لوی هند یو له هغو هېوادونو څخه و چې د شتمنۍ او طبیعي سرچینو له امله یې تل د نورو هېوادونو پام ځانته اړولی و. همدا لامل و چې د تاریخ په اوږدو کې څو ځله د بهرنیو ځواکونو تر یرغل لاندې راغلی دی. خو زه اوس د هند د تاریخ په اړه خبرې نه کوم، بلکې غواړم د هند د وېش او له هغې وروسته د سیمې د سیاسي وضعیت په اړه وغږېږم.
کله چې د هند نیمه وچه وروستی ځل ووېشل شوه، نو په دوو خپلواکو هېوادونو، هند او پاکستان، بدله شوه. وروسته بیا د پاکستان له خاورې څخه د بنګلهدېش په نوم درېیم هېواد هم رامنځته شو، چې دا د پاکستان د وېش یوه جلا موضوع ده.
پاکستان یو بډای، کرنیز او له طبیعي سرچینو څخه برخمن هېواد دی. له همدې امله، د اقتصادي پرمختګ لپاره یې ډېرې وړتیاوې درلودې او لا یې هم لري. خو له بده مرغه، د دغه هېواد د واک او اختیار لویه برخه تل د پوځ په لاس کې پاتې شوې ده. که پاکستان د یوه پیاوړي او خپلواک ملکي حکومت تر واک لاندې وای، ښايي نن به د نړۍ له پرمختللو هېوادونو څخه شمېرل کېده.
پوځ تل هڅه کړې چې ولس تر خپل کنټرول لاندې وساتي او د هېواد شتمنۍ او مهمې سرچینې د خپل نفوذ په ساحه کې راولي. د پاکستان بهرنی سیاست هم تر ډېره د پوځ تر اغېز لاندې دی او د لوېدیځو هېوادونو له سیاسي ګټو سره تړاو لري. له همدې امله، ویلای شو چې پاکستان لا هم د یوه بشپړ خپلواک ملکي نظام خاوند نه دی او ملکي حکومت یې تر ډېره تشریفاتي بڼه لري.
کله چې د دغه هېواد سیاست د پوځ تر اغېز لاندې وي او پوځ له بهرنیو قدرتونو سره خپلې ځانګړې اړیکې او معاملې ولري، نو طبیعي ده چې د هېواد پر بهرني سیاست هم د دغو اړیکو اغېز لیدل کېږي.
پاکستان له چین پرته له خپلو ډېرو ګاونډیو هېوادونو سره ترینګلې اړیکې لري. که د سیمې سیاسي وضعیت ته ځیر شو، وینو چې د پاکستان دغه سیاست تر ډېره د شلمې پېړۍ د زړو سیاسي تګلارو یادونه کوي.
همدا سیاست دی چې پاکستان یې له پیله زموږ د هېواد په چارو کې لاسوهنې ته هڅولی او نن هم زموږ د هېواد د سولې او ثبات پر وړاندې یو لوی خنډ ګڼل کېږي.
زموږ بدمرغه ولس، چې د تعلیم او زدهکړو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی، د پاکستان د بېلابېلو تبلیغاتي تګلارو تر اغېز لاندې راغلی دی. د پاکستان تبلیغاتي ماشین پیاوړی دی او ښايي همدا یو لامل وي چې زموږ په هېواد کې جګړه دومره اوږده شوې ده.
نن موږ وینو چې پاکستان، د چین په مرسته، د فضا او سپوږمکۍ ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګونه کوي؛ خو پوښتنه دا ده چې ولې موږ، سره له دې چې له پخوا څخه مو د داسې وړتیاوو د ترلاسه کولو زمینه لرله، نن له دغو پرمختګونو بېبرخې پاتې یو؟
ایا جګړه بس نه ده؟ ایا موږ یوه ملي او خپلواکه حکومتولي ته اړتیا نه لرو؟ ایا اوسنۍ تګلارې د یوې بلې جګړې د رامنځته کېدو زمینه نه برابروي؟
موږ ښه پوهېږو چې زموږ په تېر او اوسني سیاست کې ګڼې تېروتنې او ناسمې پرېکړې شوې دي، خو له دې سره سره بیا هم پر خپلو دریځونو ټینګ ولاړ یو. که نن واک او اختیار زموږ په لاس کې وي، هېڅ تضمین نشته چې سبا به هم همداسې وي. نو اړینه ده چې یوازې د نن ورځې په اړه فکر ونه کړو، بلکې د سبا لپاره هم یوه روښانه تګلاره ولرو.
اوس د دې وخت رارسېدلی چې د جګړې پلمې او د هغې د دوام عوامل له منځه یوسو، د اختلافاتو پر ځای ګډو ګټو ته لومړیتوب ورکړو او د راتلونکي لپاره یوه غوره، عملي او ملي تګلاره په ګډه جوړه کړو.
د راتلونکي نسلونو د ښېرازۍ لپاره باید د جګړې پر ځای د سولې، د دښمنۍ پر ځای د همکارۍ او د لنډمهالو سیاسي ګټو پر ځای د اوږدمهاله ملي ګټو فکر وکړو.