تاندـ یکشنبه د تلې ـ میزان ۵مه/ د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸۲۷ زره او ۶۰ کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.
یادې ادارې ویلي، د دغو پېژندپاڼو تر ټولو ډېري په کابل، هرات، ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې وېشل شوي دي.
د احصائیې ملي ادارې د راپور له مخې، په دې سره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د بهیر له پیل راهیسې د ټولو وېشل شوو پېژندپاڼو شمېر ۱۸ میلیونه او شاوخوا ۳۰۰ زره ته ورسېد.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې، اوس هم خلک د برېښنایي تذکرو د اخیستو پروسه کې شکایتونه لري او د اسانتیاوو غوښتنه کوي.
د تذکرو یو شمېر اخیستونکي وایي، د دې برخې د کارمندانو د بې پروایئ له امله د ګڼو افغانانو نومونه تذکرو کې ناسم لیکل شوي چې، د نامه سمون یې لوی سردردی غواړي.
یو شمېر نور بیا د دې پروسې د سختیو له امله اوس هم کاغذي تذکرې کاروي او د برېښنایي تذکرو د اخیستو هېڅ پلان نه لري، هغه څه چې باید هر افغان یې ولري.