هر انسان د ماضي په اندېښنو کې پټ دی؛ نو
ځکه ژوند د ماضي له واګي سره تړلی شوی، بیا هر څه د ماضي په تله تلل کیږي، خپلې هیلې، اړتیاوې، غوښتنې او ننګونې مو په ماضي کې لاهو کړي. دا ځکه چې د حال ژوند د ماضي اړتیاوو په غرایزو کې اشباع کوو. عجیب استدلال کوو، حال او راتلونکې زمانه رانه هېره، کله د پاچا او کله د نیکونو په مېړانې خپل دروني غرایز اشباع کوو. انسان متحوله مخلوق دی، د ورځني ژوند له اړتیاوو او غوښتنو سره باید ځان عیار کړي؛ ترڅو د حال او راتلونکي لپاره د یو څه کولو او ترلاسه کولو هوډ یې په وجود کې په جوش راشي. موږ د حال سره ناجوړه، د راتلونکي دښمن او د ماضي ملګري یو، چې خپلې ټولې هیلې پکې روښانه وینو. دا اصلاً د ټولنیز چلن زېږنده دی، چې افراد یې د حال او راتلونکي سره حساس کړي؛ خو دې چلن ته بدلون ورکوونکي څوک کېدای شي؟ د دې پوښتنې اساسي برخه بېرته د همدې انساني فکر په چلن پورې اړه لري، چې ځان په ماضي کې بند نه کړي، بلکې د ټولنې له غوښتنو او راتلونکي په اړه یو متحوله فکر وکړي؛ ترڅو له حاله د ژوند په رڼا کې ګټه واخلي. انسان ټولنیز مخلوق دی، دی په شعوري یا ناشعوري توګه غواړي، چې د ټولنې سره ځان عیار کړي؛ خو دا عیارېدل یې باید د هېواد او ټولنې د خیر او ښېګڼې لپاره وي. موږ د هر څه په اړه غلی تصور لرو، چې څنګه د ټولنې د بدلون او نوي فکر لپاره کار وکړو؛ ترڅو د علم، منطق، استدلال او ورځني ژوند له چارو سره سم خپل دروني احساس برابر کړو؛ خپل ځان او نور د دې تفکر تر سیوري لاندې وروزو او ټولنه د حال له هر اړخیز تصور سره اشنا او راتلونکي سره وصل کړو. همدا کړنلاره د ژوند کولو تصور له ماضي څخه د حال او راتلونکي لپاره برابروي. موږ باید له ماضي زده کړه وکړو، د حال او راتلونکي ژوند شرایط د ماضي په اندېښنو کې لاهو نه کړو.