یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهلاروف: ط که نړيوالې ژمنې پوره نه کړي، په رسميت یې نه...

لاروف: ط که نړيوالې ژمنې پوره نه کړي، په رسميت یې نه پېژنو

تاند: ( جمعه د جدي لسمه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف په یوه تازه مرکه کې طالبانو ته ويلي، چې که د رسميت پېژندلو تمه لري، نړيوالو سره دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د‌ روسیې د سپوتنیک خبري اژانس په حواله، نوموړي د ټول شموله حکومت جوړول، د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې موثره مبارزه او د نيشه يي توکيو د خطر ختمول له هغو شرطونو ګڼلي، چې روسېې او نړۍ طالبانو ته د هغوی د حکومت د په رسميت پېژندلو لپاره وړاندې کړي.

سرګي لاوروف په تازه مرکه کې دا هم رد کړې، چې ګواکې د دوی هېواد به تر نورو هېوادونو د مخه د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د طالبانو د واکمنۍ د په رسميت پېژندلو موضوع یوه سمبولیکه خو جریان لرونکی بهیر وباله.

لاوروف په دې مرکه کې تر ډېره د طالبانو د واکمنۍ دفاع کړې وه.

ډ سرګي لاوروف تازه څرګندونې د کابلوف د خبرو په رد کې مطرح شوې ښکاري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې وويل، چې په روسيه کې به زر د خپل حکومت نوی سفیر معرفي کړي.

روسي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

سياسي شنونکی افراسياب خټک باور لري، چې له طالبانو سره له پاکستان پرته د نورو ټولو سیمه ییزو هېوادونو ملاتړ په دې خاطر و، چې له سیمې د امریکايي ځواکونو په ایستلو کې ورسره مرسته وکړي.

د هغه په وينا، چې نور ټول هېوادونه په موقت ډول د طالبانو ملګري شوي وو او تمه نشته، چې طالبانو سره به د دغو هېوادونو ملګرتيا ډېر وخت دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب