لیکوال: فضل محمود فضلي
د دې لیکنې هدف زموږ د فکري ملګرو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي پر دې نسبي سیاسي اجماع او توافق ترلاسه شي چې نړۍ او یا زبرځواکونه هېڅکله نه شي کولای موږ ته داسې دولتي جوړښت، سیاسي سازمانونه او مدني ټولنې جوړې کړي چې د تداوم ځواک ولري؛ بلکې د دغو بنسټونو جوړښت او د هغوی د تداوم لپاره زمینه برابرول، زموږ خپله دنده ده او خپله به اوږه ورکوو.
د دې منطق موافقینو ته پکار ده چې دا خبره په زغرده په خپلو سیاسي بحثونو کې ترویج کړي چې په اوسني وضعیت کې زموږ لومړیتوب د نړۍ قانع کول نه دي. نړۍ موږ ته هغه څه نشي راکولای چې موږ ورته اشد ضرورت لرو. هغه بنسټونه چې زموږ د سیاسي او ټولنیز تداوم لپاره اړین دي، باید موږ خپله جوړ کړو او د تداوم توان یې خپله پیدا کړو.
له همدې ځایه یوه اساسي پوښتنه راولاړېږي: ولې موږ د خپلو سیاسي او ټولنیزو بنسټونو د جوړولو او د هغوی د تداوم لپاره تر ډېره له بهره د مرستې تمه لرو؟ او ولې د دې پر ځای چې لومړی خپل د تداوم توان جوړ کړو، د نړۍ د قانع کولو هڅې زموږ د سیاسي فعالیتونو په لومړیتوب کې راځي؟
له بده مرغه همدا اوس هم ګورو چې ځینې استدلال کوي چې د افغانستان د سیاسي بحران حل باید په دې کې ولټول شي چې زبرځواکونه یا نړیوال سازمانونه وهڅول شي چې د افغانستان د ثبات لپاره موږ سره مرسته وکړي او بیا د طالبانو پر وړاندې د یوې افغاني سیاسي اجماع په جوړولو او پیاوړتیا کې ونډه واخلي. د دې استدلال تر شا نیت ښايي صادقانه او د افغانستان د خیر لپاره وي، خو واقعیت د پښتو هغه متل دی چې وايي: د سوال په اوبو ژرنده نه ګرځي.
افغانستان بې له شکه نړیوالې اړیکې او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، او هېڅ جدي افغان سیاسي جریان نه شي کولای چې له نړیوال چاپېریال څخه سترګې پټې کړي. خو تر دې هر څه مخکې یوه اساسي پوښتنه باید مطرح شي: ایا موږ خپله هغه څه چې زه ورته د تداوم او سیاسي بقا ځواک او بنسټ وایم لرو چې نړۍ او یا زبرځواکونه هغه لاپسې تقویه کړي؟
هیڅ بهرنې ځواک موږ لپاره حکومت، متداوم سیاسي سازمانونه او د ولس په منځ کې د سیاسي لوبې پایداره قواعد نشي جوړولای. دا د انزوا او نړیوالې همکارۍ ترمنځ انتخاب نه دی؛ دا د تدوام او سیاسي بقا د ځواک او وابستګۍ ترمنځ توپیر دی.
هغه دولت چې فعال بنسټونه او ملي مشروعیت ولري، معمولا د خپل سیاسي نظام د دفاع توان هم لري. دغه راز پرته له دې چې په بهرنیانو متکي شي له بهرنیو مرستو څخه د استفادې ظرفیت هم لري. کولای شي ائتلافونه بدل کړي، مذاکرات وکړي، مالي مرستې، پانګونه، نظامي ملاتړ او دیپلوماتیکه همکاري ترلاسه کړي. او که سبا یو بهرنې متحد له هغه دولت څخه لاس واخلي، بنسټونه او ملي مشروعیت بیا هم پر خپلو پښو ولاړ وي. همدې ته زه د تدوام او بقا ځواک وایم.
دغه ځواک موږ ته هیڅ بهرنې هیواد نشي جوړولای، د تدوام او بقا ځواک یوازې پخپله جوړولای شو او که دا ځواک موجود نه وي، بهرنی ملاتړ کولای شي د لنډ وخت لپاره د سیاسي بقا ظاهري بڼه رامنځته کړي، خو بنسټ یې کمزوری پاتې کېږي او د بهرني ملاتړ له پرې کیدو سره جوخت هغه سپڅپانده ظاهري ځواک خپله بقا په ناڅاپي ډول له لاسه ورکوي.
په ملي سیاست کې د دغسې ځواک د ایجاد مسئولیت د سیاسي سازمانونو پر غاړه دی. خو افغان سیاسي قشر د دې توپیر د نه درک له امله څو ځلي دروند قیمت پرې کړی دی. همدا اصل پر افغان سیاسي سازمانونو، مدني ټولنواو ګوندونو هم تطبیقېږي.
موږ خپل ولس ته څه لرو؟ زموږ ملي روایت چېرته دی؟ زموږ سیاسي فلسفه څه ده؟ کوم ډول دولت غواړو؟ زموږ اصول څه دي؟ زموږ ټولنیز بنسټ او سیاسي مخاطبین څوک دي؟ کوم ډول سازماني جوړښت موږ له ټولنې سره نښلوي؟ او کله چې بهرنی پام له موږ څخه اوړي، موږ د خپل دولتي او سازماني جوړښت تداوم او بقا څنګه تضمینوو؟
هر هغه سیاسي سازمان چې دا ډول بنسټونه او د تدوام او بقا دا ځواک ونه لري، لکه اوس یې چې بېلګې وینو، همیشه به د یوه بهرني ملاتړي په لټه لالهانده ګرځي. که د یو سیاسي جریان او یا ټولنیز سازمان بقا په یوه بهرني ملاتړي پورې تړلې وي، سیاسي خپلواکي یې هم مشروطه وي.
له همدې امله، د افغان سیاسي جریانونو او مدني ټولنو لومړنی تمرکز باید دا نه وي چې بهرنیانو څخه سیاسي ملاتړ، رسمیت پیژندنې یا مالي ژمنو غوښتنه وکړي. زموږ لومړنی کار باید دا وي چې داسې څه جوړ کړو چې د هغوی له ملاتړ پرته هم بقا ولري. دا د نړۍ ردول نه دي؛ بلکې له نړۍ سره د باعزته او معناداره تعامل لپاره د ځان جوړول دي.
موږ باید داسې سیاسي سازمانونه جوړ کړو چې ریښې یې په افغاني ټولنه کې وي، یو منسجم ملي روایت ولري، روزل شوي او منظم کادرونه ولري، روښانه ملي ګټې تعریف کړي او داسې جوړښتونه رامنځته کړي چې د سیاسي فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړای شي. له بهر سره اړیکې ولرو، خو خپل سیاسي موجودیت باید د بهرنیانو د مرستو په چوکاټ کې تعریف نکړو. د متحد لرلو او ملاتړي ته محتاج کیدو ترمنځ لوی توپیر شته.
پخپل روایت او مټ ایجاد شوې سیاسي جریان کولای شي، له هغو هېوادونو سره همکاري وکړي چې په ځینو برخو کې ورسره ګډې ګټې لري، خو په نورو برخو کې ورسره اختلاف ولري. کولای شي له بهرني ملاتړ څخه استفاده وکړي، پرته له دې چې د ملاتړ کوونکي وسیله شي. کولای شي خپل شریکان بدل کړي، پرته له دې چې خپل سیاسي هویت بدل کړي. همدا رښتینې خپلواکي ده.
افغانستان داسې بله سیاسي پروژه نه غواړي چې تر ټولو ستره لاسته راوړنه یې دا وي چې بهرنیان قانع کړي چې دوی افغانانو ته له صفر څخه بنسټونه جوړ کړي. افغانستان داسې سیاسي بنسټونه غواړي چې لومړی افغانان قانع کړي چې دوی د هېواد د راتلونکي لپاره یوه باوري بدیله لاره لري.
بهرني قدرتونه به تل خپلې ګټې تعقیبوي. دا د نړیوال سیاست طبیعي منطق دی. تېروتنه دا ده چې تمه ولرو بهرني قدرتونه به د افغانستان ملي ګټې تر افغانانو ډېرې په دوامدار ډول تعقیب او تقویه کړي.
نو پوښتنه دا ده: ایا موږ هغه وخت هم سیاسي بقا او تداوم لرلای شو او نه پاشل کیږو چې هېڅوک مو ملاتړ ونه کړي؟
که ځواب «نه» وي، نو زموږ لومړیتوب روښانه دی: د تدوام او بقا ځواک جوړول تر هر څه باید زموږ لومړیتوب وي او بیا وروسته د متحدینو پیدا کول.