جمعه, مې 3, 2024
Home+ګڼ شمېر | ډاکتر ماخان میږی شینواری

ګڼ شمېر | ډاکتر ماخان میږی شینواری

(دا څه دي او یاڅه ترې پوهېدنه لري؟)

زه له ډېر وخت څخه را په دېخوا ګورم، چې زموږ ډېر لیکوالان او ژبپوهان دا ،، …. ګڼ شمېر انسانان  …..،، یا یو بل څه خو ګڼ شمېر لیکي.

زه يواځې دومره پرې پوهېږم، چې د لیکونکي موخه به څه وي، خو زما موخه پهموخه کې نه ده، موخه د دې دوه ویونو ګډه کارونه کې ده، چې څه ترې پوهېږو.

ما ته خو دا ،، ګڼ شمېر،، څه نه وايي او یو بېځایه او بېموخې د ،، ګڼ،، او ،، شمېر،، سره یوځای کېدو کارونه ده.

زه خو په دې نه پوهېږم، چې ،، ګڼ شمېر،، به څه وي. زه په دې اند یم، چې دا لیکونکي یې هم په ترېپوهېدنه نه پوهېږي، چې څه به وي، خوخوند یې ورکړی او لیکي یې. په ډېره بخښنه، چې دا فکر هم راته راځي، چې دا  ازار یا زورېدل لوي څښتن زماپه برخه کړی، چې دما ورته پام را اوړي او دبل چا ان تر ژبپوهانو پورې یې ورته پام وي. داسې به نه وایم، چې موږ تراوسه نه پرې پوهېږوـ ډېره بخښنه راته وکړۍ، خو دا داسې لږ سکونډلدي، چې یا مې باوري کړۍ او یايې راسره ومنۍ). دا ازار لکه چې یواځې ما ته شوی چې ،، په پښتو کې ناسم ورځني شوي ویونه،،  عنوان لاندې مې یو کتاب هم په ،، کتابتون.کوم،، کې شته.

موږ پوهېږو، چې د لیکونکو موخه به څه وي، خو داسې څه، چې  ترې نه شو پوهېدلی، چې موخه به یې دایا داوي، راوړنه ناسمه ده. د لیکونکي موخه ده، چې ،، ډېر کسان. دا ګڼ شمېر خو د ډېر په ترېپوهېدنه نه دي.

ګڼ کسان، چې سره تنګ نښتي ولاړ وي. ډېر ګڼ کسان هم ناسم دۍ، که موخه ترې  د ګڼ کسانو ډېروالی وي، خو که موخه ترې نور هم سره ونښلي،داسې ،،ډېر ګڼ،، او نه ډېر کسان، چې ګڼ وي.

همداسې ډېرشمېر هم نه شته، خو په شمېر ډېر (یو څه چې وشمېرل شې او د هغې ګڼون یاتعداد جګ وي، نو کېده شي، چې دا تر اوسه ورسره بلد شمېره  ولیکو، خو دا هم باید په جګه ګڼه (ځنې لیکونکي به ورته جګه شماره ووایي) په دې هکله مې هم لیکنې شته او یوه بله لیکنه هم پرې لرم)).

خو په هره موخه چې وي، کارونه یې ناسمه او د هغې غوښتونې موخې لپاره بېموخې کارونه ده.

په ډېره خواشینۍ باید ووایم، چې په پښتو کې د سمون له امله دما اند دتاسو د ټولو  اندونو او لیکنو سره په مخامخوالي کې دۍ، چې زه بایدملامت وم. که ما تاسو ملامت کړۍ او ما ته زما د بې مسؤلیت کار ناسمونونه وښایۍ، نوماته بیا مناسبه جزاوټاکۍ پهداړو سترګو بهیې منم.

وړاندیز: د ناسمون له امله شهادتنامه راڅخه واخلی او که دا کار نه شو کېدی، نو هیله ده، چې د پښتو په ډاکترۍ مې ونازوي.

