یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهجلال اباد کې له یوه ريکشه چلوونکي سر پرې شوی

جلال اباد کې له یوه ريکشه چلوونکي سر پرې شوی

تاند: ( جمعه د جدي لسمه) د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې اوړمه شپه د یوه ريکشه چلوونکي سر غوڅ کړل شوی دی.

ځايي سرچینو ویلي، چې دا پېښه د جلال اباد ښار د نهمې ناحيې اړوند په دامان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د وژل شوي کس په اړه ويل شوي چې احمد نوميږي او د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

د احمد کورنۍ ویلي، چې چا سره شخصي دښمني نه لري.

هغوی دا هم نه دي ويلي، چې دا پېښه به چا رامنځته کړې وي.

په جلال اباد ښار کې له څه مودې راهيسې د پرې کولو د پېښو خبرونه کم شوي وو.

هلته طالبان او داعش ډله دواړه تورنيدل، چې يو بل سره د تړاو په تور له شکمنو خلکو سرونه پرې کوي.

د طالبانو ځايي چارواکو د دغې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب