شنبه, اپریل 26, 2025
Home+د سوریې د مشهورې شاعرې غاده السمان د څو شعرونو ژباړه

د سوریې د مشهورې شاعرې غاده السمان د څو شعرونو ژباړه

ژباړه: پروین ملال

که زما کور ته راتلې

تور پینسیل درسره راوړه

غواړم خپل مخ کرښې، کرښې
کړم

ترڅو چې د ښایست په جرم مې

په قفس کې بندۍ نه کړي

پر زړه، زړه مې ووهئ

چې هوس ونه کړي

یو پینسیل‌پاک راکړئ

چې خپلې شونډې دمینځه یوسم

نه غواړم یو څوک مې د هغه د سرخۍ

په خاطر بدنامه کړي

یوه بیلچه غواړم

چې خپل ټول ښځینه غرایز له بیخه وکاږم

یوه پاکي چاړه راکړئ

چې سر په وخریم چې یخ يې وشي

او بیا پوړنی پر سرکړم

تار او ستن هم راکړئ

غواړم ژبه مې وګنډم

غیچي مو هیره نه شي

غواړم هره ورځ خپل نظر سانسور کړم

د جامو مینځلو پوډر مې په کار دي

خپل مغز باندې پریولم او بیا یې پر تناو اچوم

چې ټولې هیلې مې باد د ځان سره یوسي

پوهیږې؟ باید واقع بین اوسو

هغه څه چې ږغ بندوي

که دې ولیدی راته رایې وړه

که یې د میینې او خوښۍ په ګناه ونیولم

 کله چې دیني وروڼه او خویندې مې

د ارشاد په دود تحقیروي او پوچ و فحش راته وايي

دا مې په یاد وي چې زه څوک یم

د خدای د پاره که دې یو ځای ولیدل

چې حق پلورل کېږي ماته یې هم واخله

پر ډوډۍ یې اچوم

غواړم د هرڅه وړاندې خپل حق خپله وخورم

په وروستیو کې که پیسې درسره پاته شوې

یو سپین کارت راته راوړئ

 د امیل په ډول يې

په غاړه کوم  او باندې لیکم

زه اوس هم انسانه یم

زه هره ورځ انسانه یم

*********

څنګه؟

څنګه د شپې پر لور دروالوزم

اوپه خوبونو دې یرغل وکړم؟

ځنګل څنګه واغوندمه

چې د هغه په ونو ستا کړکۍ ونیسم

او تا ته ووایم چې راباندې ګران یې .

**********

زما په وطن کې اغزي

مه کره

کیدای شي سبا

لڅي پښې زما لیدولو ته

راشي

زموږ ژوند همدا دی
په غلا ژوند کوو

په غلا زده کړي کوو

په غلا کتاب لولو

په غلا زړه بايلو

په غلا شعر لیکو

او په غلا مړه کیږو

*********

اوس هم راباندې ګران یې

هر ډول چې یې

ځکه،

ستا په ساحلونو کې مې زده کړه

څنګه په سیپۍ کې سپوږمۍ

وچيښم

*********
هر وار چې مې په غیږ کې

نیسي

فکر کوم چې بیا پیغله شوې یم

او د واده شپه مې ده

*******
که مړه شوم

نوم مې د قبر پر کتیبه مه لیکئ

زما د مینې کیسه باندې ولیکئ

او داسي یې ولیکئ

دا د هغې ښځې ارام ځای دی

چې په پاڼه میینه شوه

په میشواڼۍ کې ډوبه

او مړه شوه
************

ستا میینه ما اختراع کړه

چې په باران کې چترۍ راسره وي

د درواغو پیغامونه مې

ستا د لورې خپل ځان ته ولیږل!

ستا مینه مې اختراع کړه

د هغه چا په شان

چې په تیاره کې بیریږې

او سندرې وایې

**************

راباندې ګران یې

خو نه شئ کولای ما بندۍ کړي

لکه څنګه چې ابشار ونه کړای شوه

لکه څنګه چې رود او، اوریځو ونه کړای شوه

او د اوبو بند

لکه څنګه چې یم

همداسي مې پر ځان ګرانه کړه

هڅه مه کوه چې زما نظر او روح بندي کړي

همداسي مې قبوله کړه

لکه څنګه چې یم

*****************
په ساحلي قهوه خانه کې کښینم

او بیړیو ته ګورم

چې څنګه؟ د هیڅ نه رازیږې

تا وینم چې د لیرې څخه راځې

او په بیړه پر اوبو باندې پلونه ږدي

چې، زما سره قهوه وچښي

لکه زموږ چې عادت وو

ستا د مرګ څخه وړاندې

زموږ په مینځ کې هیڅ پیښه نه ده شوې

زما وستا پټ دیدنونه مې ټول ساتلي دي

که څه هم چې ډیر کسان په دې ګمان دي

چې څوک مړ شي

نه راستنیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...