جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه کابل کې لږترلږه ۵ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان...

په کابل کې لږترلږه ۵ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۳ مه) نړيوالې طبي مؤسسې ایمرجنسي (EMERGENCY) د معلوماتو له مخې، د چهارشنبې په ماښام په کابل کې د چاودنو له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

دا مؤسسه وايي چې د ټپیانو له ډلې لږ تر لږه د لس تنو حال نازک دی.

اکثره ټپیان ماشومان او ښځې دي.

په خپرو شویو ویدیوګانو کې څو کورونه ښکاري چې ویجاړ شوي. د هغو په منځ کې یو کور، چې ډېر ویجاړ شوی او غالباً د حملې اصلي هدف و، د بمبارۍ په مهال خالي و او له همدې کبله چا ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ایمرجنسي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې چاودنې د ماسپښین شاوخوا څلور بجې د دوی د جراحي له مرکز څخه یوازې څو کیلومتره لرې شوې ده.

نور راپورونه وايي چې دا چاودنې د پاکستان د هوايي ځواک د بمبارۍ په نتیجه کې شوي دي.

د افغانستان لپاره د ایمرجنسي مشر دیان پانېچ (Dejan Panic) ویلي:

«موږ د امبولانسونو له راتګ سره سم ولیدل چې ګڼ ټپیان راوړل کېږي، او پوه شوو چې له روغتون څو کیلومتره لرې چاودنې شوې دي. تر اوسه څلوېښت ټپیان زموږ روغتون ته راغلي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. دوی په بدن کې د مرمۍ ټوټې، ژور ټپونه لري او ځینې برخې یې سوځېدلې دي. د لس تنو حال نازک دی، او له بده مرغه، پنځه کسان روغتون ته تر رسېدو مخکې مړه شوي وو.»

نوموړي زیاته کړه چې د تلفاتو شمېر کېدای شي تر دې زیات شي او د پېښې د بشپړو زیانونو ارزونه روانه ده.

د پاکستان دولتي ټلویزیون PTV راپور ورکړی چې د کابل چاودنې د پاکستاني ځواکونو د هوايي بریدونو پایله وې.

پاکستان دا بریدونه وروسته له هغه وکړل چې په سپین بولدک او تورخم کې یې ځواکونه شاتګ ته مجبوره شول او تاسیسات یې افغان ځواکونو ته په لاس ورغلل. افغان ځواکونو له سپین بولدک څخه د پاکستاني پوځیانو وسلې او مهمات د غنمیت مال په توګه له ځان سره کندهار ته راوړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب