د افغانستان د قضایاو په هکله ملي دریځ نیول د هر با احساسه او په وطن مین افغان دنده او مسوولیت دی او بیقاوتې او مذبذبتوب نه دی پکار. په کابل د پاکستان هوایي برید او د ملکي کسانو شهیدانول د نړیوالو ټولو قوانینو خلاف عمل او د غندلو وړ دی.
پاکستان پخپله د تروریزم ځاله ده او په دې بهانه چې TTP ګروپونه په افغانستان کې دي قابل د توجهه نه دی ځکه TTP خپله جعرافیه لري او هلته دې ورسره وجنګیږي. په دې هم بحث نه کوو چې ټي ټي پي او نور افراطي ګروپونه پاکستان په تیرو پنځو لسیزو کې څنګه جوړ، حمایه او د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره استعمال کړل.
دویمه مسله، د پاکستان په ضد ملي دریځ نیول د طالبانو حمایت او یا د طالبانو د موجوده حاکمیت د تاید په پار نه دی.
له بده مرغه پروژوي او تنظیمي ډلو او افرادو مخکې هم د حکومت د پنځم ستون په توګه، جمهوریت د داخل نه تخریبوو او اوس هم یو شمیر هماغه افراد او ډلې د پاکستان د شنه بیرغ او د پوځیانو د روایتونو سره خپلې قوارې، جامې او خبرې برابروي او د هغوي د ګټو نه په داسې حال کې دفاع کوي چې د افغانستان په زړه، کابل باندې مستقیمه حمله شوې او د پاکستان دفاع وزیر په واضحه توګه وویل چې افغانستان او افغانان د پاکستان دښمنان دي. هغوي نه دي ویلې چې یوازې طالبان د هغوي دښمنان دي.
کله چې یو هیواد په بل هیواد مسقیمه حمله وکړي، او د بل هیواد ولس خپل دښمنان وګڼي، په داسې حال کې یوازې د پردو خرڅ شوي ایجنټان د خپل هیواد په عوض د دښمن هیواد د ګټو نه دفاع کوي او د هغوي ناروا تجاوز او حمله او یا روایتونه تایدوي.
دې کې شک نشته چې د طالبانو حاکمیت، پاکستان ته جرئت ورکړ چې د کابل په زړه باندې هوایي برید وکړي او ملکي کسان ووژني. افغانستان په نړیوال ستیج د ځان نه دفاع ځکه نشي کولې چې طالبان ولسي او نړیوال مشروعیت نه لري.
له بدمرغه، پاکستان په نړیوال ستیج وایي چې دوی د طالبانو د حملې په وړاندې اقدام کړیدی هغه متل دی چې وایي هم پړ زه هم مړ زه. هم یې بمباري وکړله او ملکي کسان یې شهیدان کړل او هم ځان مظلوم ښایي.
د طالبانو مشکل هم دا و چې په اوله کې یې ویندوی، دبیح الله مجاهد، مذبذبې خبرې وکړلې چې هیڅ خبره نشته او هسې یو څو پټاقې یې الوزولې دي.
په داسې مهمه مسله کې د طالبانو مشر، وزیر دفاع، وزیر داخله، د امنیت مشر، ریس الوزرا او معاونین یې راونه وتل چې قوي موقف ونیسي او پاکستان ملامته کړي. په عوض یې ویندویان خبرې کوي. په نړیوال ستیج، د ویندویانو خبرې دومره اهمیت نه لري لکه د یو هیواد یا یوې ادارې مشران.
دریمه مسله چې ځینې خرڅ شوي اشخاص او ډلې دا روایت چې هر څوک طالب وهي نو دوی یې حمایت کوي او د پاکستان نه غواړي چې طالب چپه او دوی ته واک وسپاري، دا د خندا وړ، طفلانه او احمقانه خبرې دي. پاکستان د خپلو ګټو لپاره دا ازمول شوې ډلې د یو بل په وړاندې په کراتو استعمال کړیدي او څه ګټه یې افغانستان ته نه ده کړې.
تر اوسه پاکستان فوځ د دین او اسلام کارتونه استعمالول او هغه کارتونه اوس کار نه ورکوي ځکه افغانان اوس په دې ټولو دوکو پوهیږي خو اوس غواړي چې د ضعیف النفسه کسانو له لارې د قومي، سمتي او ژبني اختلافونو کارتونه استعمال کړي.
دا قومي، ژبني او سمتي کارتونه هم ننیجه نه ورکوي ځکه د افغانستان د ټولو قومونو اکثریت ولس په دې پوهیږي او د یو څو ضعیف النفس پروژوي کسانو په خبرو نه غولیږي او نه هغه کسان چې ملي دریځونه لري، د دوی د ټاپو نه وویریږي که څوک د پاکستان په ضد دریځ ونیسي ګوندې داسې وانمود کړي چې دا کسان د طالبانو حامیان دي.
د اوږد مهال لپاره دا مهمه چې په افغانستان کې د اساسي قانون په چوکات کې یو مشروع او ولسواکه نظام رامنځته شي چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست نه وي او ټول افغانان، نر او ښځې د قانون په چوکاټ کې د کار، تعلیم، ژوند او سیاست حق ولري او اقغانستان د نیابتي جګړو او افراطیت مرکز نشي.
که داسې نظام رامنځته نشي، د افغانستان ګټې به همیشه د تهدید لاندې وي او طالبان نشي کولې چې یوازې په کاذبو شعارونو د افغانستان د منافعو نه دفاع وکړي ځکه د ملي منافعو نه دفاع ملي حکومتونه کوي چې ولس په هغه حکومت کې خپل ځان وګوري.
د داسې مهمو مسایلو لپاره د یو واقعي لوی جرګې راغوښتل اړین دي چې هم د پاکستان په وړاندې دریځ ونیسي او هم د یو مشروع، ولسواکه او قانونمند حکومت د جوړیدو طرحه تاید کړي. یوازې په احساساتو او شعارونو طالبان نشي کولې د ولس ملاتړ تر لاسه کړي.
شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول
سلام
وایی نه کل ماند نه کدو خال بسر هردو!
وایی هر څوک پیدار دی خپل خپل کار لر کنه! ذبیح الله دافغانستان سیاسی موقف ، ملی اراده ، ملی حاکمیت او حکومتولی سیاست ارزښت دومره راټیټ کړ چې له یوې غوجلې سره هم دمقایسې وړنه ده!
بله خبره داده کوم وزیرانو ته چې تا ورته اشاره کړې ده داخو دهمدې القابو دومره غلامان دی چې له خپله سوری ډاریږی یو شمیر افغانانو تل په هر رژیم کې همدغه بی غیرته محافظه کاری باندې ځانونه غلی کړی دی او حق نشی ویلی.
لنډه داچې دافغانستان مدیریت دافغانستان د لانجې له حل ستونزمن کار دی تا ډیرو مهم ټکو ته ګوته نیولې !
دی کی شک نشته چي پنجابی استخباراتو د جهاد له پیل تر اوسه خپل مرسوم اهداف په فراخه کچه تعقیبوی ، د مکتبونو سوځول ،دعام المنفعه تاسیساتو ورانول ،د تنظیمونو تکثر ،د تعلیم یافته او متخصصینو وژنه،د صلحی اخلال ،بیا وروسته تعیین د حکومتونو ، د خلع سلاح پروګرامونه د نورو په ملګرتیا ،د اوبو د مدیریت مخنیوی ،په مستقیم او غیر مستقیم لارو د افغانستان د جوړښت مخنیوۍ،د میوو او دانو فاسدول په بنادرو کی او نور ډیر هر څه او هر ستیژ نه استفاده د دوی د شرافت،انسانیت ،مسلمانی او ګاونډیتوب کیفیت بربنډوی ،علاوتا اسرائیلی چلند یی له پښتنو او بلوڅو سره له ایجاد تر ننه په وژنو ،زندانونو ، د معادنو غلا ،د مکتب -پوهنتون- صحت او نور سهولت او رفاه څخه محرومول او دوی پردی او حتی دښمن معرفی کول د ظالمو حکامو څرګند ارذلیت ثبوت دی .
مګر موږ افغانان څه مسئولیت لرو ،او څه مو زده کړل او څه باید وکړو:
د نړۍ ،ګاونډ او بیا تازه د اسرائیل او پنجاب پیښو وښودل چي جهانی نظم ، قوانین او ملل متحد نور د نړۍ د مظلومانو سره هیڅ هم نشی کولی ؛ښکرور به مظلومان داړی ،د انسانیت ګراف نزولی سیر لری نو مظلوم ملل باید څه وکړی ؟
لمړی – د دښمن د تریننګ زیږندی چی د مکتب ،پوهنتون ورانول ،د متخصصینو وژل او فرار ، ملی اتلانو او زمریانو سپکول،د ملی وحدت او مرصوص صف مخنیوی،د قوت او عزت عواملو حذفول ، جاهلی تعصبات تشدیدول ،د سلفی او شیعه سره جنګیدل او نور بیځایه مزاحمتونه دا ټول مهلکات دی . حل لاره څه ده؟ په ټولو غلطیو اعتراف او بیا د هغی نه تکرارول او د یو مومن ملت د قوت او عزت عوامل راټولول ، ملی منافعو ته پر تنظیمی ګټو ترجیح ورکول،د ملت نه مرصوص صف جوړول ،د وژلو او تعذیب پر ځای د تربیت او اصلاح او ورور جوړونی توان اسلام لری ،متخصصین – اتلان او زمریان د هر ملت ملی پانګه او عزت جوړوی ،تنظیمی استخباراتی چلند نور ازمایل پکار ندی ،کار اهل ته یی سپارل او امانات نه ضایع کول دینی فریضه ده، نور بایدتحصیل علوم نافعه فرض وګڼل شی ځکه موږ و اعدوا لهم ما استطعتم من قوه ته شدیدا ضرورت لرو تر څو ترهبون به عدوالله و عدوکم محقق شی او دښمن زموږ خاوری او فضا ته داخل نشوی شی او زموږ خلک تباه نکړی او افغان هر چیرې معزز او مصؤن وی .
دا ټول هلته ممکن دی چی په دین صحیح عمل وشی ،تنظیمی استخباراتی ګند او تړاوونه ختم او هرڅه د تقرب الی الله مسیر غوره کړی،په اسلامی نړۍ کی مستقل فوځ او اتمی قوت نشته او د امت او انسانیت لپاره تر اوسه کوم اثبات نلری او د کرایی ملیشو رول او عادت لری ،هستوی انرژی سره باید انسانیت د عالی مدارجو سیر هم شروع کړی وی نو بیا انرژی او وسایل په ځای کاریدل او شر به کم وو .
اوس زموږ واکداران مکلف دی د استحکام داخلی او صف مرصوص د ایجاد لپاره د قوت او عزت ټول عوامل راټول او منسجم کړی تر څو موږ خپل وظایف د دښمنانو پر وړاندی په بر لاسۍ تر سره او اسباب د تعمیر او اصلاح میسر شی .
دکتور همت
دروغ دروغ دی کم او زیات نه لری ! اوښ څنه چا پوښتنه وکړه چې غړۍ دې کږه ده اوښ ځواب ورکړ چې کوم ځای مې سم دی!
دملا ذبیح دخیر اوخیریت پیغام په ګوګل کې لا پروت دی چې تر قطری اوربند پروتوکول پورې راورسېد .
السلام علیکم و رحمة الله .
محترم ورور شریف زاد صاحب ما د محترم میاخیل صاحب د دریځ او وړاندیز د تائید په سلسله چي یوه ملی مسئله ده ځینی ټکی می اضافه کړی او اضافی توصیفی جز نلری .
زما له نظر تر حذف ،ترمیم او اصلاح د دعوت او تعقل له لاری بهتر او ارزانه تمامیږی ،که زموږ د بن غونډه د اصلاح او خدمت لپاره وی او حرص د کرسی غوښتنی او د نورو د حذفولو ،طغیان نه وای کړای نن به دا مشکلات او تیرې نه وای ،دولتی نظام به غښتلی او ملی امنیت به تأمین وو ؛ خو مع الاسف ظرفیت د حکامو داسی جوړ وو چی هر څه زما ورنه هیڅ دی نه وی .
ملت سازی ډیره اهمه مسئله ده ،انحصار او کار نا اهلو ته سپارل ملی خیانت او د ملت تباهی ده او زموږ په ژوند دی نیمه پیړۍ کی زده کړه ونشوه نه مو ځان وپیژاند ،نه ګاونډی او نه نړۍ .
تر څو موږ ځان کی مثبت تغیر را نه ولو ، افغانستان به همداسی کاروانسرای وی د نورو لپاره ، نه با امن کور د افغان لپاره .
ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیروا ما بانفسهم
موږ ،پښتانه ،بلوڅان ،فلسطین او نړۍ ، خادم او مصلح حکام او ګاونډی ته ضرورت لرو چي په خیرالناس انفعهم للناس د انسانیت درجه ولری او د خپلو ملی ګټو په نامه د نورو حق غصب نکړی ،دی ته وایی انسانیت او تمدن ؛ورنه ښکرور به ټول حدود تر پښو لاندی کوی او شر به هر چیرته حاکم وی تر هر نامه لاندی .
الله اکبر و لله الحمد .
قدرمن دکتور همت صاحب وعلیکم السلام
دتا دریځ ، نظر اولید لوری تل قاطع او صریح دی زه تاسره په ان الله… که موافق یم د تا ډیرزیات نظرون علمی او کدری بڼه لری .
حکام دروغ وایی اوهغه هم په شرع روغ نه دی
موږ یو اوبل ته ضرورت لرو موږ کولای شو په پراخ سوچ ، ملی انعطاف ملی ارزښتو نو باندی ولاړ چې نن سبا ډیر اړین دی.تکیه ولرو
هیله کوم چې سؤ تفاهم نه وی شوی
کور مو ودان