دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرکابل مه ورانوئ/ عبدالباري جهاني

کابل مه ورانوئ/ عبدالباري جهاني

هم یی خزان هم یی بهار ښکلی دی        هم یی ماښام هم یی سهار ښکلی دی

هم تر نارنج هم تر انار ښکلی دی          تر ننګرهار تر کندهار ښکلی دی

له ارغوان تر لاله زار ښکلی دی           هم نسترن هم یې چینار ښکلی دی

                     دا زموږ جونګړه بورجل مه ورانوی

                       د خدای د پاره کابل مه ورانوی

هغه کابل د ښو زلمیو وطن             د ښکلیو نجونو شاپیریو وطن

د غزلونو ربابونو مېنه                زموږ د سندرو د ښادیو وطن

د شګوفو د پسرلیو وطن              د مستو پیغلو د پاولیو وطن

                   پریږدی په اور يې اوربل مه ورانوی

                   د خدای دپاره کابل مه ورانوی

لا به تر څو دا سرې مرمۍ اوریږي         لا به تر کله دا لمبې بلیږي

لا به تر څو د کربلا له تورو                    دلته شهیدي جنازې ښخیږي

زموږ پر تندي به وي تیارې لیکلي                زموږ په لمبه به پردۍ شپې روڼیږي

                         دا د پیړیو مزل مه ورانوی

                         د خدای دپاره کابل مه ورانوی

پریږدۍ چي موږ هم څو شیبې ووینو         څه د مستیو ورځي شپې ووینو

یو څه نڅا یو څه خندا ته ورکړو               یو څه یاران یو څه غونچې ووینو

یو څه په ځان د سړیتوب جامه کو            یو څه سیالي د زمانې ووینو

                              په سمه لاره کي پل مه ورانوی

                               د خدای دپاره کابل مه ورانوی

دا د افغان د لوی ټبر مېنه ده                 د میړنیو د سنګر مېنه ده

دا د تورزنو د خپلویو ځالۍ                 دا د بازانو د شهپر مېنه ده

د شاه شجاع د قتلیدلو وطن                د مسجدي او د اکبر مېنه ده

                            دا د زړه ورو مورچل مه ورانوی

                           د خدای دپاره کابل مه ورانوی

نوري یې مه پریږدۍ د چا لښکري         پر خپله مېنه د بلا لښکري

راځي چي وشړو له خپلو کلیو             دا د یزید او کربلا لښکري

بیا را ژوندۍ کړو د بابا لښکري        د خپل رقیب کړو نیمه خوا لښکري

                     دا د پیړيو اتل مه ورانوی

                     د خدای د پاره کابل مه ورانوی

دا د جرګو دا د ورریو وطن          دا د قامونو د خپلویو وطن

دا د شملو دا د بګړیو وطن            د جنګ د سولي د سیالیو وطن

د جهاني د ګل ګیډیو وطن             هر ستمګر ته د اغزیو وطن

                 دا د پردیو اجل مه ورانوی

               د خدای د پاره کابل مه ورانوی

۲۰۱۳ـ د مارچ لومړۍ ورځ

ویرجینیا

2 COMMENTS

  1. جهانی هیله ده چه روغ او جوړ به یاست . له کابل سره ستاسو دومره مینه ماته هغه عربی مقوله رایادوی چه وایی حب الوطن من الایمان او په رښتیا هم څوک چه کامل ایمان لری هغه له خپل ټاټوبی سره همدومره مینه لری او باید همدومره مینه ولری. یو ملګری می طالبانو نیولی وو او ډیر سخت یی وهلی وو ده کیسه کوله چه کله چه ملاصاحبانو زما په وهلو شروع وکړه او په ډیر ظلم یی وهلم نو زما په جیب یو کوچنی قران مجید وو ما هغه قران راویست او دی طالبانو ته می ونیوه چه ددی قران روی ومنی او ما مه وهی .یوه طالب زما له لاسه دا قران واخست او په مخ یی په دی قران وویشتلم دی ظالم دمره زور ورسره وکړ چه قران دوه دری ټوټی سو. اوس چه تاسو دی وطن پلورونکو ته دخدای روی وروړی او ورته وایاست چه کابل مه ورانوی هسی چه تر کابل د مخه دخدای پار ته ښکنځل وکړی او ستاسو هغه خبره به بیا بیخی رښتیا شی چه پر قدر او پر قضا می شک پیدا شو او دا شک به بیاهیڅکله په یقین بدل نه شی. موږ ته ملایانو د ابرهه د لښکر د ما تی کیسه او د خدای په واسطه د کعبی د ساتنی کیسه کړی وو زه نه پوهیږم چه اوس ولی خدای خپل قران نه ساتی اوکه ساتی هم زما او ستا د سر په بیه یی ساتی او هغه د چا خبره د بل غوایی خیراتوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب