اکرام ورو دروازه پرانیسته، په کوټه کې د الکحولو او ورستې کیلې بوی و. د پښو په ګوتو د کړکۍ په لور روان شو لکه پیشو نه یې څرپ شو، نه یې څروپ شو.
د کړکۍ پله چې یې خلاصوله، ټک شو، شاته یې د مور تخت ته وکتل. هغې مخ لوڅ کړ. ده سپینه جالۍ پرده کش کړه، مور ته ورغی. د تخت په ژۍ ورته کښیناست، هغې د ده پر لاس ګوتې تیرې کړې:
-زویه زه یم ته یې پلار دې خدای وبخښه هغه دی، زما ادکه ده د تا به په یاد نه وي..
-ولې نه، انۍ مې ښه یادیږي
-ته ډير کوچنی وې چې هغې پور پرې کړ..
-ښه ادې څرنګه خوب دې لید؟
-دغه کوڅه وي داسې ستړې یم چې دا کمیس مې لا په ځان دروند شوی وي، دستکول مې راسره وي چې خلاص یې کړم د شونډو رنګ وي هغه وچ شوی وي، نور شیان هم وي له بکسه یې وغورځوم، ته رامنډه کړې، لړه وي، ورک شې، ورک مه شې… بیا راته وایې چې ولې وتلې یې
ښځې په خلاصه خوله لنډه لنډه ساه واخیسته. زوی یې د دې کړوپې خولې ته ځیر و. هغې وویل:
-ښه، خوب مې درته تیراوه، زه درته وایم چې ډاکټر ویل چې ګرځه په اتیا کلنۍ کې خواږه مه خوره
ښځې د هلک پر پښې لاس تیرکړ بیا یې وویل:
-زویه زما په لاس کې یو چاکلیټ وي هغه تر پلو لاندې ونیسم چې ته یې ونه ګورې همدا و چې راویښه شوم
اکرام اوچت پاڅید:
-ادې په هاغه خوب کې هم چل کوې
ښځې وخندل، له سره ښویدلی ټیکری یې سم کړ. د تخت ژۍ یې په لاس وتپوله:
– داسې ښه ناست وې
اکرام له یو پاکټ چاکلیټو سره راغی. ښځې په خوله لاس کیښود:
-خو ډاکټر ویل چې دغه راته زهر دي
-نن یې وخوره
-زویه لورینه مه راباندې کوه
اکرام یو چاکلیټ له پوسته کړ، د مور په خوله کې یې کیښود. هغې بیرته د چاکلیټ په پوست کې تو کړ
اکرام مخ وګرځاوه، دې ورته وویل:
-راوړه راوړه ستا لپاره یې خورم
اکرام مخ ورواړاوه، ښځې چاکلیټ خولې ته کړ. اکرام په وره کې سترګې ښخې کړې د ډاکټر خبرې یې په زړه کې راوګرځیدې چې ادې دې کور ته وړه نوره دوا نه لري.
ښځې د خپل زوی لاس کش کړ:
-اوس خو مې دا دی چاکلیټ هم وخوړ ولې خپه یې
اکرام په سترګو لاس تیر کړ بیا یې سترګې ورواړولې او داسې احساس یې وکړ چې له مور سره یې دا ژوند لکه یو خیال، لکه یو ګرد، لکه یو خوب…
پای
اثرناکه کیسه. د ژوند یوه ژوره تجربه