تاند:( پنجشنبه ، د قوس اتلسمه) په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د استازیتوب لپاره ټاکل شوي خو رد شوي سفیر سهیل شاهین ادعا کړې، چې د دوی ادارې د افغانستان ټولو دولتي کارکوونکو ته درې میاشتیني معاشونه ورکړي دي.
نوموړي په یوه ټلویزوني مرکه کې ادعا وکړه، چې یاد شوي معاشونه یې د افغانستان له داخلي عوایدو څخه ورکړي، خو نور جزییات یې په اړه ورنه کړل.
په دې مرکه کې شاهین د افغانستان د بشري ناورین په اړه اندیښنه وښوده او له امریکا او اروپایي ټولنې یې وغوښتل، چې له سیاسي ملحوظاتو پرته باید د افغانستان له ناورین ځپلو خلکو سره عاجلې بشري مرستې وکړي.
د ده په وینا، په دې برخه کې سیاسي عمل د بشري حقونو نقض دی او نه باید دوام ورکړل شي.
سهیل شاهین دا هم وویل، چې دوی د افغانستان پر معادنونو د پانګونې مختلف پلانونه لري، څو ورسره د افغانستان اقتصاد پياوړی او ستونزې یې حل شي.
نوموړي په ورته وخت کې یو ځل بیا د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو زر ناکنګل کیدل مهم وبلل او ویې ویل، چې که دا زېرمې له کنګل څخه وویستل شي، زر به د افغانستان اقتصادي او بشري ناورین ورسره حل کړل شي.
د طالبانو دغه مقام د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې ادعا په داسې مهال کړې، چې هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې دولتي کارکوونکي دوی ته د بیا- بیا ژمنو پر خلاف د معاشونو له نه ورکول کیدو شکایت لري.
د مالیې وزارت یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط تاند ته ویلي، چې طالبانو له لسګونه دولتي ادارو څخه یوازې د دغه وزارت کارکوونکو ته د یوې میاشتې معاش، هغه هم د طالب مشرانو لخوا د نوي وضع شوي نورم له مخې ورکړی، چې مامورینو ته ملاماتونکی او ډېر ناڅيزه دی.
شاوخوا یوه مایشت وړاندې د طالبانو مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د درې میاشتې معاشونو د یو ځای ورکړې اعلان وکړ، خو دوه اونۍ مخکې دغه اعلان له درېیو میاشتو څخه د دوه میاشتې معاشونو د ورکړې اعلان ته راښکته شو.
له دې سره هم دولتي کارکوونکي وایي، چې څلورمه میاشت یې په پوره کیدو ده،خو طالبانو د یوې میاشتې معاش هم نه دی ورکړی.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پيله د دولتي کارکوونکو معاشونه هم د نوي نورم په اساس تنظیم کړي، چې ډېرو برخو کې تر نیمایي هم معاشونه کم شوي او مامورین یې د دوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسندوی نه ګڼي.
دا خو یی خولا چه پوره کمال کړی ، مطلب دوی چه ۷۰۰ میلونه څخه زیات د ورځی مالیات ټولوی هغه خپل غنیمت ګنی ؟ ایا په زعیم د ضروری خدمات رسولو او د ولس د پاره د کار او معاش هیڅ ځان مسول نه ګڼی .
د افغانستان مسلمان او مظلوم ولسه !
خدای ته په بغارو شئ ، توبه وباسئ ، که نه د خدای ج په عظیم قهر به ککړ شئ.
ټالبانو خو ستاسو د رزق او کار ضمانت ندی کړی . دوی خو د وزارتونو او څوکیو لپاره د افغانستان ځوانان قرباني کړل ، نه ستاسو د معاشونو او سوکالۍ لپاره .
د بچة سقاؤ دوره ددی پنجابی پاکستان تربیه شوو جاسوسانو او جاهلانو په وسیله بیا تکراریږی لکه چی هغه وخت غازی امان الله خان د افغانستان څخه په تیښته شو همداسی اوس د ډالرو غله او اجنبی غلامان په تیښته شوی دی او صحنه ئی فوق العاده سوچه تربیه شوو جاهلانو ته خوشی کړی دی او دا جاهلان اوس علنی د پنجابی پاکستان له خوا رهبری کیږی او د امریکا، انګلیس او پنجابی پاکستان هدف هغه وخت عملآ تکمیل کیدۍ شی چی دا تام جاهلان د تښتیدلو جاهلان او چورکوونکی د لعنتی شعار همه شمول لاندی د حکومت لپاره سره یو ځای کړۍ شی !!!!
درواغ وايي دغه خنزير دغه مرتدان هيچا ته يې تنخوا نه ده ورکړې. دوۍ پخپله تاسي شاهيد ياست سي په پکتيا د لوی قاتل او د پنجاب د غلام جلالدين بيدين په نوم لوطي مدرسې جوړوي خو خلک له مسکنت لوږې سره مخامخ دي. ( لعنت الله علی الکاذبين)