تاند(یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۵ مه) د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) اعلان وکړ چې د افغانستان په پکتیا ولایت کې تر ۲۷۰۰ هکتاره څخه زیاته ځمکه ځنګلونه احیا شوي دي.
فاورپر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ځنګلونو د بیا رغولو دغه پروژه په ۲۰۱۹ کال کې د نړیوال چاپېریال صندوق په ملاتړ پیل شوې وه. په تېرو پنځو کلونو کې د دې پروژې په نتیجه کې په پکتیا کې ۴۰۰,۰۰۰ نیالګي اېښودل شوي دي.
دې ادارې همداراز په دې موده کې د ۷۱ نرسریو د جوړېدو یادونه وکړه چې د ځنګلونو د پایښت تضمین وکړي او د سیمهییزو ایکوسیستمونو ملاتړ وکړي.
سره له دې هڅو، په افغانستان کې د ځنګلونو له منځه تګ لا هم یوه جدي ستونزه ده. د ملګروملتو د خوړو او کرنې د سازمان د راپور له مخې، د افغانستان د ځنګلونو ساحې هر کال شاوخوا ۰.۲ سلنه کمېږي.
د ادارې د راپور له مخې، یوازې په خوست ولایت کې له۲۰۰۰ کال راهیسې ۲۷۸ هکتاره ځنګلونه له منځه تللي دي، چې له شاوخوا ۱۵,۳۰۰ هکتاره تخمیني ځنګلي ځمکو څخه دي. د ځنګلونو د پوښښ د له منځه تګ له امله د چاپېریال د خرابېدو په اړه اندیښنې راپورته شوي دي، په ځانګړې توګه د خاورې تخریب او د بایوډایورسټۍ کمېدل، چې د خلکو د ژوند او د چاپېریالي ثبات لپاره ګواښونه رامنځته کوي.
د خوړو او کرنې سازمان د ځنګلونو د بیا رغولو او ساتنې د هڅو پر دوام ټینګار وکړ، ترڅو د ځنګلونو د له منځه تلو اغېزې کمې کړي او د افغانستان طبیعي سرچینې د راتلونکو نسلونو لپاره وساتل شي.