Home+په غاښ‌درملنه کې انقلاب؛ نوې مینا جوړه شوې

په غاښ‌درملنه کې انقلاب؛ نوې مینا جوړه شوې

ساینسپوهانو د غاښونو د مینا د بیا رغونې لپاره نوې جیل جوړ کړي

تاند – ساینسپوهان په یوه مهم پرمختګ کې وتوانېدل چې له یوې نوې مادې څخه داسې جیل تولید کړي چې د غاښونو مینا (Enamel) بېرته رغوي او ترمیموي — هغه پرمختګ چې ښايي د غاښونو د درملنې او وقایې په برخه کې انقلاب رامنځته کړي او خلکو ته د دوامدارو حللارو زمینه برابره کړي.

دا څېړنه د بریتانیا د ناتینګم پوهنتون د درمل جوړونې پوهنځي او د کیمیاوي ـ چاپېریالي انجینرۍ د څانګې له لوري، د نړیوالو څېړونکو په همکارۍ شوې ده.

دوی له یوې بیولوژیکي مادې الهام اخیستې چې د تخریب شوې مینا د رغولو، د سالمې مینا د پیاوړتیا او د غاښونو د ورستېدو د مخنیوي وړتیا لري.

د څېړنې پایلې د Nature Communications په معتبرو علمي خپرونو کې چاپ شوې دي.

جیل څنګه کار کوي؟

د طبیعي پروتینونو په تقلید دا جیل د فلورایدونو د عادي استعمال په څېر ډیر ژر پر غاښونو لګېږي، خو توپیر یې دا دی چې فلوراید پکې نشته او پر پروتین متکي ده. دغه پروتینونه هغو طبیعي پروتینونو ته ورته دي چې د ماشومانو په وده کې د مینا جوړېدو پروسه کنټرولوي.

کله چې جیل ولګول شي:

  • یو نری خو ډېر قوي پوښ رامنځته کوي
  • دا پوښ د غاښ په جوړښت کې ننوځي
  • د مینا په کوچنیو سوریو او درزونو کې تشې ډکوي
  • بیا د یوه پوښ (Scaffold) په ډول عمل کوي
  • د خولې په لاړو کې موجود کلسیم او فاسفیټ ځان ته راکاږي
  • او د اپي‌تاکسیال مینرالیزیشن په نوم کنټرول شوې کانی جوړېدنه چټکوي

نوې جوړېدونکې طبقه په منظم ډول له اصلي مینا سره یو کېږي او د سالمو غاښونو طبیعي جوړښت او فعالیت بېرته راګرځوي.

دغه ماده حتی کولای شي د بې پوښه عاج (Exposed dentine) پر سر هم د مینا په څېر طبقه جوړه کړي — هغه څه چې د غاښ حساسیت کموي او د ډکولو یا نورو ترمیمي درملنو کیفیت لوړوي.

مینا: هغه ارزښتمنه برخه چې خپله نه رغېږي

د غاښونو مینا هغه سخت محافظتي پوښ دی چې که له منځه ولاړ شي، طبیعي رغونه نه لري. د مینا له منځه تلل د غاښ د ورستېدو یا زموږ په عامیانه اصطلاح د چینجي وهلو مهم لامل دی چې نژدې نیمه نړۍ ورسره مخامخ ده.

دا ستونزه:

  • د غاښونو عفونتونه
  • د غاښ له لاسه ورکول
  • او د شکر او زړه ناروغیو خطر زیاتوي

اوسنۍ موجوده درملنه ‌یې یوازې د نښو په کمولو تمرکز کوي، نه په اصلي رغونه.

د څېړنې مشر، ډاکټر اپشار حسن، وایي:

“مینا داسې ځانګړی جوړښت لري چې د ټول عمر لپاره د انسان د غاښونو ساتنه کوي. کله چې زموږ ماده په تخریب شوې مینا یا پر بې‌پوښه عاج استعمال شي، کریستالونه منظم او طبیعي ډول رغېږي او د اصلي مینا جوړښت بېرته راژوندی کېږي.”

دوی دغه نوې مینا د واقعي ژوند په شرایطو کې — لکه غاښ بورسولو، ژاولو ژدولو، او اسیدي خوړو — هم ازمویلې ده، او نتیجه دا وه چې:

“رغېدلې مینا په ټولو شرایطو کې د سالمې مینا په څېر قوي چلند لري.”

کلینیکي استعمال، خوندیتوب او سوداګریز تولید

دا جېل:

  • خوندي دی
  • ژر استعمالېږي
  • او د پراخ تولید وړتیا لري

ډاکټر حسن وایي:

“موږ هڅه کړې چې دا تخنیک د غاښونو د متخصصانو او ناروغانو له اړتیاوو سره برابر جوړ کړو. دغه محصول له هر چا سره، چې د مینا د له منځه تلو یا د عاج د ښکاره کېدو ستونزه لري، مرسته کوي او مهمه نه ده چې عمر یې څومره دی.”

دا ټیم د Mintech-Bio په نوم خپل سټارټ‌اپ جوړ کړی او هیله لري چې:

“لومړنی محصول به راتلونکی کال بازار ته وړاندې کړي.”

د بیومټریال پروفیسر آلوارو ماتا دغه نوښت “یو بدلون راوستونکی پرمختګ” بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...