دوشنبه, مې 6, 2024
Home+په لومړي وار بې چلوونکي ټکسیان کار پیلوي

په لومړي وار بې چلوونکي ټکسیان کار پیلوي

تاند- ټاکل شوې ده چې ژر بې چلوونکي ټکسي موټرونه د امریکا په سن فرانسیسکو ښار کې فعالیت پیل کړي.

د امریکا د کلیفورنیا ایالت د عامه خدماتو کمیسیون (CPUC) کروز کمپنۍ ته، چې په جنرال موټرز کمپنۍ پورې تړاو لري، د بې چلوونکي موټر د کارولو اجازه ورکړې ده.

دا لومړی ځل دی چې روباتیک ټکسي ته اجازه ورکول کېږي چې بې چلوونکي او بې لارښود موټر د کرایې په بدل کې خلک لېږدوي.

د کلیفورنیا د عامه خدماتو د کمیسیون له احازه لیک سره سم، کروز کمپنۍ اجازه لري چې په سن فرانسیسکو ښار کې خپل ۳۰ الیکتریک بې چلوونکي موټر د کار بازار ته وباسي.

د دغو ټکسیانو ډېر تر ډېره سرعت په ساعت کې تر ۳۰ مایلو پورې رسېږي. دا موټر به اوس یوازې د شپې له ۱۰ د سهار تر ۶ بجو پورې په ښار کې کار کوي او کله چې ډېر ورښت وي یا لړه ډېره وي، فعالیت به دروي.

کروز کمپنۍ به په تدریج د بې چلوونکو موټرو خدمات زیات کړي او ګومان کېږي چې راتلونکې د دې ډول موټرو ده ځکه چې د نور پرمختګ په صورت کې به ترافیکي پېښې کمې شي او ترافیکي نظم به نور هم ډېر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب