یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+په پښتو ژبه کې د بیا ویي رغوَنې یا نیولوجېزم اړتیا

په پښتو ژبه کې د بیا ویي رغوَنې یا نیولوجېزم اړتیا

نیولوجېزم داسې یوه پروسه ده، چې پۀ پایله کې یې ژبپوهان د اړتیا پۀ صورت کې پۀ شعوري توګه  نوې کلمې را منځته کوي. دا مېتود پۀ ډېری پرمختللیو ژبو کې کارېږي، تر څو لۀ یوې خوا د مهال لۀ غوښتنو سره سم مخکې یون وشي، ټولنې د وییونو لۀ کمښت سره مخ نۀشي، او بلې خوا ژبې د وییونو لۀ یرغل څخه ساتل شوې وي؛ که پام وکړو، هره ورځ پۀ نړۍ کې داسې نوي څېزونه جوړېږي چې لۀ آره نوم نۀلري، یو خو دلته اړتیا پیدا کېږي چې ټولنې ته د دغه نوې څېز پېژندګلوي وشي، دا پېژندګلوي زیاتره وخت د څېزونو ځانګړنو ته پۀ کتو تر سره کېږي، د ساري پۀ توګه؛ کله چې کمپیوټر جوړ شو، ژپپوهانو د هغه وخت د کمپیوټر ځانګړنو ته پۀ کتو د کمپیوټر ویی ور ته غوره کړ، چې د حساب کوونکي مانا ښندي او د هغه وخت کمپیوټر یو حساب کوونکی ماشین و.
 لۀ بله اړخه که وګورو هغه هېوادونه چې پۀ ورځنۍ توګه پۀکې تر سلو ډېر اختراعات کېږي، ژبې یې هم ورځ، پۀ ورځ نوي وییونه اخلي چې پۀ دې سره نوموړې ژبې خورا د بډاینې خوا ته روانې دي، خو تر څنګ یې همدغه اختراعات لۀ ټاکل شویو نومونو سره یو ځای لۀ لوړو ژبو څخه ټیټو ژبو ته راځي چې پۀ پایله کې یې ټولنې پۀ هماغه نوم اخلی، دا کار ځکه خطرناک دی چې، که تصور وکړئ، پۀ ټوله نړۍ کې پۀ ورځنۍ توګه څومره اختراعات کېږي، دا ټول یو مهال وروسته ټیټو ژبو ته راځي، او که یوه ژبه پۀ پینځو یا لسو کلونو کې تر زرو ډېر پردي وییونه واخلي، او دا چاره جریان پیدا کړي، نو د ژبې د آرې پانګې د لۀ منځه تلو وېره موجوده ده.
پښتو ژبه که څۀ هم یوه محافظتي (conservative) ژبه ده، خو بیا هم یو لۀ هغو ژبو ده چې پۀ اوس مهال کې لۀ پردیو وییونو بیخي ډېره اغېزمنه ده، پۀ سلګونو څۀ چې دا اوس پۀ زرګونو پردي وییونه پښتو ژبې ته راغلي دي، موږ فقط دومره کړي چې د جمعې پر مهال مو خپل سوچه وروستاړي پسې نښلولي دي او مختلطې کړې مو دي، فکر کوو پۀ دې سره مو ویی خپل کړ، د ساري پۀ توګه، کمپیوټر، جمع یې کمپیوټرونه، موبایل، موبایلونه او ور ته نور خو داسې نۀده.
 دا چې ولې پښتو ژبې ته د پردیو وییونو سېلاب تر نورو ډېر او چټک را روان دی، د دې ډېر لاملونه دي، مثلاً اول خو دا چې موږ د دغه سېلاب د را تم کولو لۀپاره داسې یو قوي دریځ نۀلرو، او کوم ژبپوهان چې دې چارې ته متوجه دي او غواړي چې یو څۀ وکړي، هغوی ته هېڅ ډول شرایط برابر نۀدي، بیا هم دوی تر خپله وسه یو څۀ کړي چې موږ یې باید منندوی وو. دویم دا چې پۀ پښتو ژبه کې د ژباړې د لړۍ پیل او مخکې راتللو هم لۀ دې سېلاب سره پۀ تېزۍ کې مرسته کړې ده، زموږ ډېری ژباړونکي چې ژباړې کوي، فقط پۀ هماغه اړوندو ژبو پوهېږي، نور نۀ د ژباړې اصول دومره پېژني او نۀ د ژبپوهنې لۀ نظره د خپلې ژبې ارزښتونو ته پام کوي، ځکه ما وویل، دوی لۀ آره نۀ پوهېږي. پۀ دې برخه کې د کتابونو، مقالو، فلمونو او نورو ژباړې راتلای شي.
 بل لامل یې رسنۍ دي، زموږ رسنیو کله هم دا خطر نۀدی حس کړی چې د دوی کړنې ژبې ته څومره مضرې دی، بیا هم باید ووایم چې دوی د نورو کنډول خوري، نو څۀ به خپلې ژبې ته پام وکړي، ممکن داسې یوه نیمه رسنۍ ولرو چې دې چارې ته یې پام وي او باید یې مننه وشي.
یو وخت مې یوه تلویزیوني ډرامه لیدله چې پۀ پښتو ژباړل شوې وه، زما تر لسو ځلو ډېر پام شو چې (مجادله) ویی پۀ کې د دښمنۍ او جګړې پر ځای وکارول شو، دا کار یا پۀ لوی لاس کېږي یا پۀ ناخبرۍ کې تر سره کېږي، مجادله عربي ویی دی چې مانا یې دوښمني ده، نو موږ چې  پښتو ویی لرو، ولې پردی ویی وکاروو؟
لۀ دې خبرې مې مقصد دا دی چې دلته پۀ وچ زور د پښتو ژبې د وییونو مرګ روان دی، موږ که اوس پام ونۀ کړو، څۀ وخت وروسته به د دې چارې اغېزې را څرګندې شي، خو لۀ موږ به یې ورخ وړی وي.
پۀ اوس مهال کې پۀ پښتو ژبه کې د دې ستر طوفان د ودرولو لۀپاره یوه قوي تګلاره پۀ کار ده تر څو ژبپوهان مو د ژبې د خوندیتوب لۀپاره د نیولوجېزم یا بیا ویي رغوَنې مېتود لۀ پاره کار وکړي، دوی ته اسانتیاوې را منځته کول، شرایط ور ته برابرول اړینې چارې دي چې باید وشي.
آن زۀ خو پۀ دې نظر یم چې موږ باید دې برخې ته ځانګړې رسنۍ، د اخبار، مجلې، راډیو او تلویزیون پۀ ګډون را منځته کړو، تر څنګ یې پۀ ټولنیزو رسنیو کې پراخ کار وشي تر څو خپله ژبه مو خپله بډایه کړې وي، دا کار دومره سخت نۀدی، ځکه که مو پام کړی وي، پخوا مو د باغِ وحش د کلمې لۀپاره پښتو ویی نۀ درلودو، خو اوس ژوبڼ پښتو ویی یې د بدیل پۀ توګه پۀ پراخ ډول کارېږي، د چورلکې ویی او ور ته ډېر یې نور ساري دي، مقصد دا دی چې که دې برخې ته رښتیا کار وشي، نو د پورته وییونو پۀ ډول نور وییونه هم را منځته کولی شو او ټولنه یې هم ژر اخلي.
زۀ پۀ پای کې یو ځل بیا وړاندیز کوم چې د دې چارې ارزښت خورا لوړ دی، بناءً هر څومره ژر چې کېږي، باید یوه منظمه او ګټوره تګلاره را منځته شي.
نورکمال ارشاد

2 COMMENTS

    • تربګني هم ښه بدیل دی، خو دا ویی لۀ لهجو راوتی بريښي، اصلا د پښتو په لرغونو متونو کې دغه کلمه دښن، دښمن، دښمني راغلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب