جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهټرمپ وايي، امریکا ته د درېیمې نړۍ د وګړو د مهاجرت بهیر...

ټرمپ وايي، امریکا ته د درېیمې نړۍ د وګړو د مهاجرت بهیر د تل لپاره دروي

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۷ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې متحد ایالتونه به د درېیمې نړۍ له ټولو هېوادونو څخه د کډوالۍ بهیر په دایمي ډول ودروي.

 دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې یو شکمن افغان کډوال په واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارډ پر دوو غړو ډزې وکړې.

ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې له درېیمې نړۍ څخه مهاجرت باید ودرول شي څو د امریکا سیستم “بیا ورغېږي”، د میلیونونو هغو “ناقانونه داخل شوو” کسانو بهیر “پای ته ورسېږي” چې په خبره یې د ده مخکیني ولسمشر جو بایډن اجازه ورکړې وه، او همداراز “هر څوک چې د هېواد لپاره خالصه ګټه نه لري او یا د دې وطن د مینې وړتیا نه لري”، وایستل شي.

تر اوسه روښانه نه ده چې ټرمپ به د کډوالۍ پروسې په څه ډول ودروي. د هغه ګڼ پخواني ګامونه چې د مهاجرت د محدودولو لپاره اخیستل شوي وو، له حقوقي ننګونو سره مخامخ شوي دي.

ټرمپ دا تازه څرګندونې څو ساعته وروسته هغه وکړې چې د ملي ګارډ له دوو غړو څخه یوه – سارا بېکستروم – د پنجشنبې په ورځ د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه. دوهم سرتېری لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د امریکا د کډوالۍ ادارو د چهارشنبې په ورځ د افغان اتباعو د پناه او مهاجرت د ټولو غوښتنلیکونو پروسس درولی و. دې ادارې دا اقدام وروسته له هغه وکړ چې د رحمان‌الله لکڼوال –په نوم یوه افغان، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه امریکا ته داخل شوی و – د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې وکړې.

د رویټرز د راپور له مخې لکڼوال ته د ټرمپ د ادارې پر مهال، په اپرېل میاشت کې پناه ورکړل شوې وه.

نوموړی د هغو لسګونو زرو افغانانو له ډلې و چې د Operation Allies Welcome  په نوم امریکا ته ورسېدل؛ هغه پروګرام چې د بایډن ادارې د طالبانو د بیا له واکمنېدو وروسته، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانانو د خوندي انتقال لپاره پيل کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب