جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهتاجکستان وايي، د افغانستان له خاورې په ډرون او وسله وال برید...

تاجکستان وايي، د افغانستان له خاورې په ډرون او وسله وال برید له کبله ۳ چینایان وژل شوي

تاند (جمعه، د لیندۍږ قوس ۷ مه) د تاجیکستان په جنوب ختیځ کې لږ تر لږه درې چینایي کارکوونکي هغه مهال ووژل شول چې د ځايي چارواکو په وینا د یوې بې پېلوټه الوتکې له لوري پرې برید وشو.

تر دې مخکې پرون تاجک چارواکو ویلي و چې یوې جنایتکارې ډلې د افغانستان پولې ته څېرمه پر چینايي کارکوونکو برید کړی چې له کبله یې درې کارکوونکي وژل شوي دي.

تاجک چارواکي عموماً د مخدرو موادو قاچاقبرو ته د جنایتکار کلمه کاروي.

تاجک سرچینې وايي دا برید د افغانستان له خاورې په یوه همغږې شوې حمله کې شوی، چې پکې هم وسله والو او هم ډرون الوتکې برخه لرله.

برید د چهارشنبې په ورځ د تاجکستان په ختلان سیمه کې شوی او تاجک چارواکي د افغانستان د طالبانو له حکومته غواړي چې د بریدګرو خلاف کلک اقدامات وکړي.

 وژل شوي کسان د یوې چینایي کمپنۍ (LLC Shohin SM) هغه کارکوونکي وو چې د تاجکستان او افغانستان پولې ته نژدې په یوه پروژه کې بوخت وو.

دا برید په داسي مهال شوی چې د افغانستان د بدخشان والي ته په تاجکستان کې تود هرکلی وویل شو او تر هغه وړاندې د تاجکستان یو جګپوړی پلاوی کابل ته راغی چې د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د تودېدو نښه وبلله شوه.

دې ته په کتو په تاجکستان کې برید ممکن د هغو کړیو او هیوادونو کار وي چې د افغانستان او تاجکستان د اړیکو په نژدې کېدو اندېښمن دي.

په تاجکستان کې ګڼې چینايي کمپنۍ، په ځانګړي ډول د دغه هیواد په کانونو کې په کار بوختې دي.

افغانستان او تاجکستان په خپل منځ کې ۱۳۵۰ کیلومتره پوله لري.

2 COMMENTS

  1. څرنګه چې خبریاست چې طالبانو او پآکستان په خبرو او غونډو دا خبره کیدله چې پاکستان هیواد دې امریکا ډرون الوتکو ته اجازه نه ورکوی چې د دوی له خاوری افغانستان ته راشي او دلته برید وکړی ځکه دوی له څلور کلن حالت څخه داسې ښکاری چې تل د امریکا ډورن الوتکو افغانستان څارنه کوله آن تردی چې یوځل په چینایان باندی د لوګر مس عینک کان کې برید وکړ او څو تنه ووژل چې اخر خبر تر دی را ورسیده چې اوس تازه پاکستان په کنړ، خوست او پکتیکا برید وکړ او دوی (پاکستان) د برید مسولیت نده اخیستی او د پاکستان مشر په خپل قانون کې تغیرات راوستی چې عاصم منیر څخه څوک د پوښتنی کولو کس نشته نو د امریکا له نوی رئیس جمهور ټرمپ سره څو ځله کتلی ترڅو په افغانستان چینایانو ته ستونزه جوړه کړی دا چې د افغانستان فضا د افغان حکومت په کنترول کې نده او هغه بریدونه چې تازه پاکستان کړی دوی (پاکستان) پوځ وایی چې موږ نده کړی مطلب دا چې دا برید امریکا کړی
    یا پاکستان کړی ترڅو چینایانو او تاجکستان هیواد ته افغانستان خطرناک معرفی کړی ځکه تاجکستان هم اوس تازه د اوسنی نظام سره اړیکی نسبتآ ښه شوی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب