تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۸ مه) په فراه کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سېلونو له امله لږترلږه ۲۱ تنه مړه شوي دي.
د فراه ولایت د طبیعي پېښو د مدیریت رئیس، مولوي محمد اسماعیل سیار، رسنیو ته وویل چې د سختو بارانونو له امله سېلونه راوتلي، چې پرون (سې شنبې) ماسپښین یې په قلعۀ کاه ولسوالۍ کې ۲۱ تنه مړه کړل.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، د سېلابونو له امله ۶ نور ټپیان شوي دي.
ده زیاته کړه، د مړو کسانو په منځ کې ښځې، ماشومان او سړي شامل دي. د تلفاتو د لا زیاتو معلوماتو د راټولو لپاره هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړه چې ډېری هغه کسان زیانمن شوي چې د ساعتتېري لپاره غرنیزې سیمې ته تللي وو. سېلونو هغوی محاصره کړل، چې له امله یې سېل یووړل.
نوموړي وویل چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د پېښې له ځایه د مړو او ټپیانو انتقال ته یې دوام ورکړی.
هغه دا هم وویل چې د تلفاتو وروستی شمېر لا نهدی تایید شوی او ممکن تر دې زیات کسان مړه او ژوبل وي.
د تېرو شپو باران د کندهار ښار په اوومه امنیتي حوزه کې د یوه کور یوه کوټه نړولې، چې په پایله کې یوه ښځه او درې ماشومان ومړه شوي او دوه ماشومان او یو سړی ټپیان شوي دي.
همداراز، د کندهار ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د سېلابونو له امله یوه کوچنۍ نجلۍ مړه شوې ده.
د هلمند ولایت په موسی کلا او کجکي ولسوالیو کې هم سخت سېلونه راغلي. د افغانستان ملي اردو ځواکونو لسګونه محاصره شوي کسان او وسایط ژغورلي دي.