جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان ته له ازبکستان څخه په ۲۰۲۲ کې د برېښنا واردولو تړون...

افغانستان ته له ازبکستان څخه په ۲۰۲۲ کې د برېښنا واردولو تړون وشو

تاند: ( جمعه د جدي لسمه) ‏‏د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې مسوولینو یې د ۲۰۲۲ کال لپاره د ازبکستان له برېښنا شرکت سره د وارداتي برېښنا قرارداد لاسلیک کړ.

د بریښنا شرکت د اعلامیې له مخې، ازبکستان به د دغه قرارداد له مخې په راتلونکي کال کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په لګښت ۲ میلیارده کیلوواټه برېښنا افغانستان ته ورکړي.

بريښنا شرکت څو ورځې مخکې له تاجيکستان سره هم د بريښنا د ترلاسه کولو تړون د يو کلن تمديد خبر ورکړ.

د طالبانو له واکمنیدو سره، ځينو هېوادونو ويلي وو ږ چې افغانستان يې د وارداتي برېښنا له کبله ډېر پوروړی شوی او که پيسې يې ورنه کړل شي، بریښنا به پرې کړي.

طالبانو د دې پورونو په ورکړه کې د ملګرو ملتونو د مرستې غوښتنه وکړه، چې ياد شوي سازمان ورسره د مرستې ژمنه وکړه.

اوس نه ده معلومه، چې ياد شوي پورونه ادا شوي که پاتې دي.

1 COMMENT

  1. که د نړۍ ټول سیاستوال یوه خبره وکړي، دنیا به جنت شي خو که ټول شاعران یوه خبره وکړي نړۍ به په دوزخ بدله شي»*
    قدرمن پسرلی صیب عمر دې ډير شه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب