Homeخبرونهخلیلزاد د طالب بندیانو د خلاصون په اړه د ولسمشر غني له...

خلیلزاد د طالب بندیانو د خلاصون په اړه د ولسمشر غني له دریځ هر کلی وکړ

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۰) د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي د افغان سولې په برخه کې غوره فرصت رامنځته شوی دی.

زلمي خلیلزاد د لویې جرګې له پرېکړې چې حکومت به ۴۰۰ طالب بندیان خوشې کوي او د دغو زندانیانو په تړاو د ولسمشر غني له دریځ هرکلی کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد د خپلو خبرو پر دوام ویلي دا د افغان سولې لپاره غوره فرصت دی او دواړو خواوې دې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

نوموړي هیله ښودلې چې د زندانیانو د خوشې کولو بهیر ډېر ژر بشپړ او بین الافغاني خبرې پیل شي، چې په هغه کې د سولې پر تګلاره، د اوربند پر رامنځته کېدو او د جګړې او تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو بحثونه کېږي.

په ورته مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له اسوشیټېډ پریس خبري آژانس سره په خبرو کې د ولسي جرګې پرېکړه مثبت بللې ده.

سهیل شاهین د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د لویې جرګې له پرېکړې هرکلی کړی دی، خو ویلي یې دي چې طالبان له امریکا سره د سولې موافقې ته ژمن دي او د اوربند په اړه بحث به د همدې موافقې له مخې په بین الافغاني خبرو کې وشي.

ولسمشر غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د مشورتي لویې جرګې غوښتنه تائید کړه او ژمنه یې وکړه چې ډېر ژر به د بندیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړي.

د جرګې غړو هم په صادر شوي پرېکړه لیک کې ټینګار وکړ چې د بندیانو له خوشې کېدو سره دې له کومې پلمې پرته د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...