Homeروغتیاولې په نوکانو کې سپینې نښې پیدا کېږي؟

ولې په نوکانو کې سپینې نښې پیدا کېږي؟

تاند- د ډېرو خلکو په نوکانو کې سپيینې نښې پیدا کېږي او ځینې کسان فکر کوي چې دا نښې په بدن کې د کلشیم د کموالي له کبله وي.

د بریتانیا د میرر ورځپاڼې د دوشنبې د ورځې (مې ۲۰) د راپور له مخې، دا تصور تازه نه دی بلکې له پخوا زمانو څخه فکر کېږي چې که د چا کلشیم کم وي په نوکانو کې یې سپینې نښې پیدا کېږي.

خو اوس تحقیقات وايي، دا نښې – چې علمي نوم یې (punctate leukonychia) دی- د کلشیم له کموالي سره تړاو نه لري.

څېړنې ښيي چې دا نښې عموماً هغه وخت پیدا کېږي چې نوک ته صدمه ورسېږي. ممکن د لاس ګوته مو له مېز یا کوم بل شي سره ولګېږي او په نتیجه کې یې دا ډول نښه په تدریج پیدا شي.

همداراز د ګوتې یا نوک زبېښل هم د سپینو ټاپو سبب کېدای شي.

خو د سابو په شان خواړه د دې ډول نښو له ژر ورکېدو سره مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...