شنبه, اپریل 27, 2024
Home+لاړ / اسدالله غضنفر

لاړ / اسدالله غضنفر

غني خان وایي:

ربه اې جانانه ربه دغه یو سوال خو منظور که

ګنې لاړ غني دې مړ شو، ورپسې یې ژبۍ کېږي

دغه (لاړ) او د دې جملې (لاړ) سره بېل دي:« احمد بازار ته لاړ.»

د احمد په جمله کې که (لاړ) نه وي، جمله شړېږي او معنا نیمګړې پاتېږي خو د غني خان په بیت کې که (لاړ) وباسو، اصلي معنا ته صدمه نه رسېږي. د غني خان د بیت (لاړ) همېشه همدا د ساده ماضي بڼه لري، حال دا چې د احمد د جملې (لاړ) مختلفې بڼې خپلوي: احمد بازار ته ځي…احمد به بازار ته لاړ شي…احمد بازار ته تللی و… د غني د بیت په (لاړ) پسې خامخا یو بل فعل وي خو د احمد د جملې (لاړ) یوازې هم راځي. د احمد د جملې (لاړ) د نورو فعلونو غوندې منفي کېدای هم شي خو د غني د بیت (لاړ) هیڅ وخت د (نه لاړ) په بڼه نه راځي.

 که یو څوک د چا په ستاینه کې ډېرې عاشقانه خبرې وکړي، د مجلس ملګري ېې ممکن ورته ووایي:« سړیه لاړې میین شوې.» دغه (لاړې) هم همیشه د ساده ماضي بڼه لري،ورپسې یې یو فعل وي او په ایستلو سره یې نه جمله شړېږي، نه اصلي مطلب ته صدمه رسېږي.

 فعل د جملې حتمي کلمه ده خو قید ډیر ځله اختیاري دی، یعنې که یې باسو، جمله ورسره نه ژوبلېږي. له بلې خوا اصلي قید (دلته مې منظور هغه قیدونه دي چې وییکي یې په ترکیب کې شامل نه وي او د عبارت بڼه ونلري) په جمله کې معمولا د فعل په څنګ کې وي. (لاړې) او(میین شوې) په مشکله بېلولای شو. ممکن ووایو چې «لاړې احمده میین شوې.» خو ډیره فاصله پکې نه شو راوستلای، مثلا داسې نه وایو چې: احمده لاړې،ستا له خبرو داسې ښکاري چې میین شوې.» د غني خان په بیت کې هم د (لاړ) او(مړشو) تر منځ (ژبۍ کېږي) نه شو راوړلای. فعلونه منفي کېدای شي او موږ ویلای شو چې (احمد بازار ته نه لاړ) خو قیدونه نه منفي کېږي. موږ مثلا هیڅ وخت نه وایو چې: محمود بازار ته نه ژر ژر لاړ. لکه څنګه چې مو وویل د غني د بیت (لاړ) هم هیڅوخت په منفي بڼه نه راځي. ایا زموږ تر بحث لاندې (لاړ) خو به په قید باندې نه وي بدل شوی؟

 کلمې خپل ګرامري دریځ ډېر ځله بدلوي. مثلا اسم په صفت بدلېږي او برعکس. دغه راز یوه کلمه به په یوه جمله کې صفت وي، په بله کې به د قید نقش تر سره کوي. په دې جمله کې (نور) صفت دی: نور خلک هم راغلل،خو په دې بله جمله کې قید دی: دی نور نه پاتېږي.پښتو فعلونه هم کله کله او ډېر لږ خپل ګرامري دریځ بدلوي. مثلا (مه کوه) یا (مه وایه) په ځینو جملو کې د (خو) وییکي دنده په غاړه اخلي: مېلمانه راسره وو، هوټل ته وختو، ډوډۍ مو وخوړه، جیب ته مې لاس کړ، مه وایه چې غیران راسره نشته… دلته د (مه وایه چې) فعلي عبارت د (خو) په ځای راغلی دی.

 زه چندان نه پوهېږم چې د وییکي په نقش کې به (مه وایه) یا (مه کوه) څومره عام وي خو په لیکني او کلاسیک ادب کې هم د فعل د غیرفعلي نقشونو منل شوي مثالونه پیدا کولای شو.

حمید مومند وایي:

 ما وې عین ګڼه ګل دی د غونچې په لمن نغښتی

که مې کوت یو ګل اندام و، پروت په سبزه دوشاله کې

دلته (ګڼه) د ګنې یا غوندې په معنا د تشبیه وییکی دی،حال دا چې په اصل کې د ګڼلو د فعل یوه بڼه او صیغه ده. ته وا (ته به وایې) هم د لکه او ګواکې په معنا د تشبیه یو توری دی چې فعل پکې ګرامري دریځ بدل کړی او په وییکي اوښتی دی. په لاندنۍ جمله کې (ته به وایې) فعلي عبارت دی او په ورپسې جمله کې د وییکي نقش تر سره کوي:

(۱) پوهېدم چې ته به وایې احمد ولې رانغی.

(۲) داسې خوشحاله ګرځي ته به وایې د پلار واده یې دی.

په لومړۍ جمله کې چې (وایې) خپل اصلي فعلي نقش لري، د فعل مختلفې بڼې او صیغې خپلولای شي: تا ویلي وو چې احمد ولې رانغې…

 خو فعلونه چې په غیرفعلي کلمو واوړي، د غیرفعلي کلمو غوندې تر ډېره حده ثابته بڼه مومي او د خپل فعلي حالت برخلاف د مختلفو صیغو جامه نه اغوندي.

 د قید عام تعریف دا دی چې د فعل څرنګوالی بیانوي، نو یو فعل باید خامخا وي چې یو قید یې څرنګوالی بیان کړي،یعنې د قید لپاره د فعل شتون حتمي دی. لکه څنګه چې مو مخکې وویل، تر بحث لاندې (لاړ) همیشه له یوه فعل سره راځي چې د قیدوالي شک یې زیاتولای شي،ځکه که فعل وای نو دا به ضرور نه وه چې خامخا بل فعل ته اړتیا ولري.

 هغه کلمې چې ګرامري دریځ یې یو شان وي د (او) په ذریعه سره وصلولای شو. موږ وایو: احمد او محمود راغلل، ځکه دواړه فاعل اسمونه دي خو هیڅوخت نه وایو چې احمد او لاړل یا احمد او ژر ژر. د نورو همدریځو کلمو په شان فعلونه هم د (او) په ذریعه سره وصلولای شو: احمد لاړ او راغی. که چېرې تر بحث لاندې (لاړ) په رښتیا فعل وي، نو ولې نه شو ویلای چې غني لاړ او مړ شو یا سړیه لاړې او میین شوې؟ دلته که (او) ورکوو، له (لاړ) څخه به د فعل واقعي معنا اخلو،یعنې غني به چېرته تللی او مړ شوی وي، حال دا چې په بیت کې د شاعر مطلب دا نه دی چې تر مرګ له مخه چېرته ځي او بیا مري.

 که د چا سترګې پټې پټې کېږي او د خوب په درشل کې وي، موږ ممکن ووایو چې: سړی لاړ، ویده شو. موږ که ووایو چې سړی لاړ او ویده شو، نو مطلب به مو دا وي چې چېرته تللی او بیا ویده شوی دی.

په پښتو کې دا بهتره راښکاري چې دوه هم معنا فعلونه د(او) په ذریعه سره وصل نه کړو، مثلا احمد ځي، نه ایسارېږي. دغه راز ځینې نور فعلونه دي چې د جملې د دویم فعل د تصویري کولو یا په دویم فعل باندې د تاکید لپاره راځي او د تر بحث لاندې (لاړ) په څېر د حرکت له مفهوم سره تعلق لري، معمولا د(او) په ذریعه نه وصل کوو. مثالونه: (۱) احمد راپاڅېد، موټر یې خرڅ کړ.(۲) احمد را ولاړ شو، ورور ته یې واده وکړ.(۳) احمد زما په خبره کې راټوپ کړل،ویې ویل…(یادونه: دریمه جمله ډېر ځله د ویلو له فعله پرته راځي چې په اصل کې د ویلو  فعل پکې وي خو په ظاهره حذف شوی وي،ځکه د بل په خبره کې ټوپ کول، همدا د بل د خبرو د غوڅولو له لارې څه ویلو ته وایي.) دا مثالونه دا هم راښيي چې لومړي فعلونه یې له دویمو هغو سره په څنګ کې راځي. ایا تر بحث لاندې (لاړ) د دغو جملو له لومړیو فعلونو فرق لري؟

ځواب دا دی چې تر بحث لاندې (لاړ) هیڅوخت د (او) په ذریعه د جملې له ورپسې فعل سره نه شو یو ځای کولای، حال دا چې د لومړۍ، دویمې او دریمې جملې د فعلونو تر منځ دا امکان شته. موږ ویلای شو چې احمد راپاڅېد او موټر یې خرڅ کړ. دلته (او) د جملې معنا نه بدلوي، خو (احمد لاړ او ویده شو.) خامخا دا معنا لري چې احمد تر ویده کېدو له مخه پاڅېدلی، چیرته تللی او بیا ویده شوی  دی.

 د ذکر شویو مثالونو او (لاړ) یو بل لوی فرق دا دی چې (لاړ) همیشه د ساده ماضي به بڼه وي، خو د ذکر شویو مثالونو فعلونه په نورو زمانو کې هم راتلای شي: احمد راپاڅېدلی او ورور ته یې واده کړی و. زه پوهېدم چې دی به زما په خبره کې راټوپ کړي او وبه وایي…

 که تر بحث لاندې (لاړ) ته قیدي نقش ومنو، معنا به یې څه وي؟ کیدای شي چې (په درشل کې) یې وبولو. د غني خان په بیت کې یې معنا دا ده چې غني خان د مړ کېدلو په درشل کې دی او د «سړیه لاړې میین شوې» په جمله کې هم دا معنا لرلای شي چې سړیه د میین کېدلو په درشل کې یې. لنډۍ ده چې:

خبره لاړه ډنډوره شوه

جانانه خپل غم دې کوه خپل به کومه

یعنې خبره د ډنډوره کېدو په درشل کې ده.

دلته که (لاړ) په اصلي فعلي معنا کې واخلو، نو مطلب به دا شي چې (خبره) ژوندۍ تصور شوې ده چې کور په کور ګرځېدلې او ډنډوره یې جوړه کړې ده. دغه تصور خوندور دی او په شعري سبک کې د مختلفو تعبیرونو اجازه لا زیاته ده خو هغه تعبیر نه ورسره کمزوری کېږي چې د (لاړ) د قیدي نقش په اړه یې وړاندې کوو.

  که خبره په نژدې راتلونکې کې ډنډوره کېږي یا غني د مرګ په درشل کې دی، نو هم (لاړ) او هم ورپسې فعلونه (مړ شو) او (ډڼډوره شوه) ولې د ماضي په بڼه راغلي دي؟ د «سړیه لاړې میین شوې» په جمله کې هم د پیل کېدونکې آیندې خبره کېږي. په دغو جملو کې د پیل کېدونکې آیندې خبره ولې د ساده ماضي په بڼه بیان شوې ده؟

 ځواب دا دی چې په پښتو کې د فعل د ساده ماضي صیغه په ځینو ځایونو کې د ډېر نژدې راتلونکي لپاره هم استعمالېږي. که څوک تلفون راوکړي چې راشه او زما نیت وي چې دوه، درې دقیقې وروسته ور روان شم، نو ممکن ورته ووایم: درغلم!

 دلته پوښتنه پیدا کېږي چې که ساده ماضي د نژدې راتلونکې لپاره راتلای شي نو له (غني مړ شو) باید دا معنا واخیستلای شو چې غني د مرګ په درشل کې دی او په دې ډول (لاړ) ته څه اړتیا ده؟

 ځواب دا دی چې د نژدې ماضي فعلونه هغه وخت د پیل کېدونکې آیندې معنا رسولای شي چې نورې نخښې موجودې وي. کله چې زه ملګري ته وایم چې درغلم، هغه د مکالمې له محتوا پوهېږي چې له دې وروسته به سمدستي ورځم. که یو څوک د ویالې په غاړه ولاړ وي او د ټوپ وهلو په درشل کې وي ،ممکن ووایي چې ټوپ مې کړل! موږ له نخښو او قراینو پوهېږو چې ده د ساده ماضي فعل د نژدې راتلونکې لپاره استعمال کړ، خو که په بل ځای کې دا خبره وکړي، موږ به فعل په ماضي کې پېښ شوی ګڼو.

 د راتلونکي وخت لپاره د ساده ماضي استعمال یوه بله معنا هم رسوي چې زموږ تر بحث لاندې (لاړ) یې په لېږدولو کې پکارېږي. داسې وګڼئ چې یو چا ته د یو کار وایم. هغه ممکن راته ووایی: وبه شي! دی داسې هم ویلی شي: وشو! په دې وروستۍ جمله کې د هغه څه لپاره چې له دې وروسته به کېږي، ځکه د ساده ماضي زمانه کارېدلې ده چې  ما مطمین کړي او زه داسې وګڼم  لکه  کار چې شوی وي. مطلب دا  چې د آینده زمانې لپاره د  ساده ماضي د استعمال یو نقش دا دی چې په  خبره باندې تاکید وشي یعنې ( وشو) د ( خامخا به وشي) په معنا  اخلم.

د (غني لاړ مړ شو.) په جمله کې (لاړ) د (خامخا) د معنا په لېږدولو کې هم پکارېږي. تر بحث لاندې (لاړ) چې په هره جمله کې راشي، نه یوازې ( په درشل کې) بلکې (خامخا) ته ورته معنا هم لېږدوي.

 ایا تر بحث لاندې (لاړ) یو داسې قید وبولو چې د ځینو فعلونو د پېښېدو وخت( په درشل کې) ته اشاره کوي او دغه راز په فعل باندې د تاکید (خامخا) پازه په غاړه لري؟ ځواب نیمګړی دی ځکه چې تر بحث لاندې (لاړ) ځينې نورې معناوې هم لېږدوي. بله دا چې تر بحث لاندې (لاړ) کې، هم د بڼې او هم د معنا په لحاظ، د فعلي حالت ځینې ځانګړنې پاتې دي او یو داسې دريځ لري چې که یې بشپړ فعل نه شو بللای نو بشپړ قید هم نه دی.

دا سمه ده چې تر بحث لاندې (لاړ) د مختلفو زمانو جامه نه اغوندي، مګر د شمېر او شخص په لحاظ یې د فعل اصلي ځانګړنې ساتلي دي:لاړل ختم شول. (دریم شخص، جمع)، لاړې پاچا شوې. (دویم شخص،مفرد)، لاړم غرق شوم. (اول شخص، مفرد)

 په دستارنامه کې لولو:«ډار په هر نفس کې له کفره بویه،نه له ګناهه.که یوه ذره حرام وته څوک حلال ووایي،نور لاړ.» دلته(لاړ) د (له حده ووت)، (له دایرې ووت)، (له پولې واوښت) یا (له اصلي ځایه بې ځایه شو)، په څېر معناوې رسوي چې د (لاړ) فعل یوه ضمني او مجازي معنا ده. په ځینو لهجو کې د (زړه مې ولاړ)، جمله شته چې د وارخطایي په وخت ویل کېږي او منظور دا وي چې زړه مې له خپل ځایه بې ځایه شو.

 موږ د (لاړ) همدا ضمني معنا هم تر بحث لاندې (لاړ) کې لیدلی شو. غني لاړ مړ شو یعنې غني د ژوند له حده وځي،مري. خبره لاړه ډنډوره شوه،یعنې خبره زما او ستا د راز له حدودو ووته. د (لاړ) په دې معنا کې یو مکاني مفهوم پروت دی، حال دا چې (په درشل کې) مو یو زماني مفهوم وباله. دغه راز ومو ویل چې (لاړ) تاکیدي قید ته ورته دنده  تر سره کوي. په دې سربېره په تربحث لاندې(لاړ) کې یوه بله معنا هم احساسولای شو چې دلته ورته د( نتیجې)دنده وایم. البته دا دنده تر ډېره حده له هغه(شو) یا یې معادل فعل سره تعلق لري چې په (لاړ) پسې راځي.

 که خدای پاک د غني سوال منظور نه کړي نو په نتیجه کې به غني مري، که یو څوک د عاشقانو غوندې خبرې کوي نو ویلای شو چې سړی د میین کېدو په درشل کې دی، که د چا سترګې پټې پټې کېږي او خوب یې زنګوي نو ډېر ژر به ویده شي.

 په ځینو شپو کې سپوږمۍ د اسمان په څنډه، څنډه کې ولاړه وي او زمکې ته ډېره نژدې شوې ښکاري. په دې لاندې بیت کې یې د مځکې د مخ په سپوږمۍ پسې د رالوېدو وېره بیان شوې ده:

 بېګا سپوږمۍ شوه دومره ورټیټه

چې ما وې لاړه، اوس، نوره لوېږي

             (غزلبڼ)

مطلب دا چې مځکې ته د سپوږمۍ د دومره راټیټېدو په نتیجه کې دا احتمال شته چې راولوېږي. که د(لاړه) لپاره قیدي نقش ومنو نو ویلای شو چې د زمان،مکان، تاکید او نتیجې د قیدونو معناګانې پکې نغښتې دي. په پاسني بیت کې (لاړه) د نتیجې په مفهوم سربېره له اصلي ځایه د بې ځایه کېدو، خامخا او (په درشل کې) معناوې هم رسوي. تر اوسه چې مو کوم مثالونه ورکړي دي، په ټولو کې همدا څلور مفهومه موجود دي.(یادونه: په پاسني بیت کې [لاړه] ځکه له اصلي فعله یو څه لرې ده چې [اوس] او [نوره] قیدونه دي او یا ویلای شو چې د اوس او نوره قیدي ماهیت تر لاړه زیات دی،ځکه خو فعل ته لا ورجوخت دي.)

شاید وویل شي چې (خبره لاړه ډنډوره شوه) کې خو (لاړه + شوه)د نتیجې مفهوم نه رسوي. په ځواب کې ویلای شو چې ضرور نه ده چې د (لاړ+شو) په ټولو جملو کې ذکر شوې څلور سره معناګانې ومومو. بله دا چې  ځینې لنډۍ په اصل کې یوازې نه وي بلکې د عاشق او معشوق تر منځ د یوې مکالمې برخه وي.پاسنۍ لنډۍ هم د یوې مکالمې برخه ده چې یوه کړۍ یې زما یاده ده:

 خلک به هر څه هر څه وایي

جانانه مه د چا منه نه یې منمه

منظور مې دا دی چې د (خبره لاړه ډنډوره شوه) په جمله کې د (لاړه +شوه) د نتیجې مفهوم ممکن د دې لنډۍ په مخکینو کړیو کې وي.

 اوس به یوه بله پوښتنه وکړو چې تر بحث لاندې (لاړه) له کوم ډول فعلونو سره راځي؟

 د ( ما وې لاړه اوس نوره لوېږي) له جملې پرته زموږ په ټولو مثالونو کې(لاړ) د (شو) له فعل سره راغلی و. د (لوېږي) معنا هم له (شو) بېله نه ده. (شول: شو، وبه شي…) او (کول: کېږي، لوېږي…) د فعلونو په داسې کورنۍ کې شامل دي چې ثابت حالت نه بیانوي، بلکې له یوه حالته بل حالت ته د تلو مفهوم پکې نغښتی دی:

  احمد ښوونکی دی.

  احمد ښوونکی شو.

 احمد ښوونکی کېږي.

لومړۍ جمله ثابت حالت بیانوي. دویمه جمله یوې شوې پېښې او راغلي تغییر ته اشاره کوي. دریمه جمله راته وایي چې یوه پېښه د واقع کېدو په درشل کې ده.

دغه راز:

 احمد کور لري.

احمد له بایسکله راولوېد.

 په لومړۍ جمله کې پېښه نه نشته خو دویمه پېښې ته اشاره کوي. تر بحث لاندې (لاړ) له (شو) یا د معنا په لحاظ د (شو) له معادل فعل سره راځي او د( ما وې لاړه اوس نوره لوېږي) په جمله کې هم اصلي واقعه له بېګا او ساده ماضي سره تعلق لري او له ‎(شو) سره یې په معنا کې توپیر نشته.( هغه فارغ شو. هغه فارغېږي.)

(۱)احمد لاړ،لو کوي.

(۲) نجیبه لاړه،پخلی کوي.

(۳) سلیم لاړ، میین شو.

 په دریمه جمله کې چې (لاړ)فعلي معنا نلري موږ نه شو ویلای چې سلیم میین کېدلو ته لاړ یا سلیم لاړ چې میین شي خو په لومړیو دوو جملو کې(لاړ) فعلي معنا لري او مطلب دا دی چې احمد لو کولو ته لاړ او نجیبه پخلي کولو ته لاړه. لومړۍ دوې جملې تقریبا د دغو جملو معادله معنا ښندي: احمد لاړ چې لو وکړي او نجیبه لاړه چې پخلي وکړي. (یادونه:تقریبا مې ځکه ورسره وویل چې په معنا کې یې یو باریک فرق شته. د [احمد لاړ،لو کوي]جملې ویونکی د احمد د تلو او لو کولو،دواړو په اړه یقیني دی، حال دا چې د [احمد لاړ چې لو وکړي] جملې ویونکی یوازې د احمد د تلو خبره په یقین سره کوي .)

 موږ وویل چې تر بحث لاندې(لاړ) له هغو فعلونو سره راځي چې د پېښې او له یوه حالته بل حالت ته د تلو معنا پکې نغښتې وي. که څه هم په(لوکولو) او( پخلي کولو) کې د پېښې او تغییر مفهوم نغښتی دی خو د دریمې جملې یعنې تر بحث لاندې (لاړ) ورسره نه راځي. ولې؟ ځکه چې تر بحث لاندې (لاړ) په هغو جملو کې نه راځي چې مسند الیه پخپله د یو کار کوونکی دی( لکه په لومړۍ او دویمه جمله کې) بلکې په هغو جملو کې راځي چې مسند الیه ته یوه واقعه ورپېښېږي.( لکه په دریمه جمله کې چې سلیم ته یو څه ورپېښېدونکي دي.)

څرنګه چې د (لاړ) په جمله کې مسند الیه د پېښې او تغییر ارادي عامل نه دی او (له خپل اصلي ځایه د بې ځایه کېدلو) منفي مفهوم هم پکې پروت دی، نو معمولا په هغو جملو کې راځي چې د متکلم او مخاطب لپاره د خوښې وړ او مثبته معنا نلري. په (لاړ مړ شو) یا (لاړه ولوېده) کې منفي معنا څرګنده ده.  په هغو جملو کې چې په ظاهره منفي معنا پکې نشته( لکه: لاړې میین شوې یا سړی لاړ پاچا شو.) هم یو منفي مفهوم پروت دی،ځکه له خپل اصلي ځایه بې ځایه کېدل، ډېر ځله  داسې څه ګڼو چې ممکن منفي عواقب ولري.

 د معنا په لحاظ د تر بحث لاندې(لاړ) یوه بله ځانګړنه دا ده چې معمولا له هغو جملو سره راځي چې مسندالیه پکې یا انسان وي او یا غواړو چې اهمیت ورکړو او د ذیروح په سترګه ورته وګورو. موږ ممکن ووایو چې وطن لاړ تباه شو یا قصه لاړه ګډه وډه شوه خو داسې نه وایو چې دروازه لاړه پورې شوه او که فرضا ووایو چې پیاله لاړه ماته شوه، نو منظور مو طنزي وي.

بله دا چې تر بحث لاندې (لاړ) له هغو فعلونو سره راځي چې هم د پیښې او تغییر مفهوم پکې نغښتی وي او هم په شېبه کې پېښېږي. یو څوک ممکن یوه دقیقه یا یو ساعت یا ټوله ورځ لو او پخلی وکړي، خو تر بحث لاندې (لاړ) یوازې د هغو فعلونو په څنګ کې وینو چې په شېبه کې واقع کېږي.

که احمد وینا کوي، موږ وایو چې احمد د وینا په حال کې دی او که محمود د غره څوکې ته بېخي نژدې شوی وي، موږ وایو چې محمود د غره څوکې ته د رسېدو په حال کې دی. دلته د دواړو جملو (په حال کې) یوه معنا نلري. په لومړۍ جمله کې مقصد دا دی چې احمد د وینا د منځ په یوه یرخه کې دی خو د غره څوکې ته رسېدل دغسې منځ نلري. څوکې ته رسېدل صرف رسېدل او نه رسېدل لري او فعل یې په شېبه کې پېښېږي. تر بحث لاندې (لاړ) له هغو فعلونو سره راځي چې د سترګو په رپ کې پېښېږي. یو غر ګرځی که دوې دقیقې یا لس ساعته په غره کې وګرځي، په دواړو حالتونو کې په غره کې ګرځېدلی دی خو څوکې ته د رسېدو لپاره صرف یوه شېبه پکار ده. ځینې فعلونه په شېبه کې پېښېږي او ځينې نور غځېدونکی وخت لرلای شي.

 تر بحث لاندې ( لاړ) له داسې فعلونو سره راځي چې په شېبه کې پېښېږي. موږ داسې نه وایو چې هغه لاړ،ویده دی، خو داسې وایو چې هغه لاړ ویده شو، ځکه چې ویده کېدل د شېبې فعل دی او ویده پاتېدل دوامداره وخت غواړي. د شېبې فعلونه یوازې د دوو متفاوتو حالتونو تر منځ پوله راښیي. مثلا پلانی ویده شو، یعنې د ویښې له پولې ورواوښت، پلانی کېناست یعنې د نه کېناستلو له پولې واوښت، پلاني ټیم لوبه وګټله یعنې د نه ګټلو له پړاوه تېر شو. هغه فعلونه چې وخت پکې غځېدای شي، لکه وینا کول، پخلی کول او لو کول، مینځ هم لري،ځکه خو کله چې وایو زموږ ټیم د لوبې د ګټلو په حال کې دی،منظور مو دا وي چې د لوبې د ګتلو په درشل کې دی. (لوبه ګټل) چې د شېبې فعل دی، منځ نه لري. تر بحث  لاندې (لاړ) چې د زمان په لحاظ (په درشل کې) او د مکان په لحاظ (له یوه حده او یوې پولې واووښت) معنا رسوي، له هغو فعلونو سره راځي چې هم د تغییر مفهوم پکې وي او هم د شېبې.

 کله چې یو څوک وټوخېږي یا وپړنجېږي، هم یوه پېښه وشي او هم په شېبه کې وشي، خو موږ له دغسې فعلونو سره تر بحث لاندې(لاړ) نه استعمالوو، مثلا نه وایو چې:« احمد لاړ،وټوخېده.» ځکه چې دا پېښې بې مطلبه ګڼو. منظور مې دا نه دی چې بیولوژیک عوامل نه لري یا په ناستو کسانو اثر نه پرېباسي. منظور مې دا دی چې متکلم او مخاطب ته بې مطلبه، بې مفهومه،اتومات او ناڅاپي ښکاري.

 د هغو فعلونو دقیق پیژندل چې تر بحث لاندې لاړ ورسره راتلای شي، شاید نور کار هم وغواړي. دلته به د بحث لمن ونغاړو او د خپلو نتایجو لنډیز به بیان کړو:

  • تر بحث لاندې (لاړ) د (لاړ) فعلي او اصلي مفهوم تر ډېره حده له لاسه ورکړی دی او قیدي ځانګړنې لري.
  • دغه(لاړ) صرف د فعلونو له خاصې کورنۍ سره چې پاس یې یادونه وشوه، راتلای شي.
  • په دغه(لاړ) کې د خامخا، په درشل کې، بې ځایه کېدلو او نتیجې مفهومونه پراته دي. دا ضرور نه ده چې دغه مفاهیم دې ټول د (لاړ+ شو یا یې معادل فعل) په ټولو جملو کې وي او یا دې په یوه اندازه وي.خوشحال فرمایي:

خبرې د مجنون او د لیلا لاړې زړې شوې

زما او ستا خبرې تازه نوی حکایت دی

دلته (لاړې) تر ډېره حده په فعل باندې د تاکید (خامخا ته ورته مفهوم) نقش تر سره کوي او د (سپوږمۍ لاړه لوېږي) په جمله کې د (په درشل کې) معنا زیاته رسوي.

  • د دغه(لاړ) د ګرامري دریځ او مفهوم پېژندل راسره مرسته کوي چې د استعمال سم ځای یې وپیژنو او د خپل ګرامر یو په ظاهره بې قاعدې ټکي ته قاعده ومومو.
  • د (لاړ) بحث کېدای شي چې د شېبې فعلونو په اړه موږ ته نوي موضوعات راکړي. کله چې وایو: کوټه توده وه. ټول خوشحاله وو. احمد هم راغلی و.» دلته د احمد لپاره د بعید ماضي فعل د دې لپاره نه دی راوړل شوی چې د ده راتګ د کوټې تر تودېدو او د ټولو تر خوشحالېدو مخکې وښیي. موږ په دې مثال کې د دریمې جملې د بعیدې ماضي فعل د لومړیو دوو جملو د ساده ماضي له فعل سره د یو ډول زمانې فعلونه ګڼو او علت یې دا دی چې د شیبې  د فعلونو بعیده ماضي  ډېر ځله د نورو فعلونو له ساده ماضي سره همزمانه وي. موږ وایو« سوړ باد لګېده، لمر لوېدلی و.» دلته هم د لمر لوېدو د بعېدې ماضي فعل د بادلګېدو د ساده ماضي له فعل سره راغی،ځکه چې (لمر لوېدل) د شېبې فعل دی او کله چې وایو لمر لوېږي، منظور دا دی چې د لوېدو په درشل کې دی خو چې وایو، باد لګېږي، منظور دا دی چې دا پېښه همدا اوس جاري ده.

6 COMMENTS

  1. (( د احمد د جملې (لاړ) مختلفې بڼې خپلوي: احمد بازار ته ځي…احمد به بازار ته لاړ شي…احمد بازار ته تللی و… ))

    غضنفر صاحب ستاسو څخه مو هیله داده چې د شل کلن یرغل په غوبل کې ځیني کلیمې چې په بي بي سي (کابل) او د افغانستان راډیو تلویزیون کې د یوې مشخصي کتګوري یا په بل عبارت یوازي د یوه معین دیار څخه د استخدام شوویو خبریالانو په مرسته جبراَ د هیواد په مطلق اکثریت پښتو ویونکو باندي ورتپل شوې دي.(ممکن وجه یې داوه چې د هیواد له جنوبي، مرکزي او غربي سیمو څخه د ور تېر یرغل (روسان) د کسات په وجه څوک نه ول چې په کابل کې مایک ته کیني…).
    د دغو کسانو شعوري یا غیري شعوري ستاندارد پښتو ته د کلیمو د تغیر په موخه ور داخلي کړې.
    له هغې جملي څخه یو همدغه ستاسو (لاړ) دی. ستاسو د پورته بیان له مخي که (لاړ) د وُلاړ پر ځای و کاروو، نو بیا خو د احمد بازار ته لاړ فعل بل حالت یي باید احمد بازار ته تلی دی، وي. د غني خان په کور وکلي کې هیڅوک تللی نه وايي!
    نو له تاسو څخه پوښتنه کوم چې ولي د ولاړ پرځای په خپلو لیکنو کې لاړ کاروئ؟ که تاسو ته لاړ او لاړشي سم ښکاري، بیانو تلی هم باید سم درته ښکاره شي، هسي خو نه کیږي چې لاړ او لاړشي منې او تلی به ردوې!
    د خروټیو د قوم په شمول توخي، بارکزي، اسحاقزي، سدوزي، پوپلزي، نورزي، محمدزي، احمدزي، کاکړ، ملاخېل، اندړ، تره کي، سلیمانخېل ګرد کوچیان او… قومونه (لاړ) نه کاروي، بلکې (وُِِلاړ) وايي او بل ډول یې هماغه تللی دی.
    منندوی به مویم که همدلته مفصل ځواب هم راته و لیکئ.
    والسلام

  2. مخکې ټایپي سهوه شوې، دغه وروستی متن د اعتبار وړ دی.

    دمتن په پیل کې لولو:
    (( د احمد د جملې (لاړ) مختلفې بڼې خپلوي: احمد بازار ته ځي…احمد به بازار ته لاړ شي…احمد بازار ته تللی و… ))

    غضنفر صاحب: تاسو ته معلومه ده چې د شل کلن یرغل په غوبل کې ځیني کلیمې چې په بي بي سي (کابل) او د افغانستان راډیو تلویزیون کې د یوې مشخصي کتګوري یا په بل عبارت یوازي د یوه معین دیار څخه د استخدام شوویو خبریالانو په مرسته جبراَ د هیواد په مطلق اکثریت پښتو ویونکو باندي ورتپل شوې دي.(ممکن وجه یې داوه چې د هیواد له جنوبي، مرکزي او غربي سیمو څخه د ور تېر یرغل (روسان) د کسات په وجه څوک نه ول چې په کابل کې مایک ته کیني…).
    د دغو کسانو شعوري یا غیري شعوري ستاندارد پښتو ته د کلیمو د تغیر په موخه ور داخلي کړې.
    له هغې جملي څخه یو همدغه ستاسو (لاړ) دی. ستاسو د پورته بیان له مخي که (لاړ) د وُلاړ پر ځای و کاروو، نو بیا خو د احمد بازار ته لاړ فعل بل حالت یي باید احمد بازار ته تلی دی، وي. د غني خان په کور وکلي کې هیڅوک تللی نه وايي!
    نو له تاسو څخه پوښتنه کوم چې ولي د ولاړ پرځای په خپلو لیکنو کې لاړ کاروئ؟ که تاسو ته لاړ او لاړشي سم ښکاري، بیانو تلی هم باید سم درته ښکاره شي، هسي خو نه کیږي چې لاړ او لاړشي منې او تلی به ردوې!
    د خروټیو د قوم په شمول توخي، بارکزي، اسحاقزي، سدوزي، پوپلزي، نورزي، محمدزي، احمدزي، کاکړ، ملاخېل، اندړ، تره کي، سلیمانخېل ګرد کوچیان او… قومونه (لاړ) نه کاروي، بلکې (وُِِلاړ) وايي او بل ډول یې هماغه تللی دی.
    منندوی به مویم که همدلته مفصل ځواب هم راته و لیکئ.
    والسلام

  3. محمد خانه،
    پوهېږم چې استاد غضنفر صیب څومره ښه یوه علمي لیکنه کړې ده او د داسې لیکنو کمی څومره احساسېږي، خو چې د استاد د دغې علمي لیکنې په اړه مو ستاسې نظر له داسې خشمه ډک ولوست نو ومنئ چې خواشینی یې کړم. څومره به ښه وای چې موږ خپله ژبه معیاري کړې وای او د خپلو لهجوي توپیرونو د معیاري ګڼلو په ځای مو بې مورده دعوې نه کولای. تاسې د (لاړ) په اړه انتقاد کړی او غیر معیاري مو ګڼلی، خو په اصل کې د پښتو د مرکزي لهجې له مخې همداسې ویل کېږي او هم یې خلک په ورځنیو خبرو کې استعمالوي. کوچیان او هم احمدزي کله هم (ولاړ) نه وايي. که د نورو قومونو په اړه مو دعوه کړې وي ممکن د هغوی د لهجوي توپير له امله به ستاسې خبره تر یوې کچې پر ځای وي، خو دومره یې هم غټه ستونزه مه بولئ.

    په درنښت

  4. زیارمل خانه!
    دپورته کرښو په کښلو به مو خامخا خواري کښلي وي، ناکي مو وار دمخه چوټي ایستلي دي…. زه به نو د څه په وجه له استاد غضنفر سره ستاسو په اصطلاح خشم پالم. که غضنفر صاحب د لیکلو حق لري نو لوستونکي هم باید ددې حق ولري چې خپله خبره ورته وکړي. هو به هو د یوه لیکوال خبره منل د تېر وخت خبره ده، ما خپله خبره په تاند کې ورته ثبت کړې ده، کابو یوه اونۍ تیره شوه، ځواب یې نه دي راته کښلی، تاسو څه پوهیږئ چې زما د پوښتني په تړاو یې نظر څه دی؟
    تاته مې مشوره داده چې پر چا مه ور بلوسیږه، هر څوک حق لري چې پوښتنه وکړي، پشتو مو سره ګډه ده، زه یوازي نه یم چې له لانجمن ګړدود څخه کړیږم، زیات کسان خپلي خبري لري، چې نه یي لیکي، هغه بیل بحث دی…
    والسلام

  5. پښتون چې یوه ادبی او فرهنګی بحث کی دومره توند او تریخ وی، نو د ګیډې، پولی- پټي، نرخونو او د اجناسو بیو خرید وفروش تجارت یا مذهبی مسایلو کی خو خامخا په میلیونو یوبل وژنی . تاسی وګوری خشونت همدا دی. تیرو څلویښتو کلو همدی پښتنو یوبل کی په میلیونونه سره ووژل او دنیا ور پوری وخندل خشونت او تاوتریخوالی یواځې د انتحاری واسکټ او بوشکی چاودل ندی، خشونت په الفاظو او کلماتو کی هم شته په تفکر کی هم شته لنډه دا چی خشونت فزیکی او نرم شکلونه لری. تمه می نه وه چی د یو (لاړ) پرسر دومره یوبل سپک او دومره توند الفاظ وکاروو . تاسی نور ځوانان وګورئ، دا پاکستان دا هند تاجک ایران دا خپل دری زبان وروڼه له هغوی یی زده کړئ
    د پښتون روڼ تاریخ او د مردانګی تاریخ په دې څلویښتو کلونو کی برباد شو لږ را سم شئ

  6. جناب استاد زحمت او زیار ته مو په درناوي ګستاخي معاف
    لاړ له ګرامري اړخه یواځي ريښه ده او موږ هیڅکله ریښه په معیاري ژبه کي نه کارو که چيري موږ د تګ د فعل مطلق حالت لیکو د مطلقیت مختاړی و اخلي ولاړ او که استمرار یې کارو تلئ یا تللئ.
    په نور بحث که بحث نه کوم ځکه موضوع ډېره اوږده ده له ډېرو برخو سره یې زه نه یم موافق اول په دغه دواړو ځایو کي د لاړ حالت یو ډول نه دئ یو ځای قید دئ یو ځای فعل او د استفادې ډول او مانیز بار یې ډېر فرق لري.
    هیله ده خاطر مو مانده نه سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب