تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۷مه)د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال سلمان چودري د پنجشنبې په ورځ وویل چې متحده عربي امارات پاکستاني وګړو ته ویزې نه ورکوي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، هغه وویل، پاکستان او متحده عربي امارات نژدې سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې لري. متحده عربي امارات د منځني ختیځ له هغو هېوادونو څخه دی چې له پاکستان سره پراخ سوداګریز تعاملات لري او د ریکارډ له مخې پاکستان ته د پیسو لېږدولو یوه مهمه سرچینه هم ده، ځکه چې هلته ډېر شمېر پاکستاني کارګر ژوند او کار کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر معین دا څرګندونې د خپل هیواد د سنا جرګې د بشري حقونو کمیټۍ په غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات دې ته خورا نژدې دي چې پر پاکستاني پاسپورټ بیخې بندیز ولګوي.
هغه خبرداری ورکړ: “که بندیز ولګېږي، لرې کول به یې ستونزمن وي.”
ده همداراز وویل چې دا مهال متحده عربي امارات یوازې شین رنګه (سرویس/افسر) او ډیپلوماتیک پاسپورټ لرونکو ته ویزې ورکوي.
سناتورې سمینه ممتاز زهري، چې د سنا جرګې د بشري حقونو د کمیټۍ مشري کوي، د کورنیو چارو وزارت د چارواکي څرګندونې (ډان ته) تایید کړې.
هغې وویل چې دا محدودیت د هغو خلکو د اندېښنو له امله دی چې اماراتو ته سفر کوي او “په جنایي فعالیتونو کې ښکېل کېږي”.
هغې زیاته کړه، کمیټې ته ویل شوي چې متحده عربي اماراتو پاکستاني وګړو ته ویزې نه دي جاري کړي او په نژدې وختونو کې هم ډېرې لږې ویزې “له ډېرو ستونزو وروسته” ورکړل شوي دي.
په همدې حال کې، په اسلاماباد کې د اماراتو د سفارت یوه لوړپوړي دیپلومات، چې نه یې غوښتل نوم یې ښکاره شي، په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې پاکستاني اتباعو ته د ویزو پر ورکولو بندیز لګول شوی. هغه د یاد شوي “بندیز” په اړه د پوښتنې په ځواب کې ډان ته وویل چې “پاکستاني وګړو ته د ویزو ورکولو په برخه کې کوم بندیز نه شته.”
پاکستاني رسنۍ او په متحده عربي اماراتو کې مېشت پاکستانیان وايي چې دغه هیواد د دې لپاره پاکستانیانو ته د وېزو ورکړه سخته کړې چې پاکستانیان په جرمونو لکه غلاوو، کسه بُرۍ او نورو کې زیات ښکېلېږي.
سعودي عربستان هم د پاکستانیانو په اړه ورته فکر لري او له همدې کبله نه غواړي چې پاکستانیانو ته په اسانه وېزه ورکړي.
وړمه ورځ په واشنګټن کې یوه افغان د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې ورکړې او له دې کبله د امریکا ولسمشر نه یوازې خپل هیواد ته د نورو افغانانو د ورتګ پروسه کاملاً وځنډوله بلکې اعلان یې وکړ چې د هغو ټولو افغانانو په اړه دې امنیتي تحقیقات وشي چې له ۲۰۲۱ وروسته متحدو ایالتونو ته تللي دي.
دې پېښې په امریکا کې د افغانانو په اړه د امریکایانو ذهنیت سخت بدل کړی دی.
په بهرنیو هیوادونو کې هر وګړی، د خپل ټول هیواد د نوم په ښه کولو یا بدلولو کې زیات رول لرلی شي.
الله تعالی د ټولې لارې ورباندي بندې کړي په دغه خنزیر نسل 🤲😡👍
خبرونه
پاکستاني چارواکي وايي، امارات او سعودي پاکستانیانو ته وېزې نه ورکوي
د خبر بکګراوند مو د خبر له عنوان سره سر نه خورې
« وړمه ورځ په واشنګټن کې یوه افغان د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې ورکړې او له دې کبله د امریکا ولسمشر نه یوازې خپل هیواد ته د نورو افغانانو د ورتګ پروسه کاملاً وځنډوله بلکې اعلان یې وکړ چې د هغو ټولو افغانانو په اړه دې امنیتي تحقیقات وشي چې له ۲۰۲۱ وروسته متحدو ایالتونو ته تللي دي.»
دد ټولو تدابیرو فيسله که څه امریکا ده که عرب ده او ارپا ده ……….زور یی له غریبه پاکستاني ، افغان،افریکایی او لاتین امریکایی نه وزي. هر هغه څوک چي د سپين پوستو په خدمت کي وي او دي هغوته ښه راغلی وایی لکه جنرال منیر چي په باډيګاردانو یی لا حتا ساتي