Homeخبرونهدفاع وزارت: پاکستان د وسله‌والو ډلو په ملاتړ هڅه کوي، افغانستان نا...

دفاع وزارت: پاکستان د وسله‌والو ډلو په ملاتړ هڅه کوي، افغانستان نا امنه کړي

تاند/ یکشنبه د تلې ـ میزان ۵مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت خبر ورکړی چې، د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اړوند سيمه کې د یو شمېر وسله‌والو د تحرکاتو په غبرګون کې امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات ترسره کړي دي.

د ياد وزارت په وینا، د داعش او «شر او فساد» اړوندو څو ډلو د پاکستاني ملیشو په ملاتړ د ډیورنډ له فرضي کرښې اوښتې او افغانستان ته دننه شوې وې.

د طالبانو دفاع وزارت ويلي، چې په ترسره شویو عملیاتو کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۲ نور نیول شوي، په داسې حال کې چې د پاتې کسانو یو شمېر بېرته د ډیورنډ هغې غاړې ته تښتېدلي دي.

یاد وزارت ادعا کوي چې په پېښه کې ډېری ښکېل کسان د تېر حکومت نظامیان وو چې پاکستان ته له انتقال او پوځي روزنې وروسته د ناامنۍ رامنځته کولو لپاره نورستان ته را استول شوي وو.

د دغه وزارت په خبره، پاکستان د وسله‌والو ډلو په ملاتړ هڅه کوي، څو افغانستان ناامنه کړي.

سرچینې  له ځوانانو او پخوانیو نظامیانو غوښتي چې د وسله‌والو ډلو او د پاکستان د استخباراتي ادارو په فعالیتونو کې له ښکېلتیا ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...