2 COMMENTS

  1. د موزیګي شکیدلیه کټه
    زه چې دې لنګه ټینګووم بازو دې ځينه
    ګرانه شینواریه!
    زه غواړم چې ستا په لیکنه لږ انتفادی نظر ولرم:
    ۱-(دا څه دي او یاڅه ترې پوهېدنه لري؟) ، دا جمله داسې بهتره ده: دا څه دې اویا څه ترې پوهیږۍ!
    ۲- زه يواځې دومره پرې پوهېږم، چې د لیکونکي موخه به څه وي، خو زما موخه پهموخه………….
    پورتنۍ جملوکې دوه کامې بې ځایه دي او د چې حرف یې سره یو ځای کوي
    ۳- ګڼون – دا کلمه مصنوعی جوړه شوې کلمه ده او د هیڅ سیمې په خبرو کې مې نه ده اوریدلې خو که یې ګڼنه ولیکۍ نو سمه به وي لکه شمیر- شمیرنه
    ګڼل- ګڼنه
    وتل- وتنه
    ۴-د ګڼ کسانو ډېروالی وي، خو که موخه ترې نور…..———– په دغه ځای کې کامه نه شته ځکه چې د ربط کلمه لري-چې
    ۵-هغې ګڼون یاتعداد جګ وي، نو کېده شي، چې- تعداد جګ وي؟ یعنې ډیر وي؟ هو! دوه کامې دواړه نه شته.
    ۶- خو په هره موخه چې وي، کارونه یې ناسمه او د هغې غوښتونې موخې لپاره بېموخې کارونه ده. کارونه= کارها
    کاروونه= بکار بردن
    ۷- ووایي؟ نه! و وایي ـ ځکه چې دوه جلا کلمې دي
    ۸-په ډېره خواشینۍ باید ووایم، چې په پښتو کې——— سم یې: په دیره خواشینۍ باید و وایم چې…
    ۹-د سمون له امله دما اند دتاسو د ټولو اندونو او لیکنو سره په مخامخوالي کې دۍ، چې زه—- سم یې: د سمون له امله زما اند د ستاسو اندونو …. کې دی چې…..
    ۱۰- نوماته بیا مناسبه جزاوټاکۍ———سم یې: نو ما ته بیا مناسبه جزا و ټاکۍ

  2. ګران ببرک صیب! ډېره مننه، چې دا دما یا زما د لیکنې په هکله مو ستونځې ګاللي.
    هیله ده، د ما د اند سره، چې له ،،ګڼ شمېر،، څخه څه نه پوهیږو او دامې د لیکنې بنسټیزه موخه وه، هم اند وي.
    په ،، پښتو کې ناسم ورځني شوي ویونه،، د نامه لاندې مې کتاب شته، چې د ویونو سمونونو لپاره یې جوګه یم.
    د ما په اند خو موږ لاتر اوسه په هیڅ یوه پوهنیز څه کې دا کټ لا جوړ کړی نه دۍ، نو لنګه خو یې لا څه کوې، چې وروستۍ خبره ده ( د ولس پرمختګ د ژبې د پرمختګ سره مخامخ او په څټ اړیکې لري).
    یوه پیلیادونه: کله کله – چې باید مخه یې ونیول شي- دما څخه –شاید له نورو څخه هم- دا د بېلېدني تکمه ونه وهل شي، نو هغه اړیېنه بېلونه پاتې شي، د دې بخښنې غوښتنې ته هم باید اړتیا پیدا نه شي او هرڅه په یوه پوهنیزه لیکنه کې سم ولیکل شي. دا چې دا ناسمونونه منځ ته راغلي، بخښنه دې وي.
    ستاسو لیکنې ته:
    ۱ – ته: په دې کې چې کومه غونډاله به ښه وي، څه نه وایم، خو دومره وایم، خو د دې لپاره چې ،،معني،، ولیکم، ماته دا د پښتو ،،ترېپوهېدنه،، موخوره برېښي. ستاسو له اند سره هم هم اند یم.
    یادونه: په پورته کې د یوې ،، چې ،، څخه د مخه او وروسته بېلېدنخښه یا دمکۍ او که غواړۍ کوما نه شته.
    ۲ – ته: په دې بېلېدنخښو، دمکیو(دمه کیو؟) یا کوماوو کې، چې څنګیزې غونډآلې یا نوره ښه یې: څنګغونډالې بېلوي، زه په خپل اند یم. دلته باید بیا د څنګغونډالو پېژند راواخلو او د هغې له مخې به بیا خبرې په وکړو. دا به هم په یوه لیکنه کې بیا وګورو او خوښ به شم، چې اند دې د ځان سره ولرم.
    ۳ – ته: خبره دې سمه ده او د ،،ګڼل او شمېرل،، باندې یوه لیکنه لرم، که هغې کې دې هم راسره مرسته وکړه، خوښ به شم.
    داسې لږ یادونه: ګڼل، ګڼنه، ګڼ، ګڼون… موږ دلته ګڼل او ګڼې سره بلد یو، دا نور به سره بیا ګډ وڅېړو.
    ۴ – ته: دلته هم لکه د مخه زه په خپل اند یم. که د ربط کلیمی څخه مو موخه Konjunktionوي، نو د دې انډول ما ته په پښتو کې تړنویونه برېښي او هغه تړنویونه ،، یا،، او ،، او ،، دي. ګومان مې دۍ چې ،، چې،، به تړنوی نه وي.
    .
    ۵ – ته: دابه هم په اړونده لیکنه کې روښانه کړم. دا هم د تېر په څېر.
    ۶ –ته: په دې پوښتنه کې به هم داسې هم اندوالی سره ونه لرو. دا ستا به سمه وګڼو، خو بیا نو باید ولیکو: کاره ونه. داسې لیکنو کې د سېلبو بیلولو او یا مورفېم بېلولو په هکله باید بیا خبرې وشي.
    دا سمه ده، چې د یو بل ترېپوهېدنې سره توپیر لري، خو دا یو د کار زیات دۍ او دا بل خو همغه ستاسو په موخه دۍ، خو دا هم بیا د اوږدو خبرو لپاره یو څه دي، چې په لیکدود کې بیا داسې ټولو ویونو ته یو پام وشي، خو داسې ویونه په ټولو ژبو کې شته او سړی ترېپوهېدلی شي

    ځغلونه(ځغله وونه یا ځغلوونه): داسې ستونځې په ټولو ژبو کې شته، ډېره به یې پېچلې کوو نه.

    یادونه ( ستاسو په اند، نو دلته بیا دا یادونه هم یادوونه ولیکو): همدا اوس مې یوه لیکنه له الماني ویکي څخه کاپي کړه، چې همداسې د نورو لیکنو په مټه به دا څنګیزې غونډالي یا څنګجملې سره یوځای وڅېړو.
    ۷ – ته: ووایې، ووایه!، وکړي، وکړه!، وځغلې، وځغله! او نور. په دې ویونو کې ،، و ،، له نور بېل څه ترېپوهېدنه ( په بخښنه، چې زه لا په دې خپل نا ښکلي لیکنډول پاتې کیږم. په دې کې مې یوه موخه شته) نه لري. دا یو فونیم دۍ،خو د اړونده وي پرته ترېپوهېدنه نه لري یا څه ترې نه شي پوهېدل کېدی. په ،، د هغه کتاب،، غونډاله کې د ،، د ،، یوه ترېپړهېدنه لري، ځکه چې د خاوندوالي مورفیم دۍ.
    د ،، دما، زما، یما،، په هکله یوه لیکنه دما په یاد کتاب شته او بله لیکنه هم پرې لرم، هیله ده – که زړه دې غوښتل – چې ویې ګورې. ( په ،،هیله ده چې ویې ګورې،، کې بیا بېلېدنخښه نه شته).
    ګومان مې دۍ، چې له دې سره به مې دا نورې پاتې ګوتنیونې هم په ګوته کړې وي.
    هیله ده چې ډېر مو ستړي کړي نه یاستی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب