاد کړي خو شرط یې دا ورته کیښود چې د دوکتورا سند به اخلي. ده بیا دا سند واخیست او د دوکتورا لپاره یې د ( الثابت و المتحول) په نوم کتاب په څلور جلدونو کې ولیکه. په دې کتاب کې یې د تقلید او نوښت مساله له شعر او ادبیاتو نیولې، تر فسلفې، فقه، عرفان او تصوف پورې سپړلې ده. دا کتاب په تیره نژدې نیمه پيړۍ کې تل په عربي نړۍ کې د اختلافي بحث په یوې مهمې موضوع بدل شوی دی.

د ادونیس په باور مخالفت د دې سبب کیږي چې انساني فکر پيدا شي، که مخالفت نه وي فکر نه زیږي، تقلید پر ټولنه واکمنیږي او هاغه ښه حالت به یې بیا دا وي چې خلک یوازې شرحو او تفسیرونو ته مخه وکړي.

په یوشمیر عربي هیوادو کې د الثابت و المتحول له کتاب سره مخالفت د دې سبب شوی دی چې په پلورلو یې بندیز ولګېږي، خو د انټرنټ له خپریدو سره دا ډول بندیزونه په خپل حال نه دې پاتې شوي. د الثابت و المتحول د کتاب پلویان دې اثر ته د ټولنې لپاره د یوه ستر لارښود په سترګه ګوري. مخالفان یې دا اثر له عربي میراث او دین سره په ټکر کې ګڼي.

ادونیس بیا وایي چې هیڅ شی ثابت نه دی حتی کاڼی بدلیږي هوا پرې لګیږي، خوړل کیږي، سولیږي، بادونه نورې خاورې پرې کښینوي او کله چې د یوه شي مکان بدلوو په بل مکان کې له نورو شیانو سره نوې رابطې پیدا کوي. دا نظر د یوناني فیلسوف هراکلیتوس(۴۷۵-۵۳۵ ق. م)  وینا ته ورته دی چې وایي  تاسو دوه ځله له یوه سینده نه شئ پورې وتلی که یو ځل پرې تیر شئ یو سیند دی که دوهم ځل تیریږئ بل سیند دی. ګومان کوم همدا مثال یو وخت ادونیس په یوې مرکې کې یاد کړی و.

ادونیس په دې باور دی که په عربانو کې تحول رانه شي او همداسې ثابت پاتې شي لکه چې دي د دوی راتلونکې به خورا تیاره وي. دی عرب هیوادونه له یوه ټاپو سره تشبیه کوي چې له کبانو ډک دی او دا ټاپو په وچیدو دی، کبان یې یو بل سره خوري. داسې چې یو دې د قوم په نوم وژني، بل دې دین په نوم وژني. د ادونیس په اند له دې حالته د راوتلو لاره دا ده چې له پخوا سره رابطه قطع کړو او نوې ټولنه یوازې او یوازې د قانون پر بنسټ جوړه کړو. دی په دې باور دی چې په پخوانیو کې ده ویلي، هغه بل ویلي، هاغه بیا د هاغه بل په وینا داسې ویلي څخه که نه راووځو، ما ویلي، تا ویلي، داسې به ووایو ته رانه شو وړاندې ګام نه شو اخیستلی. د ادونیس په نظر مسلمانان نوې خبرې نه کوي په زړو شخوند وهي.

په دې برخه کې یوشمیر مسلمانانو پر ادونیس سخت اعتراضونه کړې دي خو ده بیا بیا ویلي دي چې زه له دین سره مخالف نه یم دین د انسان ضرورت دی. د ده په نظر دین د انسان او خدای تر منځ داسې رابطه ده لکه مینه او څوک دا حق نه لرې چې بل ته ووایي چې زما په رنګ مینه کوه. مذهبي خلک چې ادونیس تورنوي چې دین تر سوال لاندې راولي، دی یې په ځواب کې وایي، کله چې په قران کریم کې درې مخه د خدای پاک او شیطان ترمنځ بحث وي نو زه چې انسان یم له خدای سره که بحث ونه کړم له چا سره یې وکړم؟

په سنتي ټولنه کې ښایي تر هرڅه مخکې له داسې پوښتنو سره مخالفت وشي چې کله چا نه دې کړي یا یې په ډار او ویره څنګزنې مطرح کړې دي. په اسلامي ټولنو کې یوشمیر دیني عالمان بیا دا خبره کوي چې عقل محدود دی بشپړ حقیقت ته نه شي رسیدلی نو د دین په برخه کې ځیني پوښتنې له عقل سره نه برابریږي.

ادونیس ته بیا هر راز ممانعت سرې کرښې ښکارې او څرګندوي، څرنګه ممکنه ده چې هنرمند نوی فکر رامنځته کړي او دی له ځینو سوالونو منع شوی وي. دی دا هم وایي چې سوالونه په دې معنی نه وي چې څوک له یوه شي انکار کوي او پوښتنې کوي، سوالونه د معرفت د پراختیا لپاره کیږي.

ادونیس خپلې پوښتنې یوازې د دین تر ساحې نه دې محدودې کړې ده د عربو منل شوي تاریخ ته هم سوالیې ایښې دي. مثلا پوښتنې کوي:

 د راشدین خلفاوو له پيله باید تاریخ ته بیا کتنه وشي او دا څرګنده شي چې ولې د څلورو خلفاو له ډلې درې وژل شوي؟

دا خبره واضح شي چې په رښتیا ابوبکر صدیق رض ته د ده ډاکټر زهر ورکړي و؟

ولې د راشدین خلفاو په شاوخوا دیرش کلنه واکمنۍ کې په لسګونو زره کسان د خپل منځي جګړو قرباني شوې دي؟

 د ادونیس په باور مسلمانانو ته رښتیا نه ویل کیږي. د عربانو د ښوونځيو په کتابونو کې لیکل شوې دي چې د راشدین خلفاو د وخت شاعران بې جوړې دي، حال دا چې دا اصلا شاعران نه دي او د دوی لیکنو ته شعر نه شو ویلی. د ده په باور د اسلام له راتګ سره شعر د اسلامي ایډیالوژي غلام شو او کله چې شعر د ایډیالوژي لپاره ځانګړی شي که هغه اسلامي وي که مارکسیستي خپل ماهیت له لاسه ورکوي.

