یکشنبه, مې 5, 2024
Homeادبلنډه کیسهبل سړی | ژباړن: عصمت بهیر

بل سړی | ژباړن: عصمت بهیر

لیکوال: جوزف روډیارډ کیپلینګ

زه لیکوال یم. کتابونه مې لیکلي. اوس یې هم لیکم خو هېڅوک مې نه پېژني. ځکه لیدای مې نه شي. ډېره نابلده را پېښه شوې ده.

صبر! کیسه یې در ته کوم:

په جنوري کې مې د یوه لوی کتاب د لیکلو پرېکړه وکړه. کور مې پرېښود او یوه کوچنۍ کوټه مې کرایه کړه. کوټه مې خوښه شوه ځکه د لیکلو لپاره مناسبه او ارامه وه. لیکل مې پیل کړل. خوشحال وم.  

کرار، کرار جالب، جالب شیان پېښېدل.

لکه دغه:

«یوه ورځ مې قلم په ګوتو کې و. د لیکلو میز ته ناست وم. کافي ته مې هوا وشوه. په کوټه کې مې نه درلودله. قلم مې پرمیزکښېښود او دوکان ته پسې ولاړم. چې راغلم،  قلم مې پر میز نه و. پر ځمکه او څوکۍ هم نه و. بیا مې میز ته وکتل، قلم مې ژوندی ژړاند ورک شوی و.»

په هغه شپه یوه بله پېښه هم وشوه:

«پرځای غځېدلی وم، خونه خاموشه وه. ناڅاپي مې سترګې روڼې کړې.»

له ځان سره مې وویل:

«دا څه شی و؟»

بیا مې اواز واورېد.

د نارینه اواز.

ور ږغ مې کړ:

«څوک یې؟»  

ځواب یې را نه کړ. ځکه په کوټه کې له ما پرته بل څوک نه و.

وېرېدم. 

سوچونو پسې واخیستم.

له دې وروسته به هره ورځ یوه نابلده پېښېده. خو ما باید کتاب لیکلی وای نو ځکه مې کوټه پرې نه ښود.

کوټه ډېره کوچنۍ وه. ډېر شیان پکښې نه وو. یوه د خوب بستره، یو میز، یوه څوکۍ او پر دېوال یوه زړه کوچنۍ هینداره را ځوړانده وه.

یوه ورځ چې مې په هنیداره کې وکتل، هغه مې ولید. هغه بل سړی. په هینداره کې زما پر ځای د هغه مخ ښکارېده. ږیره یې درلودله.

سترګې مې وموښلې. بیا مې ور وکتل، دا ځل مې خپله څېره تر سترګو شوه. له ځان سره مې وویل:

«لیونیه! هغه وار دې هم خپل مخ لیدلی دی، ناحقه دې د بل ګومان پرې کړی دی. ځان ته شکونه مه اچوه.»

یوه ورځ مې کتاب لیکلو ته زړه نه کېده. ناستي هم خوند نه را کاوه. قدم وهلو ته ووتم.

ماښام راغلم، په کوټه کې چوپه، چوپتیا وه.

په هینداره کې مې خپله غمجنه څېره ولیده. پر ځای وغځېدم خو خوب نه راته. له ځان سره مې پر دې فکر کاوه، چې کوټه خوشې کړم، که یا؟ په همدې کش مکش کې خوب وړی وم.

خو بیا یوه بله نابلده پېښه شوې وه.

هغه بل سړی مې سر ته ولاړ و.

ویل یې:

«ښه! ته غواړې کوټه پرېږدې؟»

بیا یې وویل:

«ته دا کوټه هیڅکله نه شې ایله کولای. ته باید زما سره همدلته واوسې.»

سترګې مې خلاصې کړې. له ډېرې وېرې رېږدېدم.

له ځان سره مې وویل:

«همدا اوس باید ولاړ شم.»

ژر، ژر مې شیان په بکس کې واچول. هغه بل سړی مې هیڅ له ذهنه نه واته. شېبه په شېبه مې وېره زیاتېده.

د بکس د تړلو پر مهال مې له ځان سره وویل:

«نور نو باید پښې سپکې کړم.»

د وروستي ځل لپاره مې کوټې ته وکتل. پر هینداره مې سترګې برابرې شوې. په بدن مې بیا وېره ننوته. ځکه په هینداره کې نه زما او نه هم د هغه مخ مالومېده.

دا نو ولې؟

چېغه مې کړه. خو له ستوني مې اواز نه واته. ږغ مې نه و.

هغه بل کس مې ولید. ږیرور سړی. زما مېز ته ناست و او زما پر قلم یې زما کتاب لیکه. ور ته غوسه شوم خو خبرې مې نه شوای کولای.

سړي په خندانه څېره کتاب لیکلو ته دوام ورکړ. ناڅاپه دروازه وټکېده. ملګری مې و.

را ږغ یې کړ:

«په کوټه کې یې؟ غواړم و دې ګورم.»

خوشحال شوم، فکر مې کاوه چې ملګری به مې را سره مرسته وکړي. خو حرکت مې نه شوای کولای.

هغه بل سړی ور ولاړ شو. دروازه یې ور خلاصه کړه.

«راځه! دننه راشه. زما کوټه وګوره، زه کتاب لیکم.»

هغه کوټې ته راغی خو زه یې و نه ولیدم. هغه بل سړي ته یې په مسکا وویل:

«واه، ږیره دې هم پرېیښې ده.»

بیا، بیا مې د خبرو هڅه وکړه خو بریالی نه شوم. ملګري مې زه نه لیدلم او نه یې هم زما اواز اورېده.

دا وه زما کیسه.

هغه بل سړي زما کوټه را څخه د ځان کړه. زما څېره او اواز یې را نه واخیست. زما کتاب به هم بشپړ کړي. خو په دې نه پوهېږي، چې لیکل کولای شم. خپله کیسه به ولیکم او دا دی تا ته مې خپله کیسه وکړه.

۱۷/۰۹/۲۰۲۲  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب