Homeخبرونهد طالبانو په حکومت کې نوې مقررۍ او تبدیلۍ

د طالبانو په حکومت کې نوې مقررۍ او تبدیلۍ

د طالبانو حکومت له معمول سره سم یو شمېر چارواکي تبدیل کړي او یو شمېر یې تازه ګومارلي دي. په نویو مقرریو کې د پام وړ چارواکی د پوهنې وزارت سرپرست دی. خو څرګنده نه ده چې دا اقدام د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو او که په دې برخه کې د لا سخت دریځ د خپلولو لپاره شوی دی.

۱. د کندهار ولایت د علماوو شوری مخکنی رئیس مولوي حبیب الله آغا د پوهني وزارت د سرپرست په توګه.

۲. د پوهني وزارت مخکنی سرپرست شیخ مولوي نور الله منیر د مرکزي دارالافتاء د لوی ریاست د رئیس په توګه

۳. د مرکزي دار الافتاء لوی ریاست مخکنی رئیس شیخ مولوي ملوک شاه د کندهار ولایت د علماوو شوری د رئیس په توګه.

۴. د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مخکنی معین مولوي فیض الله جمال د یاد وزارت د تامیناتي چارو د معین په توګه.

۵. د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو مخکنی معین مولوي محمد محسن هاشمي د پنجشیر ولایت د والي په توګه.

۶. د پنجشیر ولایت مخکنی والي ملا محمد شعیب اخند د لوګر ولایت د والي په توګه.

۷. د لوګر ولایت مخکنی والي مولوي عنایت الله شجاع د همدې ولایت د مرستیال په توګه.

۸. د سیاسي دفتر مخکنی غړی مولوي ضیاء الرحمن مدني؛ د تخار ولایت د والي په توګه.

۹. د تخار ولایت مخکنی والي قاري محمد اسماعیل راسخ د جوزجان ولایت د امنیه قومندان په توګه.

۱۰. د لغمان ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي فیصل مختار د نورستان ولایت د مرستیال په توګه

۱۱. مخدوم عالم د غزني ولایت د امنیه قومندان په توګه.

۱۲. مولوي نجیب الله بدخشي د لغمان ولایت د امنیه قومندان په توګه.

۱۳. د کندهار ښار د اوومي امنیتي حوزې مخکنی آمر مولوي نور الباقي احمد د سپین بولدک د کمېسار په توګه وټاکل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...