 په ورته وخت کې ادونیس وایي چې په شعرکې موضوع مهمه نه ده د شاعر تجربه مهمه ده چې له لوستونکي سره یې شریکوي. دا تجربه ذاتي ده ځکه تل نوې وي او په ښه شعر کې  فکر او شعر نه سره بیلیږي خو شعر فکر نه دی، شعر یو حال دی او په شعر کې دا شعور دی چې ښایي په فکر بدل شي او شعور هغه فکر دی چې نه دی پوخ شوی او فکر هغه شعور دی چې رسیدلی اما که شعر د یو فکر د بیان لپاره وي شعریت یې اغیزمن کیږي. له همدې امله د ادونیس په باور له هومیروسه *تر ننه په نړۍ کې داسې منلی شاعر نه شته چې په ورته وخت کې مفکر نه وي.

 دلته د ادونیس یوشمیر منتقدین استدلال کوي چې دا خو په شعر کې بیرته د ایدیولوژي مساله په یو ډول ځای شوه خو ادونیس وایي، ایډیولوژي ځانته شی دی او فکر ځانته دی، په شعر کې ایدیولوژي شعر وژني. د ده په نظر تر اسلام مخکې عربي شعر نړیوال و، تر اسلام راوروسته په لومړۍ نیمه پيړۍ کې شعر مدح او هجا ته ځانګړی شو او دا لومړی ځل دی چې شعر په تاریخ کې د ایډیالوژي لپاره کاریدلی دی چې په دې ډول دا شعر له نړیوالتوبه راوګرځید، یعني له شعر څخه د دین د وسیلې په توګه استفاده وشوه چې د همدې له امله د اسلام په صدر کې شعر سقوط وکړ چې بیا د اموي دورې له پيل سره بیرته په عربي شعر کې شعریت څرک وواهه.

پرته له څه شکه چې د اسلامي عصر* په ترڅ کې عربان هغومره شاعران نه لرې لکه د جاهلي پير په وخت کې چې یې لرل.

د جاهلي عصر* په وخت« په مکه مکرمه کې عرب شاعرانو نژدې هره دنیوي او دیني عاطفه په شعر بیانوله…د ابن هشام* په سیرت کې د قریشو ډير شعرونه رااخیستل شوې دي او طبري* او د الاغاني*په کتابونو کې د جاهلي دورې د مکې مکرمې داسې کم تاریخي کسان یاد شوي دي چې هغوی ته شعر نه وي منسوب شوی»*

هغه ناقدان چې د اسلامي پير شعرونه ارزوي په دې باور دي چې په دې کلونو کې مسلمانان په سیاست بوخت وو شعر او شاعري ته یې دومره پام نه کاوه.

ادونیس ته بیا تر سیاست شعر مهم ښکاري. دی وایي، که سیاست هرڅومره ستر وي د تاریخ برخه کیږي، په تاریخي پيښه بدلیږي خو شعر لکه قندیلونه، لکه ستوري، لکه رڼاوې ځلیږي. ده په یوه مرکه کې په دې اړه د روسیې د منلي شاعر مثال راوړ او څرګنده یې کړه چې ولادیمیر ولادیمیروویچ مایاکوفسکي(۱۸۹۳-۱۹۳۰ ) چې به شعر وایه خلکو به په ډبرو ویشت، خو اوس چې یو زمان تیر شوی که تاریخي مقایسه وکړو څوک مهم دی؟ لینن د تاریخ برخه ګرځیدلی، او تاریخ د مایاکوفسکي برخه شوی دی.

د هغو شاعرانو لپاره چې تاریخ د هغوی یوه برخه کیږي ادونیس درې شرطه ږدي:

۱- چې خپله ژبه ولري یعني خپل غږ ولري،

 ۲- د شته شیانو او الفاظو ترمنځ نوي اړیکي پيدا کړي داسې چې د نړۍ یو نوی تصویر رامنځته کړي،

۳- شعر یې باید له نویو کړکیو او لارو ډک وي چې سوالونو او فکرونو ته لارې پرانیزي.

ادونیس دا هم وایي چې هیڅ ستر شاعر بل ته ورته نه دی خو له اختلاف سره سره لوی شاعران داسې دي لکه په یوه ځنګل کې چې ژوند کوي.

یوشمیر کره کتونکي دا خبره هم کوي چې د اسلامي دورې پرمهال عربان د خپلې ټولنې د بدلون په لټه کې وو او هنر ټولنه نه بدلوي چې ډيره پاملرنه ورته شوې وای. دا خبره ادونیس په دې ډول کوي چې دا سمه ده چې شعر ټولنه دستي نه بدلوي، خو د ده په اند د شعر او له لویه سره د هنر ونډه دا ده چې نوې رابطه ټینګه کړي، د کلمې او کلمې ترمنځ، د کلمې او یوشي ترمنځ او د کلمې او لوستونکي ترمنځ؛ داسې چې نړۍ ته یو نوی تصور ورکړي او بیا خپل تاثیر پر ټولنه وشیندي. ادونیس دې اغیز ته په دې سترګه ګوري چې ورو دی خو ژور دی، دی وایي، ادبیات داسې دي لکه هوا، لکه عطر، لکه چینه ورو ورو ځي، پټه خوله رهي وي او ورته ګورو، دلته ګل زرغوني، هلته واښه شنه کوي.

د ده په اند شعر د داسې تحولاتو سلسله ده چې انجام نه لري، د ماورا د کشف لپاره یا د شیانو د بل اړخ د څرګندیدو لپاره هڅه کوي او د یوشمیر کسانو منل شویو خبرو ته واه واه نه وایي. د ادونیس په نظر شاعر باید نړۍ ته په بله سترګه وګوري څو د ده خبره له نورو سره بدله وي، غږ یې بدل وي او ژبه یې ځانګړې وي.

لکه څرنګه چې د ادونیس پر نظریاتو فلسفې اغیز کړی دی، د هر څه په باره کې پوښتنې کوي او تل دا خبره کوي چې ځوابونه اسانه دي پوښتنې ګرانه دي. د ده پر شعر هم فلسفې وزرې غوړولې دي.

د ادونیس په باور فلسفه له شعر سره ژور ارتباط لري داسې چې له شعره فلسفه زیږي خو دا اړیکي داسې نه دي چې شاعر د ځانګړي فلسفي مکتب په لاره روان شي او هغه ته په شعر کې ځای ورکړي، بلکې فلسفه د شاعر د شعر له منځه په خپله راټوکیږي.

د ادونیس په نظر شعر یوه ناویلې خبره ده، یا لږ تر لږه یوه بې ځوابه پوښتنه او د یوه ناڅرګند څه لټه. د « لومړۍ خبرې» په نوم د ده په دې شعر کې هم ناویلې خبره اورو، هم بې ځوابه پوښتنه طرحه شوې او هم د ناڅرګنده شي د لټې هڅه احساسولی شو:

کوم ماشوم چې ومه، یو ځل

راغی

څیره یې نا اشنا وه

څه یې نه ویل، روان و

یوه بل ته مو په پټه خوله کتل

زموږ ګامونه

لکه سیند، چې درومي نااشنا

له اصله یوو یوځای، لکه پاڼه چې شمال یې رپوي

سره بیل

لکه ځنګل، بوټیدلی دی له مځکې اوبه کړی موسمونو

اې ماشومه چې زه ومه، شه رامخکې

څه شي موږ سره یوځای کړو، دغه اوس او څه به سره وایو

*****

په دې شعر کې ادونیس د خپلې کوچینوالې د موندلو لټه کوي. دا خبره ده په ښکاره هم په مرکو کې کړې ده چې کله زیږیدلی او په پښو دریدلی دی له خپل پلار و مور سره یې د « قصابین» په کلي کې په پټي کې کار کړی دی او د ماشوم په څیر د ژوند هیڅ ډول تجربه یې نه ده احساس کړې.

په پورتني شعر کې شاعر غواړي پوه شي چې دی څوک دی؟ خو ځواب ورته نه شته بیا هڅه کوي چې د کوچینوالي مرحله کشف کړي چې څه وه؟ څرنګه وه؟ خو ځواب نه شته. په دې شعر کې ادونیس هڅه کوي چې خپله ماشومواله درک کړي او بیا د هغې له مخې په زړښت پوه شي. دا هره هڅه فلسفي ښکاري.

د « لومړۍ خبرې» د شعر په اړه ادونیس د الغد په نوم تلویزیون ته چې له قاهرې او لندنه په یوه وخت خپریږي په مرکه کې وویل، په دې شعر کې مې پوښتنه له دې ماشومه کړې ده څو سره وپوهیږو چې هویت څه معنا؟ ایا هویت په میراث اخلو؟ هویت ثابت دی نه بدلیږي؟ که برعکس هویت پرله پسې ابتکار دی؟ انسان په فکر او عمل ابتکار کوي، همداسې په هویت کې هم ابتکار کوي.

ګومان کوم په شعر کې د ماشوموالي یاد د حال له زمانه نه رضایت دی او دا یاد شاعر له اوسني زمانه تیر زمان ته ستنوي او په دې ډول خطي زمان ماتوي. ماشوم معصوم دی، خام دی د پاخه، تجربه کاره مشر په څیر نه دی. دی زمان نه ماتوي او نه هم  د ابدیت فکر لري ځکه چې فطرتا د تلپاتې والي احساس ورسره مل وي او تل د اوس په ابدیت کې ژوند کوي. مشران د ماشومتوب د له لاسه تللیو وختونو حسرت کوي، ښایي همدا علت به وي که څوک د لیکلو لپاره هیڅ موضوع نه لرې ذهن یې ماشومتوب ډکوي. زما یوه تجربه دا ده چې کله غواړم کیسه ولیکم او ذهن مې خالي وي کوچینوالي ته په فکر کې ستنیږم چې له هغې چینې څه راواخلم.

بل لور ته ماشومواله انفرادي تجربه ده او مرګ مشترک شی دی. له ادونیسه په یوې مرکې کې پوښتنه وشوه چې ته له مرګه ویریږې ده په ځواب کې وویل چې مرګ د ژوند برخه ده، ټول مري.

یوشمیر ارواپوهان په دې نظر دي چې د ماشوموالي یاد له مرګ سره یو ډول مبارزه ده. انسان نه غواړي چې دا ومني چې ژوند تیر شوی دی خو د ادونیس په نظر مرګ د ژوند برخه ده او ده بیا بیا دا خبره کړې ده چې کله هم له مرګه نه دی ویریدلی. د ده په نظر مرګ مشکل نه دی، مشکل په ژوند کې دی چې څرنګه ژوند کوو. دا هم وایي چې زموږ داسې ټولنه ده چې اکثر خلک یې په مرګ بوخت دی، ژوند یې هیر دی، دوی مرګ راژوندی کوي، دوی د مرګ لپاره لارې چارې لټوي.

په عربي ټولنه کې چې کوم کسان د ادونیس له نظریاتو سره مخالفت کوي د ده پر شعر او افکارو کرښه راکاږي. دوی وایي چې ادونیس خبرې کوي، حل لارې نه بیانوي، د دوی په باور ادونیس یو مصیبت دی چې هڅه کوي غربي کلتور پر عربي ټولنه حاکم شي او خلک بې لارې کړي.

ادونیس داسې کسانو ته وایي چې ستا زه بد نه ایسم ستا له هغه تصویره بد راغلي دي چې له ما نه دې جوړ کړی دی او دا تصویر نه زما دی، نه زه یم، دا تا ساز کړی دی.

یوشمیر انتقاد کوونکي بیا د ادونیس شاعري له احساسه خالي ګڼي او وایي چې له همدې امله د نورو عربي شعرونو په څير په حافظه کې نه خوندي کیږي.

لبنانی معاصر لیکوال جودت فخرالدین له دې نظر سره تر یوه بریده موافق دی « د ادونیس شعر په عقل ډير احساسیږي، دی د دې پرځای چې خپل مخاطب ته یو احساس ولیږدوي هغه له سوالونو سره مخامخوي، د ده په شعر کې عقلي یا ذهني برخه تر عاطفي غښتلې ده خو احساس یو مخ ترې نه شو حذف کولی»*

د ادونیس شعر د ځینو په باور پیچلی دی، درک یې سخته دی. خپله ادونیس بیا وایي چې ستونزه په شعر کې نه ده، ستونزه په عربي  کنګل شوي فکر کې ده. د ادونیس په اند په عربي ټولنه کې مروج فکر تیرې زمانې ته ګوري، راتلونکې ته نه ګوري او زوړ فکر له شاعره غواړي چې د هغې زړې شاعري پر پله روان شي چې شعر ته د لفظونو د یوه صنعت په سترګه ګوري نه د یوه خیال او رویا په سترګه. ادونیس وایي:«عربي کلتور یو تکرار دی چې په یوه پيچلي عالم کې څرخي، داسې چې په قبایلي کړۍ کې محاصره دی، دباندې وتلی نه شي او دا کلتور ابدي حقایق دي، له ازله همداسې دي چې بدلیدل او تیری ترې ګناه ده.»*

د ادونیس مخالفان له دې پلوه هم د ده پر شعرونو انتقاد کوي چې شعریت یې کم او فلسفه یې زیاته ده.

 د ادونیس تر اوسه یو دیرش شعري ټولګې خپرې شوې دي. په ځینو شعرونو کې یې فلسفي رنګ لږ ډير پياوړی ښکارې لکه په دې شعر کې له ذات سره ټکر:

زاړه نه شو

اسمان زوړ شو

دا اسمان چې موږ یې غلا کړو

لوڅ لپړ و

ځان یې پټ کړ

زموږ پر اسویلیو

دا اسمان د یوې پاڼې

زموږ په شمالونو ټوکر کیږي

زاړه نه شو

لار زړه شوه

مدار زوړ شو

بوډۍ شوه بې خوبي

او دا مځکه شوه زړه

راته وایه:

اې کمکیه!

اې د مینې پنځونکې

ولې غصه نه شوې،

او فضا دې تغییر نه کړه

******

هغه کسان چې د ادونیس پر شعر د ګونګوالي تور پورې کوي، ژباړونکی د دې کسانو تبر ته لاستی ورکوي. دا پورتنی شعر په اصل کې داسې دی لکه غمی او په ژباړه کې ایرې ترې جوړې شوې دي.

ادونیس په خپله د شعر د ژباړې په برخه کې دا نظر لرې چې ترجمه د شعر مفهوم لیږدوي خو ژبه او هنر یې نه انتقالوي. د ادونیس په باور ژباړه د اصلي شعر نښې، اشارې او فکر شریکوي، خو د اصلي شعر موسیقي، د کلماتو ترمنځ تړاو، د حروفو ترمنځ ارتباط او د تصویرونو ژبنۍ او شعوري ځانګړنې نه انتقالوي.

د ادونیس شعرونه د نړۍ په لسګونو ژبو ژباړل شوې دي په ۲۰۱۸ کال کې د یوه راپور له مخې د ده د شعرونو د ژباړې کتاب په چین کې تر بل هر ژباړل شوي اثر ډير پلورل شوی و. په فرانسوي ژبه چې د ادونیس کوم شعرونه ژباړل شوې دي د هغوی په اړه دی وایي چې زه په خپل عربي شعر کې ځان لټوم سم یې نه شم لیدلی او چې کله زما شعر په بله ژبه مثلا په فرانسوي ژباړل شوی وي هلته خو له شعره شاعر غورځول کیږي.

ادونیس په شعر کې د نادرو کلماتو له استعمال سره مخالفت کوي خو بیا هم د ده شعرونه په سخته ژباړل کیږي ځکه چې په عربي کې د ده د شعرونو د لفظونو ترمنځ همغږي، د کلماتو تر شا پټ تصویرونه، د ښکاره تصویرونو ترمنځ داسې رابطه چې په زنځیرونو نه وي تړل شوې؛ په لړې، وریځو او بادونو سره اوبدل شوې وي، بلې ژبې ته په ګرانه انتقالیږي.

د داسې شاعر د کلماتو ژباړه لاسخته کیږي چې په قاموسونو کې د الفاظو معناوو ته په بله سترګه ګوري. دی وایي، په ډیکشنریو کې د الفاظو پرتې معناوې ثانوي دي او په هنر کې د کلمې معنا له بل شي سره له ارتباطه زیږي. د ادونیس په باورکلمه لکه یو ژوندی شی لوییږي، پراخیږي، پورته کیږي، په قهر کیږي، ژاړي، سفر کوي، مړه کیږي. د ده په اند کلمه یوازې توري نه دي چې پر کاغذ پراته دي. د شعر کلمات داسې نه دي چې هلته به په المارۍ کې کتار وي او شاعر به یې رااخلي. په ښه شعر کې کلمات داسې دي لکه نوي شیان. ادونیس دا نه مني چې دا کلمه شعري ده دا نه ده. د ده په نزد ټول الفاظ شعري دي خو شرط دا دی چې په خپلو کې یې ارتباط ټینګ کړی وي او د دوی او شیانو ترمنځ داسې رابطه ټینګه شوې وي چې نوې او مختلفه وي.

ممکن نوې خبرې هم په سخته درک شي. په تیره بیا هغه خبرې چې له منل شویو اصولو سره په ټکر کې وي. ادونیس ته هیڅ شی ثابت نه ښکارې، د ده په نظر هرڅه د تحول په حال کې دي. دی حتی د مینې په باره کې وایي چې یو ډول کرکه ورسره مله ده او له دې عمومي نظر سره مخالف دی چې مینه شته. دی وایي مینه نه شته خو د دوو کسانو ترمنځ ځانګړي تجربه شته چې مینه ورته وایو او دا رابطه د نورو اړیکو په څیر نه ده چې د ټولو به یو رنګ وي. د همدې لپاره چې کله څوک د مینې شعر لیکي هغه بې معنا دی، د دې په خاطر چې د مینې یوه تجربه د نورو په څیر نه ده. د هغو شاعرانو په اړه چې د بدن ستاینه کوي ادونیس دا نظر لرې چې د بدن مفهوم په یوه سیمه کې ممکن یو ډول وي په بلې کې بل ډول. بدن د جنس له پلوه یو شی دی او د وجود له اړخه بل شی دی، همداراز له ژوند سره ارتباط، له طبیعت سره ارتباط او له نورو سره د ارتباط تر ټولو لومړۍ وسیله بدن دی. نو بدن د ادونیس په اند یوه ستره قاره ده، چې عربانو د دې نیمې وچې یوازې سوري لیدلي دي.

دی په یوه شعر کې وایي:

له حوضه یې سورګل شو رابهر

چې وکړي، ملاقات د هغې

لمر بربنډ و

په مني کې، تر ملا یې یو کمر بند وریځې ګرځیدلې

مینه داسې زیږي

په ها کلي کې چې زه یم ترې راغلی

******

 د ادونیس په وینا عربان په خپل کلتور کې مینه له جنسي رابطې سره غوټه کوي ، بیا  اکثر عرب شاعران شرمیږي د خپلې مینې خبرې په شعر کې نه کوي، عمومياتو ته مخه کوي.

سره له دې چې د ده په اند مینه د دوو کسانو ترمنځ یوه رابطه ده خو دا رابطه نه بشپړیږي، مینه له بشریت سره دوام کوي او شاعري ورسره ادامه پیدا کوي. دی مینه له دې پلوه هم له شعر سره ورته ګڼي چې حدود یې نه شو ټاکلی او نه یې شو زده کولی.  د ادونیس په نظر تر ټولو ښایسته شیان هغه دي چې نه بشپړیږي. هرڅه چې بشپړیدو ته رسیږي دا یې د زیان پيلامه ده. د ادونیس دا نظر یو ډول د ده په دې عشقي شعر کې منعکس شوی دی:

سهار ده رسیدلې دا له لارې

زه لا نه یم رسیدلی

لار مې ورکه

په سیورې د تیارې کې

په بې سیورې سپیده داغ کې

پښې مې دې بې سیکې

جام مې دی په لاس کې

مست یمه خمار یمه

هر دیوال پورې غوږ نیسم

چې څه واورم

دا دنیا رښتیا همدا ده؟

باید موږ پکې غصه شو؟

باید هیلمن یوو؟

اوس،

ښه ده  ډيره ښه ده چې سندرې مې زه وایم

******

 د ادونیس په نظر شعر نا اشنا مځکو ته سفر دی څو شاعر هغه څه پکې کشف کړي چې لا یې سر نه دی پرې خلاص شوی.

په دې ډول د ده په اند نوی شعر یوازې د شعري چوکاټونو ماتول نه دي، د زړو موضوعاتو پریښودل دي. د ده په وینا که شاعران ځانونه بدل نه کړي او نوې تجربې ونه کړي نوی شعر نه شي لیکلی چې په دې ډول دوزخ جوړوي:« که د نړۍ ټول سیاستوال یوه خبره وکړي، دنیا به جنت شي خو که ټول شاعران یوه خبره وکړي نړۍ به په دوزخ بدله شي»*

ادونیس دا هم وایي چې شعر هغه وخت نوی کیږي چې شاعر پکې ځان تصویر کړي که داسې ونه کړي ژوند نه شي تصویرولی. د ده په باور د عربانو اوسني ډير ازاد شعرونه زاړه دي یوازې یې چوکاټونه نوي شوې دي. خو دی په دې باور دي چې په پخوانیو عرب شاعرانو کې هم هغه یو ښه شاعر دی چې نوښت یې کړی دی. د ده په نظر په شعر کې نوښت نوې خبره نه ده، د عباسیانو په وخت کې ابوالعلا المعري (۹۷۳-۱۰۵۷م) دا نوښت وکړ چې ټولنې په بشپړ یقین کې ژوند کاوه ده په شعر کې شک او پوښتنه ځای کړه. د ابونواس(۷۶۲-۸۱۳م) په وخت کې به نورو شاعرانو د کوچیاني ژوند کیسې کولې، ابونواس ښاري ژوند شعر ته ننویست.

په دې ډول ده ته نوښت په مفهوم کې نغښتی دی. د ده په باور نوښت دا دی چې نوې لار خپله کړو، نوی مفهوم په شعر کې ځای کړو، دی نوښت یو ډول انقلاب ګڼي یعني هرڅه ته انسان ته، ارزښتونو او معیارونو ته بیا کتنه.

د ادونیس په اند شعر باید د انسان د تجربې شیره وړاندې کړي، شعر یوازې د شاعر د عصر د ټولنیزو شرایطو هنداره نه ده. د ادونیس په نظر بیکاره شعرونه هغه دي چې د شاعر له عقدو او ټولنیزو شرایطو پرته بل څه موږ ته نه راکوي. په دې ډول دی له سیاسي نظریاتي شعرونو سره مخالفت کوي. دی وایي چې شعر وسیله نه ده شعر مینه ده او مینه وسیله نه وي. شعر هدف هم نه دی ځکه چې بیلابیل اهداف د انسان مسیر ټاکي. د ادونیس په باور کوم مفاهیم چې زموږ په الفاظو کې نغښتې دي دغو ته بیا کتنه پکار ده او داسې نه کیږي چې زر کاله مخکې یو هدف ټاکل شوی دی هغه ته به ځان رسوو.

د ده په نظر شاعر له خپلو رواني تجربو سره تړلی دی، هغه پیښې یې ځوروي چې اغیز یې پرې کړی دی او غواړي چې دغه احساس د شعر له لارې بیان کړي خو د ده په باور دا د شعر کمال نه دی چې یوازې دا دردونه راسپړي. د ده په اند ښه شعر دردونه نه راسپړي، ښه شعر د بشري ذات پټو برخو ته یوه کړکۍ ده.

د ادونیس په اند نوی شعر حقیقت نه دی خو د حقیقت په لور مو بیایي. دی د زمن الشعر په کتاب کې لیکي:« ښایي تر ټولو ښه مطلب چې د نوي شعر په اړه یې وړاندې کولی شو دا وي چې نوی شعر یوه رویا ده او رویا دا ځانګړتیا لري چې له منل شویو مفاهیمو د باندې وي»*

دا رویا د خپل طبیعت او مفهوم له مخې له عادي مفاهیمو ورها خوا یو شی دی، داسې چې دا رویا د شیانو نظام بدلوي چې بیا له دې نظره نوی شعر له چوکاټونو او منل شویو فورمونو بغاوت کوي، دودیز میتودونه ردوي. ادونیس دا هم وایي چې له یوه پلارو موره زیږیدلي انسانان کله هم سره ورته خوب نه ویني او شعر همداسې دی یو رنګ نه وي د هرچا خپل شعر وي.

ادونیس د زاړه عربي نقد د شعر له دې تعریف سره چې شعر موزون مقفي کلام دی سخت مخالف دی. دی وایي چې د شعر لپاره دا ډول معیار محدودیت رامنځته کوي او دا د شعر له طبیعت سره سمون نه خوري یعني د فطري وینا مخه نیسي. خو په نوي شعر کې د ده بل ډول اهنګ تر سترګو کیږي. دی په دې باور دی چې د زاړه شعر د اهنګ په ځای په نوي شعر کې د جملو اهنګ، د واولونو رابطه، معناوې، تصویرونه، د بیان الهامي اغیز چې رنګین انعکاس ورسره مل کیږي، موسیقي پنځوي.*

ادونیس په ۱۹۵۹ کې په یوه مقاله کې چې د شعر په نوم مجله کې خپره شوه ولیکل:« د شعر لپاره د وزن شرط اضافي او برسیرن شرط دی… وزن د نظم لپاره دی نه د شعر لپاره ځکه چې هر موزون کلام ضروري نه دی چې شعر به وي او هر نثر هم له وزنه خالي نه دی…. که هرڅومره شعر له وزنه او منل شویو شکلي چوکاټونو وځي او هرڅومره چې نثر شعري خصوصیات خپلوي بیا هم د شعر او نثر ترمنځ بنیادي فرق شته».

ادونیس د نثر او شعر توپير په وزن کې نه ویني. د ده په اند د نثر او شعر توپیر د ژبې له استعماله جوتیږي. داسې چې په نثر کې الفاط د حقیقي او عیني معنا لپاره کاریږي او شعر پر دې نظام تیری کوي، په شعر کې رښتونې معناوې څنګ ته کیږي.

په عربو کې منثور شعر لومړی ځل ادونیس نورو ته وروپيژانده. تر دې مخکې عربان له ازاد شعر سره اشنا وو.

د معاصرو عربي ادبیاتو څیړونکي په دې باور دي چې عراقۍ شاعره نازک ملایکه (۱۹۲۳-۲۰۰۷م) هغه څوک ده چې د ( کولرا) په نامه شعر یې زاړه عربي شعر ته ساه ورکړه او دغه شعر د ګڼو عربي محققانو په نظر لومړی ازاد شعر دی»*

منثور شعر له ازاد یوه سره دا توپير لرې چې ازاد عربي شعر د تفعیلاتو پر بنسټ جوړ شوی یعني شعري جملې یې یو ډول عروضي وزن لري خو د قافیې ځایونه یې مشخص نه دي. په منثور شعر کې نه قافیه معلومه ده نه عروضي وزن لري خو خپل اهنګ لري. پر دې شعر نازک ملایکې سخت انتقاد کړی دی. د دې په باور دا شعر عربي شعر ته توهین دی. ادونیس بیا منثور شعر په خپل ذات کې یو وجود ګڼي یعني دا شعر یو بشپړ عالم لوستونکي ته ورکوي او اصلي دنده یې یوازې شعریت وي داسې چې په دوو پسې درې او په دریو پسې څلور پکې نه وي، یو ډول ګډوډ ښکاري لکه زمان چې نه لري یعني د اصلي هدف په لور زینه په زینه مخته نه ځي او مفاهیم پکې منظم یو په بل پسې نه راځي، ځیني شیان یې پکار دي چې تیربیر وي. د ادونیس په باور منثور شعر د خپل هدف لور ته لکه کیسه، ناول او ډرامه نه درومي، همداراز ګڼو افعالو او اعمالو ته لمن نه غوړوي.

 د دې ځانګړتیاو ترڅنګ دی اختصار مهم ګڼي یعني توضحیات پکې نه ځاییږي او په لږو الفاظو ډیر څه لوستونکي ته رسوي. ادونیس وایي، د منثور شعر قوت په توضیح او تشریح کې نه دی…قوت یې په ترکیب کې دی..»

د منثور شعر دغه ګډوډي عمدي نه ده د عاطفي احساس او فکر شاعرانه انتقال دی چې په خپل ذات کې د نظم د ماتیدو سبب کیږي. له همدې امله ادونیس وایي چې دا ټول ګډوډ شعر یوه لوحه جوړوي: « د منثور شعر هیڅ تصویر مستقل نه دی هر تصویر یې د ټول شعر برخه ده او هر تصویر یې د ټول شعر په جوړښت کې برخه اخلي. دا شعر داسې لوحه ده چې یوه منظره درښکاره کوي، ډيرې نه درباندې ویني»*

د دې شعر د موسیقي په برخه کې بیا دی وایي چې د منثور شعر موسیقي د هغې له ژبې، له الفاظو، له جملو او د ارایې له بڼې سرچینه اخلي.

ادونیس په شپیتمو میلادي کالونو کې منثور شعر ته مخه کړه خو ازاد شعر یې نه دی پرې ایښی. ده په پيل کې د زاړه شعر په چوکاټ کې شاعري کوله. دی کیسه کوي چې پلار به یې پخواني شعرونه ورسره لوستل او په کلي کې به یې د یوې لویې ونې سیوري ته له نورو ماشومانو سره سبق وایه ،هغه وخت یې قرانکریم حفظ کړ او اوس یې په زړه کې تل دا راتیریږي چې خپل کلي ته ورغلی او هاغه ونه یې لیدلې وای.

دی دیارلس کلن و چې د ولسمشر شکري قوتلي مخې ته یې شعر ووایه. سوریې په  ۱۹۴۳ کال کې خپلواکي واخیسته او شکري قوتلي د سوریې د لومړي ولسمشر په توګه انتخاب شو. قوتلي د ټاکنو تر ګټلو وروسته د سوریې بیلابیلو سیمو ته سفرونه پيل کړل او  په دې لړ کې د جبله ښار ته راروان و. ادونیس وایي، هغه وخت مې په زړه کې راتیر شول چې ولسمشر ته به شعر ووایم، دی به راته ووایي چې څه غواړې، زه به ورته ووایم چې ښوونځي ته مې داخل کړه. ادونیس کیسه کوي چې خپل پلار ته مې لیکلی شعر ولوست هغه هیڅ شی پکې سم نه کړ خو دا یې راته وویل چې څرنګه به تر ولسمشره وررسیږې چې دا شعر ورته ووایې، خو ورځه زه دې مخه نه نیسم، هڅه دې وکړه. ادونیس وایي د دوی له کلي تر ښاره د پښو نژدې یو ساعت مزل و او چې ښار ته د ولسمشر لیدو ته ورتلم باران وریده، لوند خیشت وم چې د ښاروال دفتر ته ورننوتم هغه ته مې وویل چې ولسمشر ته دا شعر لولم بیا هغه زمینه برابره کړه چې دا شعر ورته ولولم:

فانت لنا السیف و نحن لک الغمد

( ته موږ ته داسې یې لکه توره او موږ لکه غلاف)

ادونیس وایي چې ولسمشر په خپله وینا کې زما د شعر همدا مصراع ولوسته او تر بیانیې وروسته یې راته وویل چې څه غواړې او ما مکتب وغوښت، ده راته وویل چې زه به امر وکړم چې بله اونۍ مکتب ته ولاړ شې. دی بیا د فرانسوي ژبي ښوونځي ته داخل شو او چې کله له پوهنتونه فارغ شو سیاسي حالات بدل شول او ادونیس له حکومت سره د مخالفت په تور زنداني شو. په یوه شعر کې وایي:

ترټولو سخت زندانونه

هغه دي

 چې دیوالونه نه لري

ادونیس یو کال په محبس کې و. دی وایي چې زندان په دې وپوهولم چې په عربي هیوادو کې انسان هیڅ ارزښت نه لري. دی چې کله له بنده خلاص شو بیروت ته وتښتید. هلته یې یو کال وروسته یعني په ۱۹۵۷ کال کې د شعر په نوم مجله خپره کړه. په دې مجله کې داسې مقالې چاپ شوې چې د شعر منلي عربي بنسټونه پکې تر سوال لاندې راغلل، عربي کلتور ته سوالیې کیښودل شوې او په ټولنه کې د شعر په اړه یو لړ منلي خبرې رد شوې، مثلا ادونیس وایي اکثریت عربان دا خبره کوي چې شعر د هغه څښتن راپیژني خو په حقیقت کې دا ممکنه نه ده چې یو کلام انسان راوپيژني او ښه ده چې همداسې ده، دا نیکمرغي ده ځکه چې کله انسان خپل نفس وپیژني هغه ختم شو هغه په یوه شي بدل شو او د انسان کمال دا دی چې خپل نفس نه پيژني او د همدې په خاطر هڅې کوي. د دې لپاره چې الفاظ ټول شیان نه شي بیانولی نو نړۍ نوې پاتیږي. خو ادونیس دا هم وایي چې سم شعر شاعر بشپړوي.

د شعر په مجله کې د ادونیس له نظریاتو سره له پيله تر ننه په عربي ټولنه کې مخالفتونه روان دي. په ۱۹۹۵ کال کې د عرب لیکوالو ټولنې له ده څخه د ټولنې غړیتوب واخیست. علت یې دا یاد کړ چې په ۱۹۹۳ کال کې ادونیس په اسپانیا کې په داسې غونډه کې برخه اخیستې ده چې په هغې کې یهودانو هم ګډون کړی و. له دې پریکړې سره د ګوتو په شمار عرب لیکوالو مخالفت وکړ چې بیا هغوی هم له عربي ټولنې ووتل.

 د ادونیس پلویان په دې باور دي چې د ده له برکته له عربي ادبیاتو سره نړیوال اشنا شول. ده د فرانسې د نامي شاعرانو لکه سان جون پیرس*، مالارمیه* او ایف بونفوا* شعرونه په عربي ترجمه کړې دي. د ده د ټولو ژباړل شویو کتابونو شمیر لسګونو ته رسیږي چې له فرانسوي څخه یې عربي ته او له عربي فرانسوي ته ترجمه کړې دي. ده په خپله په فرانسوي ژبه شعر نه دی لیکلی، دی په دې باور دی چې شعر یوازې په مورنۍ ژبه لیکل کیدای شي.

د ۲۰۲۰ کال د جنوري په لومړۍ چې کله د ادونیس د زوکړې نویمه کلیزه وه له شمالي امریکا تر لاتین امریکا، له اروپا تر اسیا او استرالیا تر سلو ډيرو پیژندل شویو شاعرانو، لیکوالو او هنرمندانو ادونیس ته غږیز او لیکلي پيغامونه واستول.

د دې مبارکیو په باره کې د فرانسې مونت کارلو راډیو له ادونیسه پوښتنه وکړه چې څه احساس دې وکړ؟ ده له دې خلکو مننه وکړه او ویې ویل چې دا ستاینې مې مسوولیت ډیروي چې تیروتنې ونه کړم او هڅې زیاتې کړم څو هغه حد ته چې دوی زما لپاره ټاکلې دی ورسیږم.

د ادونیس منتقدین بیا وایي چې ادونیس د اسلامي-عربي کلتور ولاړې ثابتې ستنې نړوي د همدې لپاره په غرب کې نازول کیږي، د فرانسې کلتور وزارت یې د هنر او ادب ستوری ګڼي او د ستیفان مالارمیه د اکاډیمي غړیتوب ورکوي، جرمني د ګویتې جایزه ورکوي، متحد ایالتونه یې د ادبیاتو په جایزې نازوي، په ایتالیا، بلجیم، یونان او په لسګونو نورو هیوادو کې جایزې ورکوي او په علمي مرکزونو کې یې د غړي په توګه مني.

نن سبا یو نوي کلن ادونیس د خپل ژوند لیک په لیکلو بوخت دی، د پښتون فلسفي شاعر غني خان خبره:

مرګه ځه چرته ورکیږه زه لا نه يمه وزګار

خم د رنګ کې لا خمار شته زه تری لپې ډکومه

توضیحات او مراجع

-هومیروس یونانی شاعر دی چې د ځینو مراجعو له مخې یې تر میلاد ۸۵۰ کال مخکې ژوند کاوه.

-اموي عصر( ۴۱ -۱۳۲ هجري قمري)

-اسلامي عصر د رسول الله ص له بعثته پيلیږي او د راشدین خلفاو تر اخره موده رانغاړی چې د هجرت په څلویښتم کال د علي بن ابي طالب رض له وژلو سره ختمیږي

 -جاهلي عصر د ځینو سرچینو په باور تر اسلام مخکې یو نیم سل کاله موده رانغاړي

-ابن هشام: عبدالمالک ابن هشام بن ایوب الحمیري(۸۳۴ م مړ). ده د ابن اسحاق لیکلی سیرت مختصر کړی او ترتیب کړی دی. د رسول الله ص دا سیرت که ده نه وای خلاصه کړی له منځه به تللی و، ځکه چې د ابن اسحاق کتاب ضایع شوی دی.

-الطبري: محمد بن  جریر مشهور په امام ابو جعفر الطبري( ۸۳۹-۹۲۳ م) د ( جامع البیان في تاویل القرآن) مولف چې دا کتاب په طبري تفسیر مشهور دی.

-الاغاني د ابوالفرج اصفهاني تالیف دی چې پکې له جاهلي دورې نیولې د دریمې هجري پيړۍ تر اخره د عربانو شعر، اساطیري کیسې، موسيقي او نکلونه راغونډ شوې دي او شرحې یې ورته لیکلي دي. دا کتاب د عربي کلاسیک ادب یو خورا مهم اثر دی.

۱- ص ۲۰۸-۲۰۹ الشعر او الغناء في المدینه و مکة لعصر بني امیة، الدکتور شوقي ضیف..دارالمعارف-الطبعة الرابعة-القاهرة ۱۹۷۹م

۲- الایقاع و الزمان، جودت فخرالدین، الطبعة الاولی، بیروت، دار الحرف العربي، دار المناهل، ۱۹۹۵، ص ۱۶۷

۳-علي احمد سعید، ادونیس، احمد علي سعید، زمن الشعر، دار العودة، بیروت- ص ۱۸-۱۹/۱۹۸۳ م

۴-اجمل پسرلی، نوی عربي شعر -مومند خپرندویه ټولنه- جلال اباد، ص ۱۰۱/۱۳۹۱ لمریز

۵-علي احمد سعید، ادونیس، احمد علي سعید، زمن الشعر، ص ۹/ ۱۹۸۶ م

۶–مخکنی اثر، ص ۱۱۶

۷-پسرلی اجمل ، نوی عربي شعر، ص ۶۲ مومند خپرندویه ټولنه- جلال اباد- ۱۳۹۱ – پسرلی اجمل

81۸-علي احمد سعید، ادونیس، احمد علي سعید، زمن الشعر، ص،

-سان جون پيریس په ادب کې د نوبل د جایزې ګټونکی فرانسوی شاعر ( ۱۹۸۷-۱۹۷۵م)

-ستفان مالارمیه فرانسوی شاعر او کره کتونکی(۱۸۴۲-۱۸۹۸م)

-ایف بونفوا فرانسوی شاعر او ناقد( ۱۹۲۳م ۲۰۱۶ م)

-د دې مقالې د لیکلو پرمهال مې په یوټیوب کې د ادونیس له څو خپرو شویو مرکو هم استفاده کړې ده، دا یې لینکونه:

https://www.youtube.com/watch?v=NnZPR84R2Mg

https://www.youtube.com/watch?v=a2xbW8H8DDc

https://www.youtube.com/watch?v=5nS_0aC1JYY

https://www.youtube.com/watch?v=ldLr4M1cP28

4 COMMENTS

  1. سلامونه پسرلی صیب!
    موږ رښتیا هم د رښتینو ادبیاتو تږي یو. ستاسو دې مقالې زما د کلونو – کلونو تنده ماته کړه. ما ته ټولې خبرې نوې وې.
    دومره ژور نړۍلید، د ادبیاتو د تیوریکي محتوا او عربي نړۍ د تابو شکنۍ په اړه د ادونیس فکر بېخي عالي و. ادبیات رښتیا هم په سختۍ پالل کېږي.

    د مقالې هر پرګراف دومره خوندور و چې د مقالې د پای ته رسېدا پرمهال مې له خولې اخ! ووت؛ ما ویل دومره ژر خو باید نه وی ختمه شوی.
    د ښاغلي ادونیس په شان د یو لوی شاعر په اړه د هر اړخیزې څېړنېزې مقالې لیکلو صلاحیت رښتیا هم له تاسو سره ښيي. دا کار له تاسو پرته بل جا ښه نه شو کولی.
    پر موږ که احسان کوئ؛ دې لارې ته لا ډېره ادامه ورکړئ.

    درنښت

    تلاش

  2. په لومړي ځل مې په فېسبوک کې يوه دومره لويه ليکنه ولوسته .خوند مې ترې واخېست .زدکړه مې ترې وکړه .
    خدای دې وکړي چې داسې ليکنې راته نورې هم وکړې/وژباړې .
    عمر دې اوږد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب