سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبطنزونهد پالماني ریاست جنجال ته حللاره! | همایون بهادري

د پالماني ریاست جنجال ته حللاره! | همایون بهادري

څه ماشومتوب و! هسې چې به زموږ د لوبو په جریان کې د یو څه په سر له یو بل سره سرېښ شو، یو بل تر خوله به مو له هرې خبرې سره لاسونه تېر و بېر کول. په دې وخت کې به که داسې درېیمګړی راغلو، چې تر موږ به یې یو څه زیات داسې جنجالونه کړي وو. د دې جنجالي او د شومو تجربو لرونکي به زموږ د جنجال او بدمرغۍ د حل لپاره دوې لارې راته ته ښودلې، خو بیا هم په منلو او نه منلو کې به موږ زیات صلاحیت نه لرو، ځکه ځانګړو شرایطو پورې یې اړه لره.

دا لارې جالبې وې، چې یوې ته یې سرشکونی/سرشکونه ویل او بله یې دا وه: هر هغه شی چې په سره به یې موږ لاس او مرۍ وو، په دوو مساوي برخو وېشل کېده، خو که دا شی به د وېشل وړ و یانه خو موږ به دا پرېکړه منله. ځکه دواړو لارو شرط دا و، چې که ماشومان زیات وو، خبره خلاصه و او په سرشکوني به فیصله کېده. خو که ماشومان نه و نو له شومو او د بدمرغو موخو څېښتن درېیمګړي به زموږ شی د منځه وړلو لپاره دوې برخې کولو.

دویمه لار د سرشکونې وه، دا به د زیاتو ماشومانو په مخې ته تر سره کېده ، لنډه دا چې ددې صحراي محکمې لپاره زیاتو ماشومانو ته اړتیاوه. زموږ لپاره سر شکونه/سرشکونی پرېکړه ښه وه، ځکه موږ ته تر سر مال مهم و. ماشومان به راټول شول او هغه درېیمګړی چې نه زموږ د سر او نه هم د مال غم ورسره و، هغه شی چې موږ یې په سر د نورو لپاره یوه ښه نندار ګرځېدلي وو. هوا ته یې پورته کړ او له پ،رته کېدو سره سم به یې چیغې کړې: هلئ، سر شکونی دی. دا شی به چې هر چا واخیستو، د هغه په سر به بده ورځ جوړه شوه او ټولو به پسې منډې کړې ترڅو به یې چې شی به لاس کې و، د ده په سر کې به هم سرې منګلې خښې وې. له دې افت څخه د خلاصو هم دوې لارې وې، چې یوه یې ژړا او بله یې تېښته صلامتي وه. زیات یې داسې يېښېدل چې شی به یې په لاس کې و او په سرو سترګو به یې ورته ژړل.

خبرې ډېرې سرې یې یو دی. هسې خبرې رانه اوږدې شوې او د اوولسمې دورې د پارلماني ریاست په سر د وکیلانو له یو بل سره سرېښدلو دا هرڅه رایاد کړل او همدا یې ښه حللاره هم ده. یا څوکۍ دوې برخې کړي او یا یې د سرشکونی کړي(!) دا دواړې پرېکړې د پارلمان لپاره ښې او په ګټه دي. که څوکۍ دوې برخې شي، نو رییس به نوی راشي او دوی دواړه به خپل خوبونه پوره کړي، ځکه په نیمه څوکۍ خو ریاست نه کېږي. بیا هم نه ویل کېږي، شوخ-شوخ وکیلان هم شته یو دم جیغې کړي: سر شونکی او په پارلمان کې هئ دنګ شروع شي(!)

د دې پرېکړې ګټه دا ده، د واړه وکیلان سرتنبه ګان دې، چې هېڅ ماتې نه مني. نو که کوم زورور وکیل څوکۍ چور کړه ورسره منډې یې کړې؛ نو په پارلمان کې به یې تر هغه سر پرې وشوکوي تر څو یې ژړلي نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب