چهارشنبه, جون 26, 2024
Home+پښتو ادب کې انلاین (پرلیکه) کره کتنه |فهیم بهیر

پښتو ادب کې انلاین (پرلیکه) کره کتنه |فهیم بهیر

ډیری ادبپوهان په دې اند دي، چې د نقد تاریخ د ادب تاریخ څخه مخکې رامنځته شوی دی. د هر ادبي اثر پنځونکی پخپله نقاد هم دی. نقد اوږد تاریخ لري. یونان په دې اړه ځانګړي بابونه لري. په عربو کې هم نقد مروج و. په پښتو ادب کې هم د دویزې کره کتنې بېلګې شته دي. په دویمه ادبي دوره کې خوشحال خان، رحمان بابا همداسې نورو شاعرانو په پخوانیو شعرونو باندې نقد کړی دی. همدا لړۍ روانه وه، په درېیمه ادبي دوره کې د نویو لارو او لورو سره مخ شوه.

زموږ په ټولنه کې ډیری مهال نقد  په یو ادبي اثر کې د عیبونو لټولو په معنا کارول شوی دی. کله کله د نقد پر ځای د لیکوال په شخصیت ګزار شوی دی؛مګر اوسمهال په پښتو کې د پخوا په پرتله نقد عالي  شوی دی. نوي لیکوال را څرګند شول. د ادبیاتو په تړاو ښه مطالعه او معلومات لري. د کره کتنې اثار یې لوستې دي. په دې وروستیو کې د پښتو ژبې نومیالو لیکوالو د کره کتنې په تړاو تیوري او عملي اثار لیکلي دي. د کره کتنې دا بهیر د پخواني نقد سره ځانګړی توپیر لري. د ادبي کره کتنې یو ستر هدف د پوهاند فیاض له دې کرښو را اخلو: « یوه ژبه او د یوې ژبې ادب هغه مهال د پرمختګ  او لوړتیا معراج ته رسېدای شي ، چې په کې ادبي نقد موجود وي او  انتقادي روحیې په پیاوړتیا سره کېدای شي، چې د پرمختګ لوړ پړاونه هم ووهي. که یو ادیب او لیکوال پر دې ټکي پوه شي، چې د ده لیکنې لوستونکي لري او د نورو له خوا تعقیبېږي او د تعقیب په ترڅ کې یې  ضعیفه ټکو ته ګوته نېول او د نشر او خپرونې له امله یې ماهیت او حقیقت څرګندېږي، نو تر وسه وسه پورې به هم هڅه کوي، چې د خپلې لیکنې نمیګړتیاوې رفع کړي او ادب لپاره یو ډول خدمت دی او که په مقابل کې لیکوال پر دې پوه شي، چې یو اثر یې څوک د انتقاد له زاویې څخه نه ګوري او اصلاً انتقاد نه شته، نو دلته دا چې لیکوال د خپلې لیکنې په نیمګړتیاوو او ښېګڼو پسې نه ګرځي، هر څه که یې بادکړل، بادوي یې، رښتیا هم چې داسې لیکنې خپل ارزښت له لاسه ورکوي، د ژبې او ادب د ودې او پرمختیا مخه نیسي»«فیاض،۱۳۹۳ ،ص.۶۴».

 په افغانستان کې د انټرنېټي فعالیتونو په راتګ سره د زموږ د ټولنې په ډېرو برخو کې تغېر رامنځته شو. ادارو د خپلو فعالیتونو، کارونو او معلوماتو د لېږد له پاره له انټرنېټ څخه ګټه اخیسته. همدې لړۍ په پښتو ادب هم اغېزه وکړه. د ادبیاتو متن د کتاب یا د کتابچې له متن څخه انټرنېټ غېږې ته  ولوېده. لیکوالو او فرهنګیانو خپلې ادبي لیکنې په خپلو شخصي، یا ټولنیزو پاڼو کې خپرولې. د دوی لیکنه همغه مهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لیدل کېده. د لیکنې په تړاو به لوستونکو خپل نظرونه هم لیکل، ځینو به یې ښېګڼې او ځینو به یې نیمګړتیاو ته اشاره کړې وه، له همدې ځایه انلاین کره کتنه رامنځته شوه. انلاین کره کتنه په پښتو کې نوې ده. د ځوانۍ مرحله یې ده. کله چې زموږ په ټولنه کې  د(۲۰۰۲ م ) کاله وروسته  مخابراتي شبکې رامنځته شوې او د(۲۰۱۰ م) پورې ګڼ خصوصي مخابرتي شرکتونو فعالیتونه پیل کړ. دوی  انټرنېټي خدمتونه هم وړاندې کړل.  ورخ تر بلې د رسمي ادارو تر څنګ علمي، فرهنګي  او ښوونیز مرکزونه  کې هم انټرنیټي فعالیتونه پیل شول.  همدا مهال  ځینو علمي مرکزونو د خپلو علمي فعالیتونو له پاره ځانګړې پاڼې جوړې کړې دي. د همدې پاڼو د لارې  خپل فرهنګي معلومات هم وړاندې کوي.

د پښتو ژبې او ادبیاتو له پاره ځانګړې انټرنېټي پاڼې جوړې شوې دي. د خبرونو او نورو معلوماتو تر څنګ د ادبیاتو له پاره ځانګړې برخې لري. د ادبیاتو د بېلابېلو برخو (شعر، لنډې کیسې، ادبي ټوټې، طنزونه، ناولونه، ادبي نقد، څېړنې.. ) په اړه لیکنې خپروي. ګڼ شمېر لوستونکي لري. د  موضوع  په تړاو  د لیکنې په لاندینۍ برخه کې د لوستونکي د نظر لیکلو برخه هم ځانګړې شوې ده. د لیکنې وروسته یو شمېر لوستونکي د لیکنې د اهمیت په تړاو خپل نظرونه لیکي. لیکوال هر مهال خپله لیکنه کتلای شي او د موضوع په تړاو د خلکو نظرونه یا غبرګونونه هم لیدلای شي او د اړتیا پر مهال بېرته ځواب ورته هم وړاندې کوي.

د انلاین کره کتنې په راتګ سره د پنځګر او کره کتونکي تر منځ واټڼ را لنډ شو.  پخوا به د یو شاعر شعر په ورځپاڼه کې خپرېده یا به یې څو کاله وروسته شعري ټولګه چاپ شوه. د وخت په تېرېدو به د کره کتونکي لاس ته ورغله، هغه به خپل نقد وړاندې کړ؛ مګر نقد به هم  د میاشتو یا کلونو په تېرېدو سره د چاپ لمن ته ولوېده. بیا به پنځګر د خپلې لیکنې یا شعر په تړاو د نقاد نظر لوسته.

په انلاین کره کتنه کې همغه مهال یا لږ وروسته پنځګر د خپلې لیکنې یا شعر په تړاو نظرونه ویني یعنې په لنډ وخت کې کولای شي د خپل شعر ښېګنې او نیمګړې برخې چې د نقاد له لوري مشخصي شوې دي وویني. انلاین کره کتنه د اڼټرنټ په څپو مخته تلله، د دې له پاره بریښنا ته هم اړتیا وه. تخنیکې وسایلو(مبایل، کمپیوټر…) ته هم.

 انلاین کره کتنه خپله د کره کتنې د اساس له پاره اړینه ده. په انلاین کره کتنې سره کره کتنه له تیوري څخه عملي برخې ته ځي.  د متن په تړاو د یو کس نه؛ بلکې د ډېرو نظرونه  تر هغې وخت پورې پاتې وې، تر څو چې پاڼه لمنځه تللي نه وي او یا د پاڼې د اډمین  له خوا له منځه یوړل شي. انلاین کره کتنه د عالي ادبیاتو په رامنځته کېدو کې هم ځانګړې ونډه لري.  لویو او تکړه لیکوالو هڅه کړې ده، چې داسې اثار وړاندې کړي، چې یو څه په هنري او ژبني لحاظ ښه جوړښت ولري کنه د انلاین کرکتنې ښکار به شي.  په همدې اساس لیکوالو یې د ایجاد پر مهال هڅه کړې ده، چې ښه لیکنه وکړي. د پښتو انلاین کره کتنه د خپلې سیمې یا جغرافیې پورې محدوده نشوه؛ بلکې د نړۍ په هر ګوټ کې، چې د پښتو ژبې او ادب لیکوال او شاعر و، د  ادبي متن  تصویر یې د هغوی سترګو ته هم وړاندې کړ.

انلاین کره کتنې یو شمېر لوی لیکوال خپلې ټولنې ته ور وپېژندل. د هغوی له تیوري او نقد څخه نورو لیکوالو ګټه پورته کړه. انلاین کره کتنې وکولای شول، چې ادبي متون له ورکېدو څخه وژغوري. انلاین کره کتنې لړۍ په ګڼو نویو ځوانو لیکوالو کې د ادبیاتو د ایجاد روحیه هم پیاوړې کړېده. د دوی یو شمېر لیکنې د لویو لیکوالو له خوا ستایل شوې دي. دوی هڅول شوې دي، چې خپلو لیکنو ته دوام ورکړي. دې لړۍ په پښتو ادب کې د لیکوالو شمېر زیات کړ او په کمې  او کیفي لحاظ هم زیات اثار رامنځته شول.

په پښتو ادب کې د کره کتنې زغم لا تر اوسه دود نه دی. په همدې اساس د کره کتنې څپه مړه او پیکه ښکاري؛ مګر اوسمهال د انلاین نقد په اساس یو څه د زغم موضوع په فرهنګي بهیر کې را ژوندۍ او رڼه شوې ده. اوسمهال شاعر، لیکوال دامحسوس کړېده چې  د ده د فکر د بیان او طرز په اړه به طبعاً متضاد نظرونه وي او باید  ولوستل او وکتل شي. کېدای شي ډېر داسې څه زموږ په لیکنه کې وي، چې موږ ته ښه ښکاري؛ مګر هغه به په موضوعي یا فني لحاظ نیمګړتیاوې لري. په پښتو ادب کې انلاین کره کتنه کولای شي دا روحیه پیاوړې کړي: (( په اوسنۍ دنیا کې د کامیاب او اخلاقي ژوند کولو لپاره دا ډېره ضروري ده، چې د مختلفو او متضادو نظرونو د اورېدو حوصله ولرو. موږ له هغو کلیو او بانډ د تل لپاره را بېل شوې یو چې له زوکړې تر مړینې پورې به یو شان خبرې پکې اورېدل کېدلې او یو ډول نظرونه، یو ډول لباسونه او یو ډول دودونه به پکې وو. د اوسنۍ زمانې غوښتنه دا ده چې په مخالفو خبرو اور وانه خلو او خپله انرژي بې ځایه  ونه لګوو؛بلکې که د خپلو ارزښتونو د دفاع ارزو را سره وي؛ نو په کرارو اعصابو ، د دلیل او هنر په مټ به مقابله ور سره کوو))(همت، ۱۳۹۹،ص،۱۸۲).

انلاین کره کتنه خپل زیانونه هم لري. ډير مهال ترې ناسمه استفاده کېږي، ځینې کسان د نقد تر سر لیک لاندې د خپلې ټولنې مهم ارزښتونه تر پښو لاندې کوي، ډیری مهال یې  د کره کتنې په وړاندې یې ستونزې رامنځته کړې دي. د انلاین کرکتنې په ایجاد، پرمختګ او د فعالیتونو په وړاندې کول کې ګڼو ټولنیزو رسنیو ونډه لرلې ده. هڅه به وکړو هغه انلاین رسنیو ته جلا جلا کتنه وکړو، چې انلاین کره کتنې بهیر پالي. انلاین رسنۍ بېلابېل ډولونه لري، اوس به د یو شمېر رسنیو په لمن کې د کره کتنې انځورونو ته تم شو.

ماخذونه

۱ ـ  فیاض، فیض.(۱۳۹۳هـ ش). ادبي کره کتنه. جلال اباد:ختیځ خپرندویه اداره.

۲ – همت، غلام سخي.(۱۳۹۹هـ ش).د پښتو ادبیاتو په ونډه کې د رسنیو ونډه. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب