چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونه په دره صوف کې د سکرو په کان کې بند کارګر له...

 په دره صوف کې د سکرو په کان کې بند کارګر له ۲۴ ساعتونو وروسته وژغورل شول

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۵ مه) د سمنګان ولایت د دره صوف د سکرو په یوه کان کې هغه ټول کان کیندونکي ژغورل شوي چې پرون  (شنبې) ماښام د دغه کان د یوې برخې د راپرېوتو له کبله په سمڅو کې بند پاته شوي وو.

د طالبانو د سمنګان د والي ویاند عصمت الله مرادي رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، د سیمې اوسېدونکو او ژغورونکو نژدې ۲۴ ساعته هڅه وکړه چې بند پاته شوي کان کیندونکي وژغوري.

مرادي زیاته کړې:«په دره صوف کې د سکرو یو کان نړېدلی و چې له امله یې ۲۲ ځايي کارګران بند پاتې وو. خو له ښه مرغه د سیمې د چارواکو په هڅو ټول کارګران له خاورو راوایستل شول او ټول ژوندي او روغ دي.»

لومړني راپورونه ښيي چې بند پاتې کارګران شاوخوا ۳۵ تنه وو، خو وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې د سمنګان ملي تلویزیون راپور ورکړ چې یوازې ۲۲ تنه په کان کې بند پاتې وو.

د دره صوف د سکرو له کانونو څخه له ډېر پخوا راهیسي سکاره استخراجیږي او په ځلونو کارګر د ګازو د خپرېدو او یا د سمڅو چت او دېوالونو د نړېدو له کبله مړه او ژوبل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب