پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ایران ولسمشر او باندنیو چارو وزیر له امریکا سره خبرو ته...

د ایران ولسمشر او باندنیو چارو وزیر له امریکا سره خبرو ته تیاري وښوده

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۲مه) د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي اعلان کړی چې تهران چمتو دی د بنديزونو د لرې کېدو په بدل کې تضمين ورکړي چې ايران به هیڅکله اتومي وسلې نه حوړوي.

عراقچي د شنبې په ورځ، د سلواغې/ دلوې په ۱۱مه، په ټولنيزه شبکه «ايکس» کې په يو پيغام کې وليکل چې ايران د سيمې د امنيت او ثبات د ساتنې لپاره له سيمه‌ييزو هېوادونو سره ښو اړيکو او همکارۍ ته چمتو دی.

د ايران د بهرنيو چارو وزير، چې استانبول ته تللی و، زياته کړه چې تهران د سيمې د سولې او ثبات د پياوړتيا لپاره د ترکيې د هڅو هرکلی کوي.

عراقچي تر دې وړاندې ويلي و چې په اوسني وضعيت کې له متحدوایالتونو سره د جدي خبرو لپاره مناسبه زمينه نشته۔ هغه له «CNN ترک» سره په مرکه کې ټينګار کړی و چې ايران خبرې او ډيپلوماسي غوره ګڼي، خو د هر ډول واقعي مذاکراتو له پيل مخکې بايد د ګواښ او فشار فضا له منځه يوړل شي.

پزشکيان له السيسي سره په ټليفوني خبرو کې: جګړه نه د ايران، نه د امريکا او نه هم د سيمې په ګټه ده

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د شنبې په ماښام، د سلواغې/ دلوې د مياشتې په ۱۱مه، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره په ټليفوني خبرو کې وویل چې د جګړې پر ځای خبرو اترو ته لومړيتوب ورکوي. ده وويل چې د سيمې د ثبات لپاره ډيپلوماسي د تهران اصلي ستراتيژي ده۔

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، پزشکيان زیاته کړه: «موږ کلک باور لرو چې جګړه نه د ايران په ګټه ده، نه د امريکا او نه هم د سيمې.»

هغه همداراز هيله څرګنده کړه چې «مخالف لوری هم باید دې پوهاوي ته رسېدلی وي چې ايران د ګواښ او زور له لارې خبرو ته نه شي اړ ايستل کېدای»۔

پزشکيان په دې ټينګار سره چې «د ايران اسلامي جمهوريت پر خاورې هر ډول تېری يا بريد به له پرېکنده او ځواکمن ځواب سره مخامخ شي»، يو ځل بيا د «ايران، امريکا او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي د مخنيوي پر اړتيا» ټينګار وکړ.

د متحدوایالتونو لويه پوځي بېړۍ «ابراهام لينکن» چې تر ۸۰ زياتې جنګي الوتکې پکې دي او یو شمېر نورې حنګي بېړۍ سیمې ته رسېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...