سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبشعرد پروین ملال دوه غزلونه

د پروین ملال دوه غزلونه

  ښکلا دستورولري ښکلی دی شهوار سړی دی

لکه غاټول لکه نرګس لکه چنارسړی دی

دغرموسیوري ورسره دلمر دغیږې پاڅې

دیوه ښکلی ماښام زیری، سپین سهار سړی دی

مځکې ته ساه ورکوي پلونه یي سپرلي زیږوي

په افسانواواسطوروکې شهسوار سړی دی

مور یې د شنه اسمان دوړانګو ډکې لپې کړي

زوی یې راوړي، د رڼاوو دبازار سړی دی

دپڼو ږغ یې پاڅوي زلمي د کهف دخوبه

ښکالو یې سحراوجادوکوي په ښار، سړی دی

دکلمو اودلفظونو دډک سیند لامبوزن

لکه صدف په مرغلروباندې بار سړی دی

۲۰۲۰/۸/۱۵
ویلز/ برتانیه

يادونه : یوي خیالي سیاسي څیري ته .

—————————–

غزل

حسن چې رنګونه دفطرت اخلي

عشق له ځانه اور د بغاوت اخلي

زه د بام ترڅوکو پورې ورغلم

خیال د یواشنا راځی مهلت اخلي

ځان مې تل په روح کې پلټلي دی

روح مې دی چې ژوند یې له وصلت اخلي

هره ورځ دلمر په وړانګو ولامبم

ځوان ماښام شیبې د لطافت اخلي
یومي شي ځنګل،ځنګل یادونوته

سیوري داوريځونه عادت اخلي

شپه ده بار دستورو په اوږو راوړي

دښته ده ، باران اوري، نګهت اخلي

 توره تیاره سپینه رڼا یوخای شوه

سپین پاولي ( پروین) دنزاکت اخلي

۲۰۲۰/۸/۶/ ویلز/ برتانیه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب