Homeخبرونهحامدکرزي د بارانونو له امله پر اوښتو زیانونه خواشیني ښودلې

حامدکرزي د بارانونو له امله پر اوښتو زیانونه خواشیني ښودلې

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۸مه】‏د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي په فراه، کندهار او هلمند ولایتونو کې د سختو ورښتونو له امله پر اوښتو زیانونو او تلفاتو خواشيني څرګنده کړې ده.

حامدکرزي، د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې مرستندویه ادارې او ملي سوداګر زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د تېرې ورځې راهیسې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د شدیدو بارانو له امله شاوخوا ۳۲ تنو ژوند بایللی دی.

یواځې په فراه کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سېلونو له امله لږترلږه ۲۱ تنه مړه شوي دي.

د فراه ولایت د طبیعي پېښو د مدیریت رئیس، مولوي محمد اسماعیل سیار، رسنیو ته وویل چې د سختو بارانونو له امله سېلونه راوتلي، چې پرون (سې شنبې) ماسپښین یې په قلعۀ کاه ولسوالۍ کې ۲۱ تنه مړه کړل.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د سېلابونو له امله ۶ نور ټپیان شوي دي.

ده زیاته کړه، د مړو کسانو په منځ کې ښځې، ماشومان او سړي شامل دي. د تلفاتو د لا زیاتو معلوماتو د راټولو لپاره هڅې روانې دي.
https://taand.net/?p=251940

2 COMMENTS

  1. یاره کرزی خانه په دې خبرو دې ماته د هغه کنز د دورې د طالب خبره را په یاد کړه.

    وایی کوم د مدرسې طالب له یوې ښځې سره انډیوال شوی و، خو هغه د کوروالي په وخت کې ژر انزال کېده او ښځه یې نه شوه ارضا کولی ، نو طالب جان ورته وویل ، هی هی د ما د کنز د دورې وختونو.
    ښځه بله ورځ لاړه مدرسې ته او له طالبانو نه یې وپوښتل ، چې له تاسو نه څوک کنز وایی.
    یوه وویل ، چې زه یې وایم . ښځې هغه کورته را دعوت کړ او خپله اړیکه یې ورسره ونیوله ، خو هغه هم په همدې مرض اخته وو.
    کله چې د ښځې پخوانی انډیوال بیا راغی او تر کوروالي وروسته یې بیا هغه د کنز خبره را یاده کړه ، ښځې ورته وویل ، چې ځه دروغ مه وایه ، هغه د کنز د دورې طالب هم ستا په مرض اخته دی او څه یې ونه شو کړای.
    نو ملا صاحب کرزي هم په خپل وخت کې د کنز د دورې د طالب په مرض اخته و او کومه توره یې ونکړه، چې اوس یوازې پیامونه خپروي .

  2. چی د فسادبابا به په هغو میلیونونو افغانانو هم خواشینی وي کنه چی دده پسادګری کورنی او دده ترګنده چپنې لاندې دشمال لوچکو لنډه غرو سقاویانو د تاریخي غلاوو غداریو له لاسه تباه شول بدبخته شول بی کوره شول بې ګوره شول…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...