یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد بحران نړیواله ډله: بشري ناورین او ژمی ممکن یو میلیون افغانان...

د بحران نړیواله ډله: بشري ناورین او ژمی ممکن یو میلیون افغانان تلف کړي

تاند:( پنجشنبه ، د قوس اتلسمه)‏‏‏ د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د بشري ناورین او وژونکي ژمي له کبله ممکن په روان ژمي کې تر یو میلیون پورې افغانان تلف شي.

دغې ډلې په یوه تازه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې ډېر ژر د افغانانو د ژغورلو لپاره لاس په کار او افغانستان ته بشري مرستې واستوي.

 یاده ډله دغه راز، پر افغانستان د طالبانو د واکمنیدو له کبله د وضع شویو بندیزونو د لغوه کیدو غوښتنه هم کړې ده.

 بحران ډلې دغه راز ویلي، چې د بشري ناورین تلفات به تر هغو تلفاتو خورا ډېر وي، چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې پېښ شوي دي.

 دغې ډلې څو ورځې مخکې دا هم ویلي و، چې په افغانستان کې به د اقتصادي ګواښونو له کبله زر د طالبانو اداره سقوط شي، چې ښې پایلې به ونه لري.

نړیوالې ټولنې او په سر کې یې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړیدل، له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کیدل او دغه راز د بشري او ښځینه حقونو تامیندل عمده شرطونه ګڼلي، چې پر افغانستان د وضع شویو بندیزونو د ختمولو او د طالبانو د ادارې د په رسمیت پېژندلو سبب به شي.

طالبانو بیا خپله اداره همه شموله، ځانونه بشري او ښځینه حقونو ته ژمن ګڼلي او ترهګرو ډلو سره یې اړیکې رد کړي.

د دوی منتقدین بیا نیوکه لري، چې طالبانو د خپلې ایډیالوژیکې او سخت دریځې ادارې د حاکمولو د ارمان لپاره د افغانستان پينځه دېرش میلیوني ملت یرغمل کړی او د سرزوریو بیه د هغوی په لوږه او د لوږې له کبله یې په ممکنه مرګ پرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب