جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهتور/ اجمل پسرلی

تور/ اجمل پسرلی

پلې لارې ته د ختلو نریو زینو سر ته رسیدلی و. پوزه یې سره شوې وه. باد یې  د پټکي له څنډو راوتلې سپینې څڼې توشپلې وې.

زینې تنګې وې د ده شاته ولاړې نجلۍ غاړې تازه کړې که لار ورکړي. لکه غږ چې یې نه وي اوریدلی. نجلۍ د وبخښه له ویلو سره له ده سره ولګیده. سړي لرګی تکیه کړ ښۍ پښه یې اوچته پورته کړه، بله یې ورپسې واخیسته. نجلۍ پرې تیره شوه، شین روښانه کاوبای پتلون یې په تن و، ده ته یې وخندل.

 دی چټک شو خو نجلۍ ګړندۍ وه، په سیده لارې لرې کیده. ده لمن ورپورته کړه، چشمې یې له سترګو لرې کړې، د چشمو شیشې یې پاکې کړې. لرې یې په یوه وړوکي شي د نجلۍ ګومان راغی، پسې روان شو. تر مخکې یې ګامونه تیز و، خو څومره چې مخته ته باور یې کمیده چې هغه توربخون شی دې همهغه نجلۍ وي چې مخکې یې خندلي و، چې ورنژدې شو سړک د بلاک شاته ګرځیدلی و. لنډ خپل اپارتمان ته وګرځید.

 د تشناب کړکۍ یې پرانیسته، د اورسۍ پر ژۍ ناسته کوتره والوته، ده سر پسې وروایست، کوڅه تشه وه. هندارې ته یې سترګې واړولې:

«ولې ټکر شوه»

د نجلۍ څيره یې د پخوانیو فوري عکسونو په څیر چې نوې به یې له اوبو راایستلي و مخې ته ودریده:

« تورې نه شنې سترګې، تور که خرمایي ویښته، سپین که سور مخ؟؟؟»

ویې خندل. خپل ګونځې ګونځې مخ ورته په هنداره کې د کوترو د تور په رنګ ښکاره شو.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب