تاند- له نن څخه ۸۱ کاله پخوا د ۱۹۴۳ کال د نوومبر په ۲۸ مه په دوهمه نړیواله جګړه کې د درو اصلي متفقو هیوادونو مشران په تهران کې جرګه شول.
د امریکا ولسمشر فرانکلین روزویلټ، د شوروي اتحاد مشر ژوزیف ستالین او د بریتانیا صدراعظم وینسټن چرچل د نوومبر له ۲۸ څخه د دسمبر تر لومړۍ پورې په تهران کې د شوروي اتحاد په سفارت کې له یو بل سره خبرې کولې چې د دوهمې نړیوالې جګړې په اړه پرېکړه وکړي.
مخکې تر دې چې متفقین ایران ونیسي او مشران یې هلته د دوهمې نړیوالې جګړې په اړه خبرې وکړي، دوی غوښتل چې د افغانستان له لارې شوروي اتحاد ته پوځیان ولیږي ځکه چې افغانستان د بریتانیايي هند ګاونډي و خو بریتانیایان چې له افغانانو سره د درو سترو جګړو تجربه لرله، خپلو متفقانو ته وویل چې باید لومړی د افغانستان له حکومت سره مشوره وشي. د افغانستان د هماغه مهال حکومت لویه جرګه دایره کړه چې ایا انګریز او نورو ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د جرمني خلاف د جګړې لپاره د افغانستان له خاورې تیر شي؟ لویې جرګې د دې نظر کلک مخالفت وکړ.
انګلیسانو خپلو متفقانو ته، چې ډیرو یې غوښتل ځواکونه یې په زور له افغانستانه تیر کړي، وویل، ښه دا ده چې دا کار د ایران له لارې وکړي ځکه چې ډیر وخت به یې په افغانستان کې په جنګ تیر شي. له همدې کبله دوی بې له دې چې د ایران د هماغه وخت پاچا رضاخان ته ووايي، ایران ته لښکرې ولېږلې، ایران یې ونیوه، پاچا رضاخان یې په دې پلمه چې له نازي جرمني سره پټې اړیکې لري، له واکه لېرې او افریقا ته جلاوطنه کړ. د هغه زوی رضاشاه یې پر تخت کښېناوه. رضا شاه په ایران کې د اسلامي انقلاب تر بریالیتوبه پورې د ایران پاچا پاتې شو.
په تهران کې له ستالین سره د روزولټ او چرچل دا کتنه، له کله چې دوی د متحدینو (ایټالیا، جرمني او جاپان) خلاف لاس یو کړی و، لومړنۍ کتنه وه.
د تهران په غونډه کې د امریکا ولسمشر روزولټ وړاندیز وکړ چې له دغه هیواده د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته به ایران نه وېشل کېږي یا هیڅ خوا به حق نه لري چې د دغه هیواد د خاورې کومه برخه ونیسي خو له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ستالین ټینګار کاوه چې د ایران له اذربایجانه ځواکونه نه باسي مګر د امریکا د فشار په نتیجه کې شوروي اتحاد له څو کلونو وروسته مجبوره شو چې له ایرانه ووځي.