یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د ټیسلا الیکتریک ټرک په یو وار چارج

د ټیسلا الیکتریک ټرک په یو وار چارج

تاند- د ټیسلا اجرايي ريیس ایلن ماسک اعلان وکړ چې د دغه شرکت د لارۍ یا کانتینر تولید پیل شو او لومړنۍ لارۍ به په دسمبر کې مشتري ته وسپاري.

د الیکرتیک ویبپاڼې د راپور له مخې، د ټیسلا ټرک بشپړ الیکتریک دی. د دې ټرک یا لارۍ لومړنۍ نمونه په ۲۰۱۷ کې نندارې ته اېښودل شوې وه.

هماغه مهال وټاکل شوه چې دا ټرک په ۲۰۱۹ م کال کې بازار ته وړاندې شي. خو داسې ونه شول او حتي تر دې وروستیو پورې ګومان کېده چې دا لارۍ به تر ۲۰۲۳ پورې تولید نه شي.

خو ایلن ماسک د سږ کال په اګست کې ناببره وویل چې د ټیسلا لارۍ به د سږ کال تر پایه په سړکونو کې حرکت پیل کړي.

اوس تازه د ټیسلا اجراییه ريیس تایید کړې چې د الیکتریکي لارۍ تولید یې پیل کړی دی. ماسک پخلی وکړ چې دا ټرک به په یو وار چارج کابو ۸۰۵ کیلو متره مزل وکړي.

د ټیسلا الیکتریکي لارۍ په نووادا کې جوړېږي. د ایلن ماسک په وینا پیپسي کمپنۍ به لومړنی شرکت وي چې د دسمبر په لومړۍ نېټه به د دوی ټرک ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب