پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهد شیدا یوه څلورېزه څه را زده کوي؟/شفیقه خپلواک

د شیدا یوه څلورېزه څه را زده کوي؟/شفیقه خپلواک

میشل فوکو -1-Michel Foucault په governmentality کې ښيي چې څرنګ اوسني دولتونه په خلکو حکومت کوي. یا په بله مانا خلکو ته څرنګ ښودل کېږي یا خلک دې ته چمتو کېږي چې حکومت پرې وشي، یا بل څوک پرې واکمن یا واکمنه وي. او یا هم خلک په خپله خوښه نورو ته لار پرانېزي يا د خپل فکر او ذهن کیلي لاس کې ورکوي چې حکومت پرې وکړي. دولت د داسې حکومت کولو لپاره له « پوهې » استفاده کوي، له ښوونځي، زندان او ځینو نورو ځایونو چې خلک دې ته چمتو کړي چې دوی ومني. دې حالت کې خلک خپلې ځینې کړنې د دې لپاره کنترول او مهاروي چې دولت یې ومني. خلک په داسې بڼه ژوند کوي چې دولت یې ترې غواړي. ښايي د فوکو موخه دا وي چې تل د « غولولو، تېرایستلو » لپاره پلمې شته او زمینه مساعده ده، خو باید افراد خپله د دې وړتیا ولري چې ځینې موارد تحلیل کړي او ځان د نورو له اغېز وساتي.

موږ ‌‌‌‌‌‌ډېر کله د خپل ژوند د بدبختي، ناکامیو او ستونزو لامل نور بولو. ښايي تر ‌‌‌‌‌‌ډېره بریده همداسې وي هم، خو کاظم خان شیدا په لاندې څلورېزه کې راته وايي، ‌‌‌‌‌‌ډېر کله ښايي د خپلې اسېرۍ او بندي کېدو دلیل موږ خپله یوو لیکن نه به یې وینو:

نن مې په باغ کې غونچه لیدله

په دا تقریر وه ورته بلبله

 شکوه له چا کړې د اسیرۍ

 ګلدام دې خپل دی، دانه دې خپله

د الوتونکي په اړه مې چېرته لوستي و چې دوی کولی شي په مات ښاخ هم کیني. ځکه دوی پر خپل وزر باور لري په ونې نه. د شیدا څلورېزه کې هم بلبله دغسې باوري او سرشاره ښکاري. موخه دا نه ده چې هر څوک دې وزرې ومومي، بلکې دا مهمه ده چې هر څوک ځانته سفر وکړي، خپله پياوړتیا درک کړي، مسوولیت ومني، او ازادي خپله کړي. غونچه د خپلې دانې له امله پر ځمکه بندي ده، او ښايي د ژوندي پاتې کېدو لپاره همدې ته اړتیا لري. له څلورېزې درې مهمې خبرې زده کوو:

لومړۍ: تل زموږ د ناکامۍ یا وروسته والي دلیل نور نه دي. ښايي د فوکو په خبره نور زموږ د تېر ایستلو هڅه وکړي لیکن باید دومره تحلیل ولرو چې ښه او بد سره بېل کړو. خپله پرېکړه وکړو، او لارې پرانېزو.

دوهم: ښايي ځینې وخت موږ له ځینو محدودیتونو دلګېره شو. فکر کوو چې دا غورځېدل، درېدل، یا پښه نېول مو په تاوان دي، خو ښايي هم دا بندي کېدل زموږ له پایښت سره مرسته وکړي. لکه غونچه چې بې له جرړو نه شي پایېدلی.

دریم: که بلبله الوځي او غونچه په ځمکه ښخه وی دا مهمه نه ده چې کومه یوه مخکې ده کومه وروسته. فقط د بېلابېلو دانو او ذاتونو دوه جلا تولیدات دي. که غونچه ښکلې یا اسیره (بندي) هم ده د شیدا په وینا د خپل ځان یا ذات له امله یې ده، که بلبله په الوت ده هم.

بالاخره، ژوند کې باید تل خپل سر ګریوان کې ټيټ کړو. که وایو نورو موږ ته څه کړي لومړی یې ځان نه وپوښتو چې موږ نورو ته څه کړي؟ که وایو د نورو د اغېز له امله داسې یوو نو فوکو ته غوږ ونیسو او د تیښتې لارې ولټوو. او چاسره هېڅکله ځان پرتله نه کړو، د مڼې ونه شفتالو نه شي نېولی، د شفتالو ونه انار.

1- مایکل فوکو فرانسوی فیلسوف(۱۹۲۶-۱۹۸۴)

1 COMMENT

  1. همداسې تحلیل اوپرتلیزجاج باید دلیکوالواوهنروالو د نامعلومی زیږد نیټي ، پګړۍ تړلو، جورابو پښوکولو اونورو سرسري بایو ګانو پرځای دکلاسک اومعاصرادب اوادبي هستیو په اړه عام شي . له همدې امله نن سبا دپرتلیزو څیړنواهمیت په نړیواله کچه د پاملرنې وړشوی دی
    دادب اوادبي هستیو د پیژندني ترټولو ښه اوپه نړیواله کچه منل شوی میتود همدادی
    کورمو ودان
    رشید- نهروپوهنتون هند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب