یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهوال سټريت ژورنال: کابل کې فاطمیون ډله فعاله شوې او ط جنګیالي...

وال سټريت ژورنال: کابل کې فاطمیون ډله فعاله شوې او ط جنګیالي یې وژلي

تاند: ( جمعه د جدي لسمه) ‏وال سټريت ژورنال خپرونې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ایران فاطمیون ډله په کابل کې فعاله شوې او یو شمېر طالب جنګيالي یې وژلي.

د دغې خپرونې د راپور له مخې، یاده پېښه د کابل په لويديځ دشت برچي سيمه کې رامنځته شوي.

د وال سټريت ژورنال د دغه راپور په اړه طالبانو څه نه دي ويلي.

فاطمیون ډله ايران په عراق او سوریه کې د شيعه ضدې ترهګرې ډلې ( داعش) خلاف له سني ضدو شیعه ګانو څخه جوړه شوې وه، چې افغان شیعه ګانو نه يې هم جنګیالي پکې جذب کړي وو.

په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو له پیل سره، د فاطمیون ډلې د فعالیتونو د پیل خبر هم ورکړل شوی او یو شمېر ايران‌ پلوه سياسي او مذهبي څېرې یې ملاتړي ګڼل کيدل.

2 COMMENTS

  1. خوسې خبری دی باور پری مکوی. ځینی کړیو غوښتل چی افغانستان کی جنګ ادامه پیدا کړی خو ولس مشر غنی یی پروګرام ور خرابه کړ. اوس هماغه کسان کله وایی داعش زور اخیستی او کله هم وایی چی فاطمیون فعالیت شروع کړی. طالبانو ته لازمه ده چی داسی کارونه وکړی چی د خلکو زړونه په لاس راوړی او کچیری همدا لړی د ملایانو او د حقانیانو همداسی روانه وی بدون له شکه چی د طالبانو پر ضد به فعالیتونه منسجم کیږی او یو واری به بیا افغانستان د ګاونډیانو د نیابتی جنګ میدان ګرځی.

  2. کله چې د طالبانو د واکمنۍ دیرش ورځې پوره شوې، نو ما د یوټیوب پخپل چینل کې د یوې لنډې تبصرې په ترڅ کې وویل: (طالبانو خو کابل او پنجشیر ونیول خو دوئ به له درې سترو ننګونو سره مخ وي (۱) د ۹۳٪ افغانانو تش نسونه (۲) د کورني مشروعیت او ولسي ملاتړ ترلاسه کول (۳) د ایران په لاس جوړې شوې د فاطمیون د مذهبې ملیشو را روانه جګړه). دا چې اوس د عراق او سوریې جګړې د ایران په لاسبرۍ او مطلقې واکمنۍ تمامې شوېدي، زینبیون، فاطمیون، حشد شعبي او حتی د لبنان حزب الله باید یو چیرې د داعش، وهابیت او خوارجو په بهانه وجنګیږي. نو زما وړاندوینه غلطه نه وه چې دغه ملیشې به حتما په افغانستان کې د مذهب د قبا او چپنې لاندې خپل فعالیت پیل کوي. د وال سټریټ ژورنال په څیر د یوې معتبرې نړۍ ورځپاڼې خبره، د پټي سر دی. که څوک وخت او علاقه لري نو په یوټیوب کې زما تبصره لیدلای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب