جمعه, مې 17, 2024
Homeټولنیزهیومنېسټ څوک دی؟

هیومنېسټ څوک دی؟

لیکنه: محب الله عمري

د هیومنیزم تعریفونه بېلابېلو سرچينو ډول ډول لیکلي دي، خو په عمومي توګه هیومنېسټ هغه څوک دی چې لیدلوری یې په انساني کرامت او ارزښتونو تمرکز وکړي.

خو که یوازې همدا یې مانا وي نو ډېری انسانان او د ګڼو مذهبونو پیروان او په ځانګړې توګه خدای منونکي هیومنېسټان دي.

خو ریښتیا دادي چې په ټوله نړۍ کې څوک چې دغه کلمه کاروي یو محدود او خدای ناباوره لیدلوری لري.

ګڼې سرچینې او تاریخ لیکونکي لیکي چې د هیومنیزم بنسټ په یو خدای ناباوره لیدلوري کېښودل شوی دی، نو له هیومنیزم څخه خداباورانه تعریف ناسم دی. ځکه که چېرې مډرن هیومنېزم په نظر کې ونیسو (د آمسټردام هغه وینا چې ۹۰ کاله وړاندې یې کړې او منل شوې وه، نو په ۲۰۰۲ کال کې د هيومنېسټانو له لوري له سره وڅېړل او  بیا کتنه یې وشوه) نو له هیومنېزم څخه به یو بېل تعریف په لاس درشي، چې د ګڼو هیومنېسټانو آیډیا په خدای او د طبیعت په مافوق ځواک د باور په نشتون ولاړه ده.

په دري ژبه کې د هیومنیسټانو د آیډیا او د هیومنېزم د تعریف څو ټکي چې د آمسټردام په لیدلوری استوار دي، داسې دي:

ژباړه:
هیومنېزم یوه “په انسان باور” کلمه ده چې د انسان پالنې پر ځای راتللی شي.
په انسان باور، په خدای باندې د باور پر ځای یو باور دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب