ډاکتر خلیل ـــ زموږ معنوي هستي
ډاکتر حنیف خلیل د هغه ویډیویي کلیپ له امله یو ځل بیا د سوشل رسنیو نښه ده، چې دی په کې د برنۍ ژبې په اړه هم د تل په څېر مطلقه خبره او قضاوت کوي، سره له دې چې ډاکتر خلیل زموږ د عصر یو له هغو محققینو او څېړونکیو دی، چې د علمي او ادبي کار و زیار د سستماتیک ارزښت ترڅنګ یې عمومي هغه هم د حساب وړ دی او په ټوله مانا زموږ مشترکه علمي او معنوي هستي ده؛ خو ډاکتر صاحب هم باید د همدې وروستیو پرلپسې حساسیتونو او د معاصرو علومو د مهابیانیو د خصوصیاتو په وجه درک کړي، چې نه خلک په هغه زوړ موډ کې پاتې دي او نه علوم دغسې مطلقیت په اسانه مني.
په ویډیو کې ښکاري، چې دا خبرې د طیب الله خان د «پیروي» د کتاب د مخکتنې په غونډه کې شوي او څو کلونه پخوانۍ دي. د ډاکتر صاحب خبرې ټولې بدې هم نه دي، لکه څنکه چې یې خلک اخلي او شاربي او داسې سترګې پټوي لکه ډاکتر خلیل چې د دې ژبې هیڅ محسن، هستي او عالم بېخي نه وي؛ بلکې «خدای مه کړه» دوښمن یې وي. زه که د ډاکتر صاحب خبرو سره موافق نه یم؛ خو د دې حق هم نلرم، چې د دومره لوی او باظرف استاد په طرف کې دې حتی معمولي خوله هغسې وخورم، چې د ده علمي او شخصیتي حریم ته دې سپکاوی وي؛ ځکه د خپلې ژبې او ادبیاتو عالمانو او استادانو ته داسې نسبت کول هم ژبې ته ناسم او سپک نسبت کول دي؛ بیا ډاکتر صاحب خو دومره باظرفه شخصیت هم دی، چې په داسې مسایلو کې هر وخت د بیا کتنې، رغونې او بخښنې پلوی دی او بلکې په دې ناسموالي یې هم بخښنه غوښتې ده.
راځو دې ته چې ولې دا خبرې په علمي او واقعي توګه وانخلو او په هغو مسایلو یې ولې غور ونکړو، چې تقریباً د ډاکتر خلیل غوندې استادان یې هم سره دوه زړي او انتها ته رسولي دي، که د مثالونو ناسموالی او خطاوې یې په کې نه وې؛ نو دا خبرې د ژبې د عالمانو او زموږ د روانو دواړو خواو لیکوالو ته د غور او فکر وړ دي، ځکه موږ په یو وخت د ژبې په کره او ناکره دواړو برخو کې د تصنع ښکار یو او ترڅنګ یې ګاونډیو ژبو ښه سم سره اغیزمن کړي یو. په دې مانا چې د لر لیکوال یې د بر او د بر هغه یې د لر په املا او انشا دواړه سره د یوالي پر ځای لري کړي یو.
اول خبره خو دا ده، چې د ژبو او فرهنګونو ترمنځ علمي او فکري مباحث تقریباً په هر وخت کې همداسي جنجالي او یو ډول راښکلي غوندې پاتې شوي دي؛ په تېره بیا هغه وخت چې زموږ په څېر یې ملي او جغرافیوي کرښې هم ترمنځ واقع وي او ژبه په دواړو خواو کې د استعمار ځپنې له دورونو او تجربو هم تېره وي او تېرېږي؛ نو مجموعاً ګوزاره یې ورسره خورا مهمه او بنسټیزه غوښتنه او حق اداینه ده، چې باید ورسره وشي.
دویمه خبره دا ده، چې بې شکه ژبه دې سوچه او کره شي؛ خو له کره والي مخکې دې پر هغو علمي میتودونو او دولتي میکانیزمونو هم غور وکړای شي، چې د یوې ژبې د ودې او پرمختګ په برخه کې د یو علمي او عملي زبنیز نظام ترڅنګ د ریاستي او دولتي مسوولیت کار و زیار ورسره مل وي، چې په نوره دنیا کې ترې خلک ډېره ګټوره استفاده کوي؛ بغیر له ریاستي مرستې یوازې د ژبې او خلکو ترمنځ دا پروسه همداسې جنجالي پاتې کېدای شي، چې ظاهره خبره ده په دواړو خوا کې دا شرایط هغسې ايډیال نه دي.
له علمي پلوه هم دا سمه ده، چې ژبه دې سوچه او کره وي؛ خو دا هغه وخت چې اولس یې د منښتې په حق کې وي؛ که فرض کړه اولس تیار هم نه وي، دا پروسه باید هغسې مدیریت کړی شي، چې حد اقل نه یې خلک یو دم محسوس کړای شي او پرې بند شي او نه دې پرې د ژبې عالمان دوه ځایه شي؛ یعنې په غیر محسوس شکل اوږدمهاله ژبنیزه مبارزه په پام کې نېول پکار دي.
پاتې شوه زموږ د لیکوالو د اصطلاحاتو او مشکلو تورو، زه فکر کوم، دا مسله اوس ورو ورو د همدې سوشل رسنیو له لارې په ختمېدو ده او هغه د تېر وخت ګمان یې په اړه ناسم دی، چې یو څوک دې یې د کره او ناکره په پیچلتیا کې سره ښکیل شي؛ بلکې که هر څومره پیچلي او سخت اصطلاحات هم وکارول شي؛ اوس «Ai» مصنوعي ځېرکتیا د ټولې نړۍ قاموسونه او ډیکشنرۍ جیبونو ته راوړي او د وخت په تېریدو دا ټول مشکلات بغیر له کوم جنګ و جدل پای ته رسېدلی شي. یوازینی شی، چې په دې برخه کې د تامل وړ ده، هغه د لر و بر لیکوالو د لیکنۍ بڼې او طرز لیکنې دي، چې له کره او ناکره وراخوا د جملو د پېیلو او جوړولو هغه سبک یا طرز دی؛ خو زه باور لرم، چې اوس یې د تېرو لسو، شلونو کلونو په اوږدو کې کافي فرق کړی دی او په همدې رسنیزه مبارزه لا نوره هم امید شته.
مقصد د خبرې دا دی، چې که په داسې مواقعو کې د تامل له فارمول کار وانخلو؛ نو یوازې د کره او ناکره افراطیت او انتها به مو د ژبې د یوالي پر ځای ډېر امکان دا دی، چې نور هم له یو بله سره لرې او پردي کړي؛ ځکه خو باید د ژبې د پرمختګ په لارو چارو کې د علمي زغم او ملي یو والي په اساس د یو او بل قدر او درنښت او پر یو بل د پوهېدلو کوښښ وکړو. کنه ژبې هیڅکله په جنګ و جګړو د ګټنې کومه بېلګه نه لري او د غرقېدلو مثالونه یې زښت ډېر دي.