جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپر ژبه د ټولنیزو قواعدو اغېزې | جانباز جرار

پر ژبه د ټولنیزو قواعدو اغېزې | جانباز جرار

پټ سړی کور ته نه ځي

سړی پټ کور ته نه ځي 

سړی پټ نه ځي کور ته

پورته درې جملې ګرامري اصولو او ماناو ته په کتو سره یو له بله فرق لري، اما زیاتره لیکونکي او ویونکي دې ته متوجه نه دي، چي کومه جمله باید په کوم وخت کي استعمال سي –  پټ سړی کور ته نه ځي – په دې جمله کي پټ صفت دی او سړی موصوف ، د دې جملې مانا او هدف دا دی چي هغه سړی چي ښکاره نه دی او یا هغه سړی چي د کلي او دیار له خلګو پټ دی هغه کور ته نه ځي، د ژبي د معنوي او کلتوري اغېزې په اساس دغه جملې یو ډول قاعدوي شکل او جوړ لري، یعني په ټولنه کي قاعده /  قواعد دا دي چي –  پټ سړی کور ته نه ځي. 

سړی پټ کور ته نه ځي:

  دلته هم د ژبي د ګرامري قواعدو د صفت او موصوف په اساس پورته ذکر شوې اولي جملې ته ورته، په بېله مانا لرلو سره بېله جمله ده او هم هغسي یې جوړښت او استعمال ته توجه په کار ده، سړی پټ کور ( هغه کور ته چي ښکاره نه وي او یا هم څه خطر پکي موجود وي نه ځي) – سړی پټ کور ته نه ځي.

سړی پټ نه ځي کور ته: 

دا جمله له پورته دواړو جملو څخه بېل حالت لري، ځکه دلته د صفت او موصوف خبره نشته، چي د ټولني هغي قاعدې يا دود ته وکتل سي چي د صفتونو په اساس جوړ سوي دي، دلته خبره حالت ته متوجه ده ( سړی دي په ښکاره ولاړ سي کور ته) نه په پټه.

څونه چي د ژبي لیکل شوي جوړښتونه مهم دي، هغونه یې معنوي او کلتوري اړخ مهم دی، ژبه هر وخت د ټولني له قواعدو او مقرارتو څخه متاثره وي، مثالاً موږ زیاتره د اړتیا په وخت کي هغه کلمې کاروو، چي مذکري/ نارینه کلمې وي، لکه پوهنځی او پوهنځۍ دا چي خبره په [پوهنځی] باندي حالیږي، نو بیا تر پوهنځۍ، [پوهنځی] ته ترجیح ورکوو، چي دا د ټولني د قواعدو  اغېزه ده، که څه هم زیات وخت دواړه حالته لیکل کیدای سي او لیکل شوي دي لکه د ادبیاتو پوهنځی او ادبیاتو پوهنځۍ.

په پورته ترکیبونو کي د نارینه او ښځینوو کلمو تر اوښتون او متابعت د قواعدو متابعت مهم دی، خو دا په هغه صورت کي چي خبره په مذکره کلمه حل شي لکه د « ملالۍ ابتدائیه ښوونځی » د ترکیب لومړۍ برخه ښځینه کلمه ده، اما موږ ورسره دوهمه برخه چي مذکره کلمه ده له ښځینه کلمې سره نه اړوو، داسي نه لیکو چي د ( ملالۍ ښوونځۍ ) په پورته ترکیب کي د « ښوونځی» د کلمې د  – ځی روستاړی – د ځای د مورفیم تصغیري شکل هم دی، چي د  ـ ځۍ ورستاړی –  یې پر ځای مناسب نه ایسي او د مانا انډول یې چي تون دی نه ساتي،  همدا رنګه په پوهنځی او پوهنځۍ کي هم عیني خبره ده.  

دا قاعدې په ټولنه کي د نارینوو د لومړیتوبونو په اساس، چي په زیاتو برخو کي تر ښځينو لومړیتوب لري کاریږي، نو ځکه د مذکراتو او مونثاتو اوښتون هم زیات وخت د دې قاعدې تر اغېز لاندي وي.

د ټولني د قواعدو دغه اغېزه د متونو په برخه کي، د ګرامر په برخه کي د  ژبپوهني په برخه کي او د فنونو په برخه کي خپل، خپل حالتونه لري، چي هره برخي ښه تفصلي بحث غواړي، همدا رنګه د ګرامر په نومیزو او فعلي  ډلو صفتونو، قیدونو، نومونو … او فعلونو باندي د ټولني د مقرراتو او کلتوري اثراتو اغېزه ښه غوښنه، خو دققه څېړنه غواړي.

کندهار –  افغانستان 

 ۱ –  مرغومی –  ۱۳۹۸ل.   

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب