تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۸مه】 نن چهارشنبه څلورمه ورځ ده چې د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ پرمخ تړلې ده.
د تورخم کمیسار وایي پاکستاني لوري دا دروازه له دې امله تړلې چې دې خوا دې طالبان د فرضي کرښې نېږدې تاسیسات نه جوړوي او فرضي کرښې ته نېودې پاکستاني لوري د تاسیاتو د جوړېدو مخه دې نه نیسي.
پرون سه شنبه د ننګرهار د رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د تېرې دوشنبې په ورځ ننګرهار کې د طالبانو د والي په مشرۍ د دروازې د خلاصون په موخه شوې ناسته بې پایلې شوه.
سرچینې زیاته کړې وه چې د طالبانو لوړپوړی پلاوی د دروازې د خلاصون په موخه له پاکستاني لوري سره ناسته کوي، خو تر اوسه د دې ناستې د ترسرت کېدو په اړه تازه څه نه دي ویل شوي.
نن څلورمه ورځ د تورخم دروازه تړلې چې له امله یې مسافرو ته د ستونزو ترڅنګ سوداګر هم ملیونونه زیان سره مخ دي.
یو افغان سوداګر د نوم نه خپراوي په شرط تاند ته وویل چې،د تورخم دواړه غاړو ته بې شمېره بار موټرې ولاړې دي چې پکې بار توکي د باران له امله د خرابېدو حال کې دي.
سرچینه وایي که دروازه خلاصه نشي نو افغان سوداګر به ملیونونه افغانۍ زیان ووینې چې اوسنیو حالاتو کې به یې جبران سخت وي.
تازه د طالبانو حکومت د دروازې د خلاصېدو او یا نه خلاصېدو په اړه څه نه دي ویلي، او لا معلومه هم نه ده چې دروازه به کله خلاصه او ستونزه به حل شي.