Home+اوبه چې ډنډ شي، خوسا کیږي| پوهاند بشیر دودیال

اوبه چې ډنډ شي، خوسا کیږي| پوهاند بشیر دودیال

وروسته تر ۲۰۰۱م. کال له افغانستان سره زیاتې بهرنۍ مرستې وشوې، متاسفانه زیاتره یې بشري وې یعنې مرستو د (Official Development Aid/ODA) بڼه نه لرله.ODA په اقتصاد کې ځانګړې مانا او شرایط لري. له بلې خوا مرستې زیاتره د بهرنیو موسساتو له خوا لګول کېدې چې حکومت یې د شفافیت په اړه څه نشو کولای او نه یې هم د لګولو د ځای او پروژو په اړه ورته ویل. ورو ورو پرته له دایکندي، پنجشیر، جوزجان او بامیان څخه د نورو ټولو ولایتونو امنیت خراب او خبره دې برید ته ورسیده چې پرته له ښارونو  نور ځایونه د حکومت لاس کې نه و. زیربنایی پروژو کې کار کول مشکل شول، د بیلګې په توګه د اوبو د یوه بند اووه تنه ډېر وطندوست او لایق اینجنیران په یوه ورځ کې ترور شول، همداسې هم وا کسیناتوارن، ښوونکي او نور… دا ډول بد خبرونه هره ورځ اورېدل کېدل. افغانستان ته د پرېمانه پیسو راتګ او د ناامني مجبوریت مفسد، متفرق، متزلزل او مذبذب دوه سری حکومت مجبور کړ چې پریمانه پیسې فقط د ښارونو دننه ولګوي. د پیسو د لګولو بڼه دمسخره ګي تر بریده ورسېده: کال کې دوه ځله د زړو ودانیو رنګ، د څلیو او منارونو جوړول، ۳۴تلویزیونونه چې زیاتره نشرات یې مزخرف او مبتذل وو، پریمانه تفرقه اچوونکی مجلی، ورکشاپونه، سیمینارونه او کنفرانسونه….د دې مثال داسې و لکه اوبه چې ایسار ځای کې ډنډ شي.

البته ځینې ډېر غوره کارونه هم وشول، لکه: د زرګونو کیلومترو سړک پخول، د ښوونځیو او معارف وده، د پوهنتونو تاسیس، د مالیې وزارت کی فوق العاده ریفورمونه، د ګمرکاتو اصلاح، نوي بندرونه جوړېدل، ښارونو ته د برېښنا راوستل، تر یوې اندازې د اوبومدیریت، د نوي نسل فکري مثبت تحول، د پرمختګ آرمان پالل او د ځوانانو روزنه او ډېر نور کارونه، خو لوی مشکل دا و چې د داعش انفجاراتو، ترور او انتحار د حکومت او موسساتو لاسونه تړلي او د ښارونو  دننه یې ایسار کړي وو. دا مسئله د دې لامل شوه چې یوه اندازه پیسې ومینځل شي (بهرته ولاړې شي) او نورې د ښارونو دننه د زورواکو جیب ته ولویږي. په دې ډول دا تجربه هم ترلاسه شوه چې د فساد یو عامل د مفسدینو د حرص، د قانون نه رعایت، د شفافیت نشتون او شخصی ګټې پالل و، یو علت یې ناامني وه. هغه پیسې چې افغانستان ته راتلې، لکه د اوس په شان ملی محاسباتو کې نه ثبت کېدې، د ملی بودجې برخه نه کېدې او مصرف یې زیاتره د موسساتو واک کې و. حال دا چې ټول  عامه مالی مسایل او د دولت شتمني(عامه دارایي) باید د ومالیې وزارت کې یوه یوه افغانۍ ثبت او ورسره یو ځای لګښت یې هم ثبت وي. زموږ عامه مالي مدیریت ( Public Finance/PF) له ډېرو کلونو راهیسې ستونزو او نیمګړتیاوو سره مخ دی.

اوس چې د ښارونو په پرتله کلیو او ولایتونو کې امنیت ټینګ دی، باید د محرومو کلیوالو او ولایتونو لپاره کار وشي. زموږد هیواد طبیعي او ټولنیز جوړښت، د کار ځواک ځانګړنه، او د خامو توکو او فضا شتون او نور دلایل دا حکم کوي چې زیاترین کارونه سیمو او ولسوالیو ته یوسو. 

متاسفانه داسې ښکاري چې ولسوالۍ او کلي بیخي هیر دي، ټول رش د (کابل) په خوا دی. کابل خوار کې نور د پښې اېښودو ځای نشته آن اوبه یې وچې او اکسیجن یې ختم شو(!).

په هندوستان کې ممبۍ، پونه، آګره، پنجاب… تر ډهلی د اقتصاد، کلتور، د ژوند د سهولتونو، هوا او اقلیم له پلوه ډېر هوسا او مجهز دي. د ترکیې پایتخت انقره ده، خو استامبول، قونیه … یې تر انقرې ډېر مجهز او د زیات نفوس او تاسیساتو لرونکي دي. فرانسه، آلمان… او نور هېوادونه هم دغسې، خو زموږ هر وطنوال چې دوه روپۍ پیدا کړي یا له بېوزلي سره مخ شي، یا له مهاجرت راستون شي، مخ په کابل منډه کړي، حکومت هم چې څه سمنټ او قیرلري په کابل یې ورتپي او نور د کابل د زمکې پرمخ یوه لویشت طبیعي خاوره او د اوبو او شین بوټي د شتون امکان نه دی پاتې.  دا په داسې حال کې چې نور نو کابل کې د هغه څلویښتو-پنځوسو کالو پخوا فرهنګ، ادب، سوکالي، ادارات، پرتم، شرف، خوشحالي،اخلاق، اصلي اوسیدونکي، برکتونه، هنرونه، صمیمیت، اخلاص، دینداري اوفکرونه نه دي پاتې. دا ښار اوس یو لومپن ګډوله، ارجل او د نفوسو د تکاثُف او د هوا د خرابي له مخې د نه زغملو سیمه شوې، ښاري تاسیسات او سهولتونه په نوم پکې نشته. 

افغانستان ډېر لوی دی؛ کابل خوار د مساحت له پلوه د ټول هېواد په تناسب فقط یو اعشاریه څو فیصده دی، خو د نفوس د مېشتېدا له مخې د ټول هېواد ۱۳٪ وګړي دلته اوسیږي. د دې دوو عددونو تناسب ( 1.3:13)ډېر ناانډوله دی.

 نو په کار دا ده چې د ولس د هوساینې او د څه ناڅه آبادی او خلکو ته د خدمت په خاطر کلیو، ولسوالیو او ولایتوته پام وشي. کلیوالي تشبثات زموږ اقتصاد راجوړوي. منابع له کابل بیرون دي، اوبه له کابل بیرون سیندونو کې روانې بهر وځي، اکسیجن او یوه نیمه منظره او ونه هم که پاتې ده، له کابل بیرون دي. ځئ چې ورشو؛ زمکې ترکښت لاندې راولو، مالداری پیل کړو، متراکم بڼونه جوړ کړو، آزاده هوا تنفس کړو، د ښکلي طبیعت غیږې ته ورشو (انسان خپله طبیعي موجود دی، طبیعت سره خوشحاله دی)، چرګان، کبان، د شاتو مچۍ، د ورېښمو چنجي وروزو، پراخ- هوادار کورونه جوړ کړو، آزاد وګرځو، حلال رزق وګټو او د معیشت هغه وسایل چې هلته دي، ترکار لاندې راولو. د(کابل) خوار اوږې به لږ سپکې او بې نظافته کوڅې به یې لږ هوا ووهي وچې به شي، په هوايي پلونو به یې بار کم شي، شور- زوږ به لږ آرام شي… ګوندي یو نیم شین بوټی بیا پکې را پیدا او د اوبو رګونه یې بیا زمکه کې تازه شي. نوره نړۍ کې دکلیوالي سیمو او ویلاګانو د کورونو بیه د ښارونو د کورنو دوه برابره ده. د نفوسو ناانډوله ویش او محدودو سیمو کی د نفوسو زیات تراکم او کثافت (population density) او فی کیلومترمربع کې له اتو تنو زیات مېشتوالی، د ژوند لپاره زهر دی. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لالا ګادیوان …| لعل پاچا ازمون

د هجري شپېتم کالونه وو چې د باران په نامه یوې ځوانې ډلې پخپلو خوږو غږونو او لاسونو غورځولو د تلویزون پرده ونڅوله، د...