چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهد ط -انو کورنيو چارو وزارت: ۵۰ زره پوليس مو روزلي

د ط -انو کورنيو چارو وزارت: ۵۰ زره پوليس مو روزلي

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۹ مه) ‏‏‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستيال مولوي نور جلال جلال وايي، چې د طالبانو ۵۰ زره پوليس ځواکونو په لنډ مهاله پروګرامونو کې مسلکي او تخنيکي زده کړې ترلاسه کړي دي.

نوموړي پرون په یوه خبري غونډه کې دغه راز ویلي، چې د یونیفورم له بشپړیدو سره به د نا مسووله کسانو له لوري د دغه یونیفورم کارول په جدي ډول منع شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو نهو مياشتو راهيسې د طالبانو ډېری ځواکونه په شخصي لباسونو کې د خلکو په امنیت ساتلو بوخت وو.

سربېره پر دې، د رسمي یونیفورم د نشتوالي له امله ډېر ځله د طالبانو د ځواکونو له لوري یو شمېر جرمونه هم تر سره شوي دي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت پرون وویل، چې عمومي مشر ېې د دوی د پوليسو نوی یونیفورم منظور کړی او تر راتلونکو دوو اونیو به ېې ۲۰ زرو پوليسو ته په کابل او کندهار ولايتونو کې دغه یونیفورم ووېشل شي.

1 COMMENT

  1. نظامونه به تغییر کوي ، حکومتونه او دولتي چارواکي به خپل ځایونه نورو ته پرېږدي، خو ځینې ارزشونه لکه نظامي او عسکري قطعې ، سربازان ، ملي بیرغ ، اساسي قانونه ، ملي سرود ، دولتي ادارې ، پاسپورتونه ، کرنسي یا اسعار او د هېواد دفاعي ځواکونه په ملت پورې اړه لرې . هغوی باید د تل لپاره وساتل شي .
    د یونیفورم تغییر او تبدیل دې خوار ملت ته ډېر دروند تمامیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب