چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبنذیر سهار؛ د چینې پر غاړه یو رياليست شاعر

نذیر سهار؛ د چینې پر غاړه یو رياليست شاعر

ډاکټر ځلاند

ریالیزم د ژوند د واقعیتونو د څرګندولو دنده په غاړه لري چې په نړیوالو ادبیاتو کې لرغوني تاریخ لری، هومر د ریالیزم د پلار په نامه پیژندل کېږي، خو فرانسوي بلزاک، انګلیسي چارلز ډیکنز په کې ښې ډیرې او په زړه پورې زیاتوني ترسره کړيدي.

ریالیزم د ژوند ترخه حقيقتونو د هغوى د اسبابو او لاملونو له مخې ذكر كوي، يانې ریالیست لیکوال پېښې په مجرده توګه نه ذکر کوي، بلکې اړونده ټولې واقعې او لاملونه چې له نوموړي پیښې سره یو ډول نه یو ډول اړیکه لري تر څیړنې لاندي نیسې.

ریالیست كټ مټ د شاتو د مچيو په څېر له بهر څخه شیره اخلي او له نوموړي شیرې څخه شات جوړوي (ادبي څېړنې، روهي).

په پښتو کلاسیک ادب کې خوشحال بابا د ریالیست شاعر په توګه یادولي شو، ولي په نني بهیر کې ډېر ځوان شاعران د ریالیزم، رومانتیزم، کلاسیزم او دارنګه د نهیلیزم لوري ته په شعوري او یا لاشعوري توګه مایل ښکاري.خو په روان ادبي بهیر کې نذیر سهار د یو ریالیست شاعر په توګه د خپلې ټولنې ستونزي او د نوموړیو ستونزو اسباب د شعر په چوکاټ کې په ښه توګه وړاندي کوي:

دا له اوره رغېدلي خلک بویه

چې تېریږي ترېنه پورته سرې لمبې شي

پښتانه یو د هر چا په دفاع پاڅو

په خپل لاس مو خپلې مېنې کنډوالې شي

د خپل کور و ابادۍ ته خدای وهلي

خو د بل په مزدورۍ مو مټې پرې شي

تر پایه…

د غزل په تنګ او لڼد چوکاټ کې د یو ریالیست شاعر په توګه د ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او اخلاقي سکالوځایول او په بریالي توګه هغه لوستونکو او اورېدونکو ته رسول ډېر ستونزمن کار دى، خو سهار په دې باریکي ښه پوه ښکاري، ځکه خو یې تر خپله وسه نوموړې ستونزې په بریالي توګه وړاندې کړي دي:

دا وګړي له رڼا پوستکی باسي

دغه ځمکه هم په خدای چې لېونۍ ده

غنم وږی تر څو وږو خېټو رسي

لا واکمنه پر موږ دغسې پېړۍ ده

نذير سهار ان له هغه وخته پيژنم چې د هجرت په پنډغالي كې يې پښتو ادب ته نه ستړې كېدونكې هلې ځلې كولې، هغه د ادبي خدمتونو ترڅنګ، پنځونې هم کړې دي خو له نوښتونو څخه ډكې،هغه تل هڅه كړې چې د بل له فكر او خيال څخه ځان ته خپل خيال او فكر ولري، په دې مانا هغه د ژوند مشاهدې او تجربې په نوي ډول يا د خپلو عينكو په ليكنو او شعرونو كې ځاى پر ځاى كړې دي، همدا علت دى چې دا ځوان شاعر او ليكوال يې د يوه ځانګړي سبك څښتن كړى دى.

نذير سهار د یو ریالیست مبارز په توګه سره له ډېرو بندیزونو او ګواښوونه چې د شعر په ژبه، فکر، خیال او منځپانګه لګیدلې وه، هغه د چا خبره د اختناق دوره وه، خو سهار د شاعرانو بنډار د پاره یو لوی او بریالي بهیر د احمدشاه بابا د بهیر تر نامه لاندي پیل کړ، ډېر ځوان شاعران يې وروزل، ډېرو ته يې د زړه د بړاس ايستلو زمینه مساعده کړه او ډېر يې د ژوند په ناویلو خبرو کولو وتوانول چې د زړه خبرې وکړي او نور له خپله ځانه خبر کړي.

په هر صورت، خبرې نه اوږدوم، راځم د سهار د دویمې شعرې ټولګې په منځپانګه او ارزښت خبري کوم، د چینې تر غاړې راشه د نذیر احمد سهار دویمه شعرې ټولګه ده چې له ډېرې خاموشي وروسته يې د چاپ ګاڼه ور واغوستله. د کتاب منځپانګه يې ډېره برخه غزل جوړوي او یو څو د ګوتو په شمار ازاد او منظوم نظمونه او دارنګه یواځې دوه، درې څلوریزې پکې راغلې دي.

سهار پخپلو ټولو کارونو کې ځانګړى سبک او نوښت ته پام کوي، ځکه خو يې زه د روان ځوان بهیر څخه بېل او پخپله لاره روان بریالى ځوان بولم، هغه د یو ریالیست ژورنالست په توګه ښه ډېر ځلېدلى، ښه ډېر واقعیتونو ته یې د خبر څادر ور په غاړه کړى، د ټلوېزون په مخ را څرګند شوى، په راډیويي خپرونه کې هم ښه ځلېدلى او دارنګه په دې برخه کې يې ګڼ شمېر کتابونه لیکلي او په تخلیقي هنر کې کم و زیات په هره برخه کې يې كار كړى دى، د لنډو کیسو کتاب يې لیکلي، ناول يې چاپ ته رسېدلى او پر ژباړو هم ښه برلاسه دى، چې په مختلفو چاپي رسنیو او ګورت پاڼو کې خپرې شوې دي.

د چینې تر غاړه راشه، کتاب د سهار له اوږدي خاموشي وروسته د چاپ ګاڼه واغوستله، یو څه وخت داسې بریښده چې ګواکې سهار شاعري پریښې ده او یا دا چې د شاعري ښاپیرۍ له سهاره خفه شوي. خو زه چې کله د چینې تر غاړي راشه هر بیت یا شعر لولم داسې راته ښکاري چې سهار په تیرې هره شیبه کې شعر لیکلي، د خپلې ټولنې، د خپلې اروا او د خپل جانان هره ښکلي او بده شیبه یې په شعر كې انځور کړي ده او په تیر ټول وخت کې د یو زړه بایلونکي او زړه ګټونکي شاعر په توګه غښتلى او سپڅلي پاتي شوى دى:

ګوره زړه مې د پستو سندرو کور دی

غمه مه راځه په شونډو کې دې اور دی

سهار هر غزل ته په زړه پوري عنوانونه ورکړى دي، لكه: د خندا سکې، دغرو سړی، د رڼا پوستکی، د سندرو اوبه د رڼا احتکار او دېته ورته ډېر نور په زړه پوري عنوانه يې انتخاب کړي دي، دا په دې مانا چې سهار د هر غزل د پاره یو جلا فکر، جلا ژبه او جلا خیال ټاکلي، له دي امله  هغه په لوى لاس د شعر د تکرار او درانګه د خیال تکرار څخه مخنیوى کړى دى:

د رڼا د احتکار په نیت څوک ناست دي

شپه لا نه وي، چې په ستورو ګډه غلا شي

سهار په شعر کې د شعر د هندسې چوکاټ او دارنګه نورو نزاکتونو په خیال کې نیولو سره سره د شعر ژبې ته ډېر ژمن پاتې شوى، سهار د کره پښتو ډېره نږه لغاتونه شاعرانه کړي څنګه چې ژان پل سارتر د شعر د کلماتو په اړه ويلي چې په شعر کې کلمات د نښو نښانو مانا او دنده نه لري، بلکې د شي په توګه منل کیږي، دارنګه سهار صیب هره کلمه پداسې هنریت سره شاعرانه کړي چې همزمانه څو ماناوي او څو مطلبه ترې اخستل کیدایشي لکه چې وايي:

د سومنات له غاړې ګوره، چې تبرونه تاو شول

لکه چې بیا مې بیرغونه پښتانه نیولي

یا داچې:

په کوڅه کې دې د درد سپي راته ناست دي

پېژني مې ستا د کلي واړه کړاڅي

د سومنات د نوم شاعرانه کولو ته او بیا د سومنات او د ابراهیم علیه سلام د بوت د ماتولو او تبر کېسه په څو کلمو کې وړاندي کول او دا ټوله کېسه او کلمات د استعارو په توګه د نننۍ ورځې نمرود ته استعمالول، په رښتیا هم هنر او ریاضت ته اړتیا لري، چې سهار په ډیره بریالي توګه وړاندي کړي دي. او دارنګه د کړاڅي کلمه چې په سهیل لویدیځ افغانستان کې ماشومانو لپاره كارول كېږي، په ډېر هنر سره شاعرانه کړې ده.

لکه څنګه چې د ډیرو شاعرانو په شعرونو کې تخیل او عاطفه له خپل چاپیریال څخه منعکسه شوي ښکاري، خو ډېر كم شاعران په دې دنده کې بریالي ښکاري، درانګه سهار صیب هم د خپل چاپیریال، دخپل ژوند له حالاتو څخه د شعر د پاره خیال او فکر پنځولي، خو سهار دا کار د همدې عاطفي او خیال د همغږیتوب په برخه کې کړي، چې د نوموړیو خیالاتو او حالاتو تر منځ يې نوې اړیکي پیدا کړي او هغوى ته يې د خپل توان مطابق شعریت ور بښلي او پدې برخه کې ښه بریالى ځلیدلى دى.

د اوبو په سپین ورغوي کې سپوږمۍ ده

که داستا پر تندي ځوړنده روپۍ ده

نن د شپې له تور تندي نه خولې څاڅي

لمر په غېږه کې نیولې تر وږمۍ ده

سهار د غزل او نظم د موضوع په ټاکلو کې خورا بریالي ښکاري، هغه د فکر د بېلوالي او نویوالي تر څنګ د هغه د ارايې او وړاندي کولو په برخه کې ښې ډیرې پنځونې کړي او نوښت يې په پام کې نیولي، هغه داسې سکالوګانې په غزلو کې رانغښتي چې ډېرو کمو ملګرو ورته پام کړي دى:

عشق عبادت ته کعبه ونه مونده

راغی زما زړه یې طواف ونیوه

عشق مې د زړه د جومات ور خلاصوي

هیلو له ډاره اعتکاف ونیوه

یا دا چې:

لا د مستیو سترګې نه دي خومار

پر ما د بنګو درانه سیوري راځي

سهار پخپل مزاج کې ډېر ارام او کرار ځوان ښکاري، خو شعرونه يې د خپلي کرارې اراو معکوس خوځنده، له شوره او ځوږه ډک دي، د هغه شعرونه د انقلاب، تاوان، مبارزې، لو، او داسې نورې ډېرې ځانګړنې لري، هغه د افغانانو د بدبختیو د چاڼوولو تر څنګ د نوموړیو پيښو ستونزو د حل لارې او اسباب هم په ګوته کړي دي.

جانانه ژیړ تاویز مې وسپړلو

وایه په شونډو کې ځواب راوله

دا کوچیانۍ مینه دې وتخنوه

د روایاتو انقلاب راوله

تر پایه…

غزل لکه څنګه چې ډېر د مینې او محبت د اظهار تر ټولو ښه وسیله ګڼل کېږي، غزل له شوخې، شرنګ، شور، عشق، محبت او دارنګه د ځوانې له جوشه خروشه ډکه هنرې څانګه ده، سهار صیب هم د مینې اظهار په ډېره ځانګړي او جلا ډول کړي، ځاي ځاي يې له مینې ډکې خبرې د جانان او دلبر په نوم کړي، چې ډېرې خوندورې تشبه ګانې، استعارې او رمزونه لري:

لکه چې لمر د غره په سر ولاړ دی

داسې مې زړه باندې دلبر ولاړ دی

تر پایه …

یا داچې :

چا درنه وړی د خبرو تصویر؟

جانانه اوس خو بې تصویره ګرځې

تر پایه …

که دا ومنو چې شعر د ذهن د ښکلا پېژندنې لومړنى فعالیت دى څنګه چې د هاورز په اند برابره خبره ده ، نو بیا خو سهار د ښکلا د پيژندلو او بیانولو د پاره د شعر ژبه په ډېره ایمانداري او هنریت سره استعمالوي ، او ښکلا ته له خپلې زاويې داسې انځوريز کلمات استعمالوي چې ما ته يې سارى ډېر کم ښکاري:

د کوچۍ دا غټې سترګې زړه ته راغلې

عشقه نور خو د زړه قاب راځنې څاڅي

سهار د وخت د ستم او د حالاتو د جبر تر اغېز لاندې شاعرې کړې ده، له دې كبله كله كله يې د شعر ژبه ډېره ترخه او شعاري شوي ده، خو دا د دې لامل كېداى نه شي چې د ده د ښې شاعرۍ مخه ونيسي بلکې کیدایشي د اړتیا له مخې يې دا کار ترسره کړي وي لکه :

اوس توغندي د حافظ کاڼي دي بېباکه راځي

د سر سړي را څخه وړي هلیکوپتر جانانه

هغه، چې نجونو به په کلي په ګودر یاداوه

پرون یې وویشت په مرمۍ په دې ټټر جانانه

او په پای کې داهم د سهار یو خوږ او خوندور غزل:

لیونی شوم مستانه شوم ساقي بنګ را

څو سندرې را له وتخنوه بنګ را

اې د پېغلو انځورونکیه رابښه يې !

د ګودر په دې نښترو کې یو رنګ را

لیونی یمه، سوالګر یم دامنم زه

په سوالګرو خلک رحم کړي قلنګ را

ستا د سترګو تورو ووژلم ښکلې

اوس زما دې سپینو سترګو ته هم جنګ را

پام چې ماتې ژمنې بیا رایادې نه کړې

نورې ګوتې لاس په لاس او څنګ په څنګ را

خدای دې ووهه سخا در ځنې غواړم

د سهار لپاره یو موټی لونګ را

ځلاند، کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب