د هنر په اړه باور دا دی چې د انسان له تخیله زېږي. په تخیل پورې تړلی تولید بیا د هنرمند ملکیت دی، د علم او فلسفې په شان د بل عالم د تجربو او پوهې پوروړی نه دی. خو شاعر هم د احسان له کړۍ نه دی وتلی. قلندر اکوزی وایي:
فضل د سبحان د قلندر په شعرو وشو
دا واړه سبب فصیح بلیغ و د ماشو
حمید ماشوخیل په پښتو شاعري کې د هندي سبک بنسټګر دی. هندي سبک د غوره ځانګړتیاوو او نوې لارې له امله په پښتو کې له پیلېدو سره وپالل شو. د حمید مومند په ژوند یې وده وکړه او ډېر شاعران د حمید پیروان شول. هندي سبک چې له درباري شاعري لاره بېله کړه، د نوخطو او ښکلیو ستاینې ته یې مخه کړه. قلندر اکوزي د میرا د مینې د سوز له امله په دې سبک کې ځانته ښه ځای ولید او د حمید په لار یې پل کېښود.
پوهانو او عالمانو چې علم او بیا وروسته ساینس او تخنیک وپنځاوه په تدریج سره یې اسانه او د فهم وړ کړ چې زموږ تر زمانې را ورسېد او لا مخ په بره دی. دوی خپل علم شاګردانو ته ورکړ، هغوی وپلټه او نوې زیاتونې او پنځونې یې پکې وکړې. موږ چې په فلسفه بحث کوو په یونان کې سقراط ته درېږو. سقراط د فلسفې لوی استاد و چې نظریې یې افلاتون تر لاسه کړې هغه بیا ارسطو او نورو شاګردانو ته ورکړې. له افلاتون نه تر نونسمې پېړۍ او زموږ تر وخت ټولو فیلسوفانو پرې زیاتونې وکړې، نوې نظریې او مکتبونه پکې جوړ شول. په هنر او په تېره ادب کې هم د لویو استادانو لارې ومنل شوې، وروستیو یې دوی وستایل او د خپل هنر ونه یې د دوی له هنري چينې خړوب بلله. د لویو استادانو په نوم او تګلاره ادبي مکتبونه او سبکونه جوړ شول چې د ټولو شاملو کسانو د ذهن ساحه یې نیوله. په پښتو کې هم د شعر مکتبونه رامنځته شوي. همدا مکتبونه چې د لوی شاعر په تعقیب او تګلاره رامنځته شول د فکر د یوالي او شاعر ته د عقدت درلودلو له مخي جوړ شول. پښتنو شاعرانو د خپلو استادانو له ستاینې او خوشامندو سربیره په خپلو شعرونو کې دوی ته عقدت ښکاره کړی او د خپلې شاعري فیض له دوی بولي. بازمحمد بنګښ وایي:
بازخان هیڅ سیالي د شعر له چا نه کا
دی تابع له شاعرۍ د رحمن راغی
په شعر کې د ذوق یووالی په عقیدت بدلېږي. یو شاعر چې د لوی شاعر په مضامینو کې خپل فکر او حواس پیدا کړي نو د هغه تر تاثر لاندې راځي. د شاعر هره خبره ښکلې او پخه ورته ښکاري. استاد محبوب شاه محبوب وایي چې کله د صاحب شاه صابر شاعري لولي نو فکر کوي چې خپله شاعري یې ده، کومې خبرې چې د ده په زړه دي هغه صابر لیکلې دي.
عقیدت ایډیال ته ورته دی. زه چې له کومو شاعرانو سره پېژندګلوي لرم اکثر یې ایډیال شاعر لري. زموږ په پخواني ادب کې ایډیال شاعر درلودل شعوري هڅه وه او د ادبي مکتبونو او سبکونو د غوړېدا یو لامل دا هم بللی شو. د پښتو ادب منځنۍ دورې ټول لوی شاعران خپل پیروان لري. رحمان بابا د دې لیست په سر کې راتلای شي چې ډېر پیروان او عقیدتمندان لري. د ده په اړه مو ممکن دا جمله ډېره لوستې وي چې« پښتانه له ډېرې مینې او عقیدې ورته بابا وایي». د رحمان بابا پیروانو د ده ستاینې کړې دي. ځینو خپل عقیدت ورته ښکاره کړی. معزالله مومند وایي:
که د شعر کرامت له چا نه غواړې معزالله د رحمن شعر کرامت دی
د تمامـې پـښتـونخوا له شـاعرانو معزالله عبدالرحمن دی منتخب
نجیب سربندی هم د رحمان بابا عقیدتمند شاعر دی:
د شعر او وسر حلقه عبرالرحمن
زه نجیب د ده د شعر دامنګیر یم
ځیني کسان اوس هم په شعوري ډول د لویو شاعرانو فکر او کلمات راخپلوي. زه یو شاعر پېژنم چې د مستانه شاعر مولانا بسمل پیروي کوي او کله کله خو یې د بسمل یوه خبره په لږ بدلون راخیستې وي. ممکن تاسې هم داسې کسان لیدلي وي چې په سټېج د شعر ویلو په وخت کې د مشهور شاعر تقليد کوي.
شاید دا عمل یو شمېر منفي نقطې ولري خو ګټه یې هم شته. په جغرافیایي سیمو د ادب او ایډیال وزر غوړېدل د شعر او هنر په پراختیا کې مرسته کوي. له تېرې یوې لسیزې راهیسې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د شعر او شاعري بازار ګرم دی. استاد عبدالله کاموال راته وویل چې لوی لامل یې له شعر تود هرکلی دی او په دې هرکلي کې لوی لاس د ننګرهار پوهنتون د پښتو څانګې او په ځانګړي ډول د استاد فضل ولي ناګار دی. استاد ناګار لوی شاعر دی، د ده په واسطه د مشاعرو جوړېدل او د شاعرانو هڅول د شاعري پراخېدو ته لار برابره کړې ده. د پښتونخوا په لکي مروت کې د تېرو څو لسیزو ښه شاعري د عبدالرحیم مجذوب له برکته ده. عمردراز مروت او ریاض تسنیم په خپله شاعري کې یادوونه ترې کړې او په یو ډول ځانونه د ده تر احسان لاندې ګڼي.