پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهد دروېش دراني په شاعرۍ کې تعريضي کنايې

د دروېش دراني په شاعرۍ کې تعريضي کنايې

پوهنيار محب الله ترابي

لنډيز:

     کنايه څه ده؟ تعريض څه ته وايې؟ د کنايې له نورو ډولونو سره د تعريض توپير په څه کې دی؟ ايا د دروېش دراني په اشعارو کې له دې ډول کنايې څخه استفاده شوې که نه؟ هغه پوښتنې دي، چې د دې مقالې د ليکلو باعث شوې. دې ټولو پوښتنو ته مو د کتابتوني څېړنې په مټ ځواب ويلی دی. تعريض پټه خبره کول، په کنايي ډول خبره کول او د تصريح خلاف مانا لري. په اصطلاح کې داسې خبره کول،چې له سياقه يې بله مانا واخيستل شي. په دې ډول کنايه کې مخاطب ته داسې خبره کوو، چې په ښکاره يې نه شو ورته ويلای. پوهوو يې، اخطار ورکوو او يا يې په غوږ وهو. په دې مقاله کې تاسې د دروېش دراني د شاعرۍ تعريضي کنايې پېژنئ او ورسره ورسره د پورته پوښتنو ځوابونه په ښه ډول موندلی شئ.

کليدي ټکي: کنايه ، تعريضي کنايه او د کنايې له نورو ډولونو سره د تعريض توپير. 

سريزه : 

   په دې څېړنه کې د پښتو ژبې د لوی شاعر دروېش دراني صېب د شاعرۍ يو اړخ (( تعريضي کنايه )) څېړل شوې او هغه بېلګې سپړل شوې او راوړل شوي دي، چې په تعريضي شکل ترې ښکلې استفاده کېږي. تعريض داسې يوې خبرې ته ويل کېږي، چې له سياقه يې بله مانا واخيستله شي، يا په بله وينا (( غوږ وهنه )) هم ورته ويل کېږي. دراني صيب د ښکلا پنځونې د نورو اړخونو يا توکو سربېره له دې لارې هم ښکلې استفاده کړې ده او خپله د زړه خبره يې د تعريضي کنايې په شکل تر خپل مخاطبه رسولې ده. پر تعريضي کنايې د ادبي فنونو په اثارو کې ډېر بحث نه دی شوی. پوهنوال محمد ابراهيم همکار په خپل اثر ادبي فنون کې ( بيان) کې د کنايې د يو ډول په حيث لږ بحث پرې کړی دی او همدارنګه ډاکتر احسان الله درمل په شعرستان کې تعريض د کنايې يو بېل ډول بللی دی او څو خواره واره ( د بېلابېلو شاعرانو) بيتونه يې د تعريضي کنايې وړاندې کړي دي. په ټوله کې داسې څه چې د تعريض بشپړه معرفي شوې وي او د يوه شاعر په اشعارو کې دې دا موضوع سپړل شوې وي نه دي شوي. دا مقاله به له لوستونکو سره د تعريضي کنايې په ښه ترا پېژندنه او تشخيص کې مرسته وکړي.

مواد او مېتود :

     په دې ليکنه کې نه يوازې له پښتو اثارو څخه استفاده شوې؛ بلکې له ځينو فارسي اثارو هم استفاده شوې ده. د تعريض په باب د فارسي ژبې اثار کتل شوي او بيا مو کار تر سره کړی دی. د دې ليکنې په ليکلو کې له کتابتوني څېړنې څخه ګټه اخيستل شوې ده. دا کتابتوني څېړنه د تشريحي مېتود په مټ ترسره شوې ده.

موندنې :

هر څو که سر ورکول زور غواړي دروېشه ما ته

بيا هم پکار ده چې دا ناز د خپل صنم واخلمه 

            (درانی، ۲۰۱۳ م ، ۴۲ م)

     بيان پوهنه را ته د خبرو د اظهار بېلابېلې لارې ښايي، چې يوه يې تر بلې ښکلې وي. کنايه د تشبېه او مجاز څخه وروسته د پيغام رسونې يوه بله په زړه پورې لاره ده، چې شاعران ترې استفاده کوي او د خپل زړه خبرې، چې ښکاره يې د ځينو ملحوظاتو له وجې نه شي کوای، د کنايې په جامه کې ټولنې ته وړاندې کوي. موږ په دې مقاله کې د پښتو وتلي شاعر دراني صاحب په شاعرۍ کې په تعريضي کنايو بحث کوو؛ خو په لنډ ډول د کنايې له پېژندنې هم چاره نه لرم.

     کنايه په لغت کې پټولو ته وايي،چې ښکاره او ډاګيز يې ضد کلمې دي او په اصطلاح کې که چيرې يوه کلمه او يا يو ترکيب په داسې شکل وکارول شي،چې ظاهري او مجازي دواړه ماناوې ترې واخيستای شي کنايه ورته وايي؛ خو موخه مجازي مانا وي. که موخه مجازي مانا نه وي؛نو بيا خو د کنايې ضرورت نه پېښېږي. له مجاز سره يې توپير په دې کې دی،چې په مجاز کې لفظي قرينې او علاقې ته اړتيا وي؛ مګر په کنايه کې لفظي قرينې او علاقې ته اړتيا نه وي، ولې حالي يا معنوي قراينو ته اړتيا لري. ځکه که دا هم نه وي؛نو بيا به د ظاهري مانا څخه مطلوبه يا مجازي مانا څنګه واخلو. ( ترابي، ۱۳۹۶ ل، ۱۸۶ م)

     کنايه په کلام کې د ظرافت د پيدا کېدو سبب کېږي او د هغې وينا د اظهار ښه وسيله کېدای شي،چې موږ يې په ښکاره ډول نه شو ويلی. د ايجاز او لنډون، رساوالي او تصوير سازۍ په برخه کې د بيان پوهنې له نورو څانګو کمه نه ده.

      په کنايه کې تر ډېره د لازم څخه ملزوم ته تګ وي او د هغه موندل. دا موندل کله ژر وي او کله لږ فکر کولو ته پکې هم اړتيا وي؛ خو کله کله بيخي سخت شي، چې اړ کېږو له يو بل چا يې وپوښتو. له دې اړخه کنايه په درې ډوله ده. ايما، تلويح او رمز.  د تشبېه او استعارې په څېر کنايه هم طرفين لري. مکنيه به او مکنيه عنه د کنايې دوه ارکان دي. کله،چې په کلام کې کومه کلمه يا ترکيب په کنايي شکل کاروو، ظاهري مانا ته يې مکنيه به او کنايي مانا يا مقصودې مانا ته يې مکنيه عنه وايي.په بېلګه کې يې ښيو: 

ارمانجن زړګی مي سپک شو چي مي اوښکي شوې رواني

د اسي ښکاري لکه وي چي اوبو وړي ارمانونه

                   (درانی، ۲۰۱۱ م، ۲۱۲ م)

ما خپله توره کړه دورور په زړه کي ماته خدایه 

چي دښمن راغی زه په دوه لاسه وم پاته خدایه

                (درانی، ۲۰۱۱ م، ۲۱۲ م)

     په دې بيتونو کې (( زړه سپکېدل)) د هوسا کېدلو يا هوسايي او (( په دوه لاسه پاتې کېدل)) د تنها کېدلو يا د تش لاس کېدلو لپاره ښکلې کنايې دي. داسې ډېرې کنايې د دراني صاحب په شاعرۍ کې ميندلی شو؛ خو زه دلته ډېر فوکس په تعريضي کنايې کوم.

    د بيان پوهنې ځينو علماوو تعريض د کنايې په بحث کې تر جلا سرليک لاندې څېړلې ده او ځينو نورو بيا د کنايې څلورم ډول ګڼلې ده، په دې مقاله کې يوازې تعريض تر بحث لاندې نيول کېږي.

تعريض :

     تعريض په لغت کې پټه خبره کول، په کنايي شکل يا په کنايه کې خبرې کول او د تصريح خلاف مانا لري. په اصطلاح کې (( داسې خبره، چې له سياقه يې بله معنا هم واخيستل شي. په دې ډول کنايه کې مخاطب ته داسې خبره کېږي، چې ښکاره يې نشو ورته کولی.)) ( درمل، ۱۳۹۵ ل، ۱۲۷ م)

     ډاکتر سيروش شميسا د تعريض په اړه کاږي: ( تعريض يوه خبري جمله ده، چې مکنيه عنه يې د مخاطب لپاره اخطار ورکول، يا مسخره کول يا خبرداری ورکول وي او له دې وجې مخاطب ازرده کوي. مثلا موږ وايو، چې فلاني، فلانی په غوږ ووهه.)( شميسا، ۱۳۸۱ ل، ۲۷۳ م)

     که په کور کې يو پلار د خپل زوی له مخې ووايي، چې د فلاني زوی طب پوهنځي ته بريالی شوی؛ نو د زوی لپاره يې دا تعريض شو، چې ولې دی نه دی بريالی شوی. دلته دا حالت يا د حال مقتضا د ويونکي او اورېدونکي لپاره بنسټيز عامل دی.

     (کله کله کېدای شي، چې د يو چا موخه د يو آيت، حديث ، بيت او حتی د يوې کيسې او داستان ويلو څخه تعريض وي، تر څو پخپل مطلب نور وپوهوي او يا هغوی ته اخطار يا پېغور ورکړي ( په غوږ يې ووهي). ( حسيني، ۱۳۹۴ ل،۲۸۲م)

     (( وايي سعدي شېرازي ته چا وويل، حماسه سرايي په فردوسي تمامه ده؛ سعدي دا خبره د ځان په اړه تعريض وګڼله او د بوستان پنځم څپرکی يې حماسې ته ځانګړی کړ او د دده پخپل قول د فردوسي جنګ ته ور ووت.))( درمل، ۱۳۹۵ ل،۱۳۰ م)

     ډاکتر شميسا ليکي، چې: د ايران خلک له تعريض سره سخت حساس دي او د زده کوونکو د نصاب په کتابونو کې به ( البته په ځينو کې) دا ليکل شوي وو، چې زده کوونکي دي د خپل استاد په وړاندې د بل استاد ستاينه نه کوي، ممکن هغه يې د ځان لپاره تعريض وګڼي. او زياتوي، چې د تعريض بېلګې خورا ډېرې دي او په حقيقت کې ويلای شو، چې حد نه لري. کله کله ممکن يوه خبري جمله د يو کس لپاره تعريض وي؛ خو د نورو لپاره لارښوونه. د بېلګې په ډول دا جمله: مسلمان هغه دی، چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس څخه په امان وي.دا يوه اخلاقي جمله ده؛ مګر د مضرو مخاطبانو لپاره تعريض دی.(شميسا، ۱۳۸۱ل، ۲۷۴ م)او يا هم د شيدا دا بيت د هغو کسانو لپاره ښه تعريض دی، چې په واسطه يا د نورو په مټ لوړ مقام ته رسېدلی وي:

د افتاب په کمند نه خېژم اسمان ته 

نه ږدم بار لکه شبنم په دوش د ګلو

         ( شيدا، ۱۳۸۴ل، ۱۵۴ م)

     د پورته يادونو څخه دا پايله اخيستلای شو، چې کنايه او بيا په خاص ډول تعريض هم د پيغام رسونې ښکلې لاره ده او زياتره مهال شاعران له همدې لارې خپل مطلب تر نورو رسوي. 

     خوږ ژبي شاعر دروېش دراني د ښکلا پنځونې له نورو توکونو سربېره له دې لارې هم ښکلې استفاده کړې ده. په پښتو معاصره شاعري کې، چې د فکري شاعرۍ خبره کېږي؛ نو د دراني صاحب نوم يې په سر کې وي؛ ډېرې ناويلې يې ويلي دي او د پښتني ژوند ډېرې ناخوالې يې نقد کړي دي او تر ډېره يې د نه تاوتريخوالي(عدم تشدد) لمن هم نيولې ده په ټولو اړخونو يې خبرې کول د دې مقالې له توانه وتلې خبره ده، موږ دلته د دراني صاحب د شاعرۍ همدا يو اړخ(تعريض) سپړو او بېلګې يې وړاندې کوو.

     دا چې تعريض مو په غوږ وهل وبلل؛ نو د غافل مشر په وړاندې دا بيت ښکلی تعريض دی،چې وايي:

له غفلته چې يې واړه اولس لوټ شو

دی دا مشر بې قصوره، دی ويده وو

          (درانی، ۲۰۰۹م، ۲۲م)

د يو متشدد انسان پر وړاندې د عدم تشدد خبره کول هم تعريض ده. لکه:

موږ يو په هر حال کې پلويان د ژوند

غوښتی مو دښمن ته هم مرګی نه دی 

       ( درانی، ۲۰۰۹م، ۲۶م)

که زموږ يو ملګری زموږ سره جفا او خيانت وکړي او پر موږ د شا له خوا وار وکړي؛ نو پر وړاندې يې دا تعريضي بيت ويلای شو:

نور که هر څنګه دی؛ خو دا يې د نر کار کړی دی

زما دښمن راباندې مخامخ ګوزار کړی دی 

     ( درانی، ۲۰۰۹م، ۷۲م)

د هغو شتمنو او خانانو پر وړاندې، چې د وږيو يا بېوزلو په حال ځان نه خبروي؛ نو دا لاندې بيت يې پر وړاندې ښه تعريض دی:

په حال د وږي دی يوازې دلته وږی خبر

څوک چې د دغه کلي خان دی هغه نه دی خبر

              ( درانی، ۲۰۰۹م، ۷۳م)

دا چې تعريض تر ډېره د مخاطب د سکونډلو يا په غوږ وهلو لپاره وي؛نو د يو بې ادب، په نسب پورې منحصر او په خپله دارايئ مغروره کس په وړاندې ښه تعريض دا ګڼلای شو:

چې د وګړو په ادب پوهېږي

کوي د هغه چا ادب وګړي

دروېش له هغه ځايه ځي چرته چې

وړياړي په مال او په نسب وګړي

       (درانی، ۲۰۱۳م، ۳۹م)

د رقيب لپاره د دېوال لفظ استعاره کول او بيا د بيت دا ټول الفاظ د هغه پر وړاندې د تعريضي کنايې په پار استخدامول د خلاقو شاعرانو کار وي. لکه:

درېدل غواړي زما و ستا په منځ کې

د زړه سره، يو دېوال راپسې ګرځي

      (درانی، ۲۰۱۳م، ۷۸م) 

يوه خبره چې بايد واضح شي، هغه دا چې موږ مخکې هم ذکر کړه،چې د حال مقتضا د تعريض لپاره ډېره اړينه ده؛ نو کله چې موږ دا خبره کوو،چې (( غوړ په غوړو تويېږي.)) نو د مقتضا د حال برابره به يې کوو او په دې به هم ډاډمن يو، چې دا خبره همدلته ځای نيسي او مناسبه ده؛ نو دا چې يو شتمن کس ته يا لوړ رتبه کس ته نور خلک په نظر نه ورځي او ته ورته ووايې،چې:

تا ته هر هغه سړی چې بډای نه وي

داسې وي لکه بنده چې د خدای نه وي 

       ( درانی،۲۰۱۳ م، ۷۲ م)

نو ښه غوږ وهنه دې وکړه. يا مخکې چې مو ذکر وکړ،چې (( غوړ په غوړو تويېږي.)) او ته ووايې،چې:

پر موږ رانغی د شتمنو کره

اختر په لنډه لاره لاړ دروېشه ( درانی، ۲۰۱۳م، ۶۳م)ښکلی تعريض دی.

هغه کسان چې تا ورسره له زړه مرسته کړې، ژغورلی دي دی او په افتادګۍ کې دې لاس نيوی کړی او بيا تا ننګوي؛ نو سړی مجبور شي، چې ووايي:

پای زما لپاره هغه توره بلا وګرځي

زه چې کوم وګړی د بلا له واره وساتم 

             ( درانی، ۲۰۰۹م، ۸۰م) 

د يو سخت زړي، ظالم او بې عاطفې انسان پر وړاندې دا لاندې ښکلي تعريضي بيتونه دي:

که يې نه پېژنې دغه يې نښان دی

چې په سترګه کې يې اوښکه وي انسان دی

           (درانی، ۲۰۰۹م، ۴۹م)

نو پر هغو به غم راغلی نه وي

چې زموږ اوښکو ته اوبه وايي څوک

               (درانی، ۲۰۱۳م، ۶۴م)

موږ تل له خپلو سر ټکولی. بدبختانه! او تل مو د يو بل پښې وهلي دي؛ دا کار مو آن د ډېرو نږدو کسانو پر وړاندې هم کړی دی؛ نو د ورور يا خپلو پر وړاندې داسې تعريض هم هغه ته لوست ورکولای شي.

مخته بيا دارنګه څوک نشته چې کړي خوله راماته

که په امان زه د خپل ورور له درانه سوکه تېر شوم

              ( درانی، ۲۰۱۳م، ۳۶م) 

زموږ د ټولنې له هر فرد څخه که پوښتنه وشي، چې په ژوند کې کومه موخه او هدف لرې؛ نو تر ډېره مبهم ځواب وايي؛ نو د يو بې هدفه کس يا ټولنې پر وړاندې دا بيت ښه تعريض وبولئ:

دېوال مو دی په وړاندې نړوو يې خو پوه نه يو

غمي به وي، ماران به وي، که څه به يې وي شاته 

             (درانی، ۲۰۰۹م، ۲۰م)  

زموږ په خواله رسنيو کې د منفي ګرايي په وړاندې دېر تبليغات روان وي؛ خو د منفي ګرا او بې باوره اشخاصو لپاره ښکلی تعريض دا دی،چې:

دوی وايي اوس به دې هم ګټه وي په دې سودا کې

چې خوشحالي ورکړم يو چا ته او ترې غم واخلمه

      (درانی، ۲۰۱۳م، ۴۲م) 

لوی شاعر درانی صاحب کله کله ځان هم په غوږ وهي او موږ هم له دې بيته ښه استفاده کولای شو.

نه يې کوې کار که په دروېش کوې

ورکه شي چې کله تر ملکه شي

         ( درانی، ۲۰۱۳م، ۵۷م)   

د غاصب پر وړاندې تعريض او هغه ته اخطار ورکول:

نو چې مېوه به يې دی خوري که به پاتېږي ما ته

څوک چې په زور زما پر ځمکه باندې باغ لګوي

             ( درانی، ۲۰۱۳م، ۲۸م)    

لاندې بيتونو څخه هم کولای شئ په بېلابېلو ځايونو کې د تعريض په شکل استفاده وکړئ.

که ګورې له لستوڼيه به يې سور خنجر را ووزي

دروېشه چې روان درسره څوک دلته په څنګ شي 

              ( درانی، ۲۰۰۹م، ۱۸م) 

خبر نه وم چې تک تور زړه ته به رسم

چې د سپين مخ په رڼا پسې روان شوم 

                  ( درانی، ۲۰۱۳م، ۲۷م)     

يوه داسې ډله وه دلته دروېشه 

چې وژنه يې روا وه او اوس هم شته

               ( درانی، ۲۰۱۳م، ۱۶م) 

د يار د مخ د ښکلولو نيت کوې هره ورځ

د ثواب کار تش په نيت نه کېږي، عمل به کوي

            ( درانی، ۲۰۰۹م، ۴۶م) 

     په پای کې بايد له هغو هم بښنه وغواړم، چې دا خبرې يې د ځان په وړاندې تعريض ګڼلي دي.

     د مفکر شاعر دراني صاحب پرشاعري دا کار له دريابه د يو څاڅکي هومره ارزښت هم نه لري، هيله ده، نورو باريکيو او نازکيو ته يې هم د څېړونکو پام ور واوړي او د نوموړي پوره حق اداينه وکړي. زه پښتو ادب ته د استاد دراني صاحب د کړي کار ستاينه کوم،پښتو او پښتانه يې احسانمند دي. خپلې خبرې د نوموړي په دې بيت پای ته رسوم، چې وايي:

چې ستا لاس مې پر اوږه باندې پروت نه دی

د رقيب په مخکې ځکه نيم سړی يم

     پښتو ژبه او پښتانه دې  څښتن تعالی ج د داسې هستيو له سيوري نه بې برخې کوي. 

مناقشه :

     د پښتو ژبې او ادب زده کړيالان بايد په دې پوه وي، چې د کنايې له نورو ډولونو سره تعريض خاص توپير لري. د کنايې په نورو ډولونو کې د لازم څخه ملزوم ته تګ او د هغه موندل کېږي، دا کار نو يا په اسانۍ ترسره کېږي، يا هم لږ فکر کول غواړي او يا هم دومره سختېږي، چې مجبورېږو له نورو يې وپوښتو؛ خو په تعريض کې داسې نه ده. په تعريض کې د جملې له سياقه بله مانا اخيستل کېږي. ظاهراً داسې څه نه وي، چې سړی پرې د نورو کنايو په څېر د کنايې اطلاق وکړي. د حال د مقتضا مطابق ترې د مخاطب د پوهولو، اخطار ورکولو يا چيلنجولو لپاره استفاده کوو؛ نو موږ ته بويه چې د دې کنايې پر باريکيو پوه شو او په خپلو خبرو او کلام کې کې يې په مناسب ځای کې وکاروو. که بېلګې يې راوړم خبره تکرار ته وځي؛ خو دومره وايو،چې د دراني صيب په شاعرۍ کې د دې ډول کنايې ډېرې بېلګې موندلی شو او په مناسب وخت کې ترې ښکلې استفاده کولای شو.

پايله :

د افتاب په کمند نه خېژم اسمان ته

نه ږدم بار لکه شبنم په دوش د ګلو

       په پورته بيت کې موږ د کنايې د نورو ډولونو په باب څه نه وينو، له تصويرونو، استعارو او تشبېهاتو يې هم تېرېږو؛ دومره وايو، چې له سياقه يې تاسو څه مانا اخلئ؟ د هغه چا پر وړاندې دا ښکلی تعريضي بيت دی، چې د بل په مټ او يا واسطه باندې لوړ مقام ته رسېدلی وي؛ نو دا تعريضي کنايه شوه.

      په دې مقاله کې د دروېش دراني صيب شاعري لوستل شوې او د تعريضي کنايې بېلګې پکې سپړل شې دي. په ټوله کې د دروېش دراني صيب شاعري د ښکلا پنځونې او پيغام رسونې د نورو برخو په پرتله دا برخه هم کمه نه ده. دروېش درانی د پښتو ژبې په لويو او مفکرو شاعرانو کې يو دی، چې د پښتنو ناخوالې يې غندلې او په ګوته کړي دي. له مستقيم نقده يې غيري مستقيم نقد ته ډېر تمايل ليدل کېږي او همدا د پيغام رسونې ښه لاره ده. په پای کې دراني صيب ته د اوږده، هوسا او خوشحاله ژوند دعا کوو او وايو چې د ده عظيم سيوری دې پر پښتو ادب غوړېدلی وي. پښتو او پښتانه يې مرهون دي.

ماخذونه:

۱- ترابي، محب الله.( ۱۳۹۶ ل.ل). د غزلبڼ ادبي عظمت. کندهار: عرفان خپرندویه ټولنه.

۲- حسيني، دکترحسين آقا او همتيان، دکتر محبوبه. (۱۳۹۴ل.ل). نګاهی تحليلی به علم بيان. ايران: مرکز تحقيق و توسعه علوم انسان.

۳- درمل، احسان الله. (۱۳۹۵ ل.ل).شعرستان.کندهار:بېنوا فرهنګي ټولنه.

۴: دُرانی، دروېش. (۲۰۰۹م). دا بوټي به لونګ شي.کوټه: صحاف نشراتي مؤسسه.

۵: دُرانی، دروېش. (۲۰۱۱م)،ستوري په لمن کي، (څلورم چاپ).کراچي:صحاف نشراتي مؤسسه. 

۶: دُرانی، دروېش. (۲۰۱۳م).کردَ د ګُلو.کراچي:صحاف نشراتي مؤسسه.

۷- شميسا، سيروش. (۱۳۸۱ ل.ل). بيان، (نهم چاپ). تهران: انتشارات فردوس.

۸- شيدا، کاظم خان. ( ۱۳۸۴ل.ل). د کاظم خان شيدا دېوان.تدوين، سريزه، ياداښتونه او ويپانګه حنيف خليل. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.

Irony in the poetry of Darwish Duranai

Teaching Assistant:  Muhibullah Torabi

Abstract: What is Allusion? What is Irony? What are the differences between Irony and other types of Allusion? Has Darwish Duranai used such kind of Allusion in his poetry or not? Those are questions that made me write and research on this topic. These questions have been answered by library research and explanatory method. 

Irony means say something secretly. It is the opposite of obvious and seeming. In literature we can define Irony like this: In a particular situation saying something to our listener and our main aims and intentions are the opposite of our speech. We do it in our speech for challenging, understanding and giving warning to our listeners. Dear readers! You will learn the ironical allusion in Darwish Duranai poetry. Besides that, you will find the answers to the mentioned questions.

Keywords: Allusion, Irony, and differences among Irony and other types of allusion. